No-IMG

حکمتيار: په پنجشير كي مقاومت ممكن نه دئ

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب جمعه 12 سنبله 1400

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوۡمَ يَأۡتِيهِمُ ٱلۡعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَآ أَخِّرۡنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖ نُّجِبۡ دَعۡوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَۗ أَوَ لَمۡ تَكُونُوٓاْ أَقۡسَمۡتُم مِّن قَبۡلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٖ ٤٤ وَسَكَنتُمۡ فِي مَسَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ وَتَبَيَّنَ لَكُمۡ كَيۡفَ فَعَلۡنَا بِهِمۡ وَضَرَبۡنَا لَكُمُ ٱلۡأَمۡثَالَ ٤٥ وَقَدۡ مَكَرُواْ مَكۡرَهُمۡ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكۡرُهُمۡ وَإِن كَانَ مَكۡرُهُمۡ لِتَزُولَ مِنۡهُ ٱلۡجِبَالُ إبراهيم: 44- ٤٦  صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

او خلك له هغي ورځي ووېروه چي عذاب به ورته راشي، نو هغه چي ظلم ئې كړى؛ وايي به: اې زموږ ربه! تر يوې ټاكلې نږدې نېټي مو وځنډوه چي ستا بلنه ومنو او د پيغمبرانو متابعت وكړو، آيا تاسو هغه نه يئ چي تر دې د مخه مو لوړه كړې وه چي هيڅ زوال به مو په برخه نشي؟! او د هغو په هستوگنځيو كي مېشت شوئ چي پر ځان ئې ظلم كړى وو، او درته معلومه شوه چي څه چلن مو ورسره وكړ او (گڼ شمېر تاريخي) مثالونه مو درته بيان كړل، او يقيناً چي دوى خپل پټ تدبيرونه وكارول، او دا په داسي حال كي چي د دوى مكر (او پايلي ئې) د الله په خوا او واك كي دي، كه څه هم د دوى تدبيرونه داسي وي چي غرونه پرې له منځه ځي.

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني مومو:

رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه شوې چي خلك د هغي ورځي له راتلو ووېروي چي له الهي عذاب سره به مخامخ شي، ظالمان به ئې وايي: اې زموږ ربه! لږ دي دا عذاب وځنډوه، لږ نور مهلت را، يوه بله نېټه راته وټاكه، تر بلي ټاكلې نږدې نېټي مهلت راكړه، ژمنه كوو چي ستا بلنه به منو او د پيغمبرانو متابعت به كوو. دوى ته به په ځواب كي وويل شي: آيا تاسو هغه نه يئ چي تر دې د مخه مو په ډېر غرور او تأكيد سره ويل چي هيڅكله به مو زوال په برخه نشي او له الهي عذاب سره به مخامخ نشئ؟!! او آيا د خپل سلف د كفر، شرك او ظلم بدي پايلي مو په خپلو سترگو نه وې ليدلې؟ آيا تاسو د مخكنيو ظالمانو په هستوگنځيو كي مېشت شوي نه وئ او درته معلومه شوې نه وه چي الله تعالى له دوى سره څه وكړل؟ آيا د ظالمانو د هلاكت گڼ شمېر تاريخي مثالونه ستاسو مخي ته نه وو ايښودل شوي؟ هغوى هم د حق خلاف او د باطل په دفاع كي ډېر پټ تدبيرونه وكارول، خو ومو ليدل چي دغو پټو تدبيرونو هيڅ گټه ورونه رسوله، ټول شنډ او بې اغېز شول، دا ځكه چي هر څه د دوى د پټو تدبيرونو په شمول د الله تعالى په واك كي دي، پايلي ئې هغه ټاكي، هيڅ تدبير د الله تعالى له إذن پرته گټه او اغېز نه لري كه څه هم دا تدبيرونه داسي وي چي ستر ستر غرونه ئې په وړاندي تم كېدى نشي.

وروڼو خوېندو!

أمريكا هڅه وكړه چي وتل ئې د يوې داسي معاهدې له مخي وي چي له يوې خوا ئې حيثيت خوندي پاته شي او له بلي خوا څو اډې هم ترلاسه كړي او طالبان دې ته وهڅوي چي داسي اډې ورسره ومني. خو موفق نه شول.

غوښتل ئې راتلونكى حكومت هم داسي وي چي د دوى لاسپوڅي په كي شريك وي. دا شوم هدف ئې هم ترلاسه نكړى شو.

هڅه ئې وكړه چي د قطر مذاكرات تر پايه د دوى تر مديريت لاندي وي؛ او هره پرېكړه د دوى په اغېزمن شتون او حضور كي وي؛ الحمد لله چي په دې كي هم ناكام شول.

كله چي ناهيلي شول نو دا منصوبه ئې جوړه كړه چي ښارونو د طالبانو ننوتل؛ مخصوصاً كابل ته ننوتل ئې له خونړيو پېښو سره توأم وي؛ هڅه ئې وكړه چي طالبان وهڅوي كابل ته ننوځي؛ گمان ئې دا وو چي په كابل كي د طالبانو مخالف افراد، د ملي امنيت بې دريشي 30000 وسله وال پرسونل، د نورو امنيتي او نظامي قطعاتو روزل شوي مجهز افراد او د صفر يو - دوه كرايي جنگيالي دومره دي چي كولى شي وضعيت ناامنه او د طالبانو خلاف مقاومت رامنځته كړي. مقاومت، ناامني، تالان او غارت، شخصي خپل سر انتقامونه او نوري پېښي به د دې باعث شي چي په كابل كي هم او په نورو سيمو كي هم؛ د طالبانو په ضد پراخ مقاومت او جنگ پيل شي؛ يا لږ تر لږه طالبان د هېواد دننه او بهر بدنام شي

أمريكايان په خپلي دغي خبيثي او شيطاني منصوبې كي هم بريالي نشول.

د كابل له هوائي ميدان د دوى د آخري قطعاتو د وتلو څرنگوالي وښودل چي له افغانانو د غچ اخيستلو له هوډ او ارادې سره وتلي؛ په هوائي ميدان كي پراخ او وحشيانه تخريب او ټول تجهيزات او وسائل؛ ټول ملكي او نظامي جهازونه، ټانكونه او گاډي، حتي د دفتر چوكۍ، مېزونه او كمپيوټري په بشپړه توگه تخيريبول او سوزول... او د دفاع وزير ته لارښوونه او امر كول او شرائط ورته برابرول چي 17 هليكوپتري او كافي شمېر نور وسائل او تجهيزات لادمخه پنجشير ته انتقال كړي او بيا د امريكايي شريرو سناتورانو دا اظهارات چي أمريكا بايد پنجشير په رسميت وپېژني او د طالبانو خلاف ئې پراخه مرسته وكړي؛ دا ټول د أمريكا شوم او سپېره عزائم څرگندوي او دا چي أمريكا غواړي له افغانانو د خپلي شرمناكي ماتي غچ واخلي او د نوې جگړي په اور كي ئې وسوزوي.

أمريكا دا هم غوښتل چي له افغانستان وتل ئې د سپتمبر په 11 يعني په هغه ورځ وي چي 19 شهادت طلبو سرتېرو عربو زلميانو د نيويارك په تجارتي ماڼيو او په واشنگټن كي د پنتاگون او سي آى اې په دفترونو د اختطاف شوو جهازونو په مرسته هغه حيرتناك او بې ساري بريدونه وكړل. خو موفق نشول او يولس ورځي وړاندي له افغانستان د شپې په تياره كي او د غلو په څېر وتلو ته اړ شول او د سنبلې په نهمه او د اگست په دېرشمه له افغانستان ووتل.

د هوائي ميدان خونړۍ پېښي چي تر درې سوه زيات مظلوم افغانان ئې په وينو كي ورغړول، تر 100 زيات وژل شوي او تر 200 زيات ژوبل شوي، لومړى د امريكايي سرتېرو تر كنترول لاندي سيمي كي او د دوى د يوه نظامي مركز مخي ته دوه چاودني وشوې، په ترڅ كي ئې 13 امريكايان ووژل شول؛ ورپسې امريكايي سرتېرو د وحشيانه عكس العمل په توگه په هغو افغانانو ډزي پيل كړې چي بهر ته تلو لپاره د هوائي ميدان مخي ته راغونډ شوي وو.

الحمد لله چي اوس هم اشغال پاى ته رسېدلى، هم تپل شوى د سيكولرانو، ملحدينو، كمونستانو او منافقينو مزدور او مفسد حكومت نسكور شوى، هم له پنجشير پرته په ټول هېواد كي د جنگ اور مړ شوى او افغانانو ته دا موقع په لاس ورغلې چي د پرديو له حضور، فشار او گواښ پرته د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي د خپل خوښي نظام او حكومت جوړ كړي او خپل معتمد او اهل واكمن غوره كړي.

د پنجشير مؤمن ولس ته مو يو ځل بيا او مكرره مشوره دا ده چي پرې نږدي د دوى سيمه په داسي حال كي د جگړي په ميدان بدله شي چي په تېرو شلو كلونو كي له جنگ خوندي وه؛ هغو ته اجازه مه وركوئ چي په تېرو شلو كلونو كي ئې ستاسو ډېر زامن د پرديو لپاره او د ناټو تر قومندې لاندي؛ د آزادي غوښتونكو افغانانو او مجاهدينو په خلاف وجنگول، په پنجشير او كابل كي ئې د سي آى اې لپاره داسي خصوصي زندانونه جوړ كړي وو چي مؤمن او مجاهد افغانان په كي دومره تعذيب شوي چي په بگرام، گوانتانامو او ابوغريب كي نه دي تعذيب شوي.

بايد دې ته متوجه وئ چي د دې جنگ بدي پايلي تر بل هر چا وړاندي تاسو ته زيان رسوي؛ د پرديو مزدوران به تښتي، د ټولو كورنۍ او شتمنۍ په بهر كي دي، دوه تابعيته دي، هليكوپتري ئې د دې لپاره له ځان سره پنجشير ته بېولې چي كولاب او دوشنبې ته ئې ورسوي!! تاسو به د جنگ په اور كي يوازي پرېږدي

د شورى نظار غړو ته وايو: د تېر شل كلن او حتى  25 كلن حكومت په دوران كي تاسو په تالقان، كندز، پلخمري، كاپيسا، پروان، او په ځانگړې توگه كابل كي؛ په زرگونو جريبه دولتي او شخصي زمكي غصب كړې، قصرونه، ماركيټونه، ښارگوټي... مو ځان ته جوړ كړل؛ كه د پنجشير فتنه د جگړي له لاري ختمه شي؛ نه د سولي له لاري؛ نو د دې احتمال ډېر قوي دئ چي ستاسو دغه كورونه، قصرونه، ماركيټونه او ښارگوټي مصادره شي. په خپل ځان، كورنۍ او قوم رحم وكړئ او هغوى د پرديو د گټو لپاره په يوه ناكام جنگ كي د مرگ كومي ته مه ليږئ. په پنجشير كي مقاومت ممكن نه دئ؛ د همدې لپاره شورى نظار له شوروي ځواكونو سره د دوى تر تجاوز يو نيم كال وروسته؛ اوربند وكړ، له روسي افسرانو سره ئې د گډو عملياتو معاهده لاسليك كړه، په جنوبي سالنگ او د تاشقرغان په تنگي كي ئې د شوروي قطارونو د امنيت تأمينولو دنده پر غاړه واخيستله او د حزب اسلامي مجاهدينو په خلاف ئې په اندراب، نهرين، فرخار او ورسج كي له روسي سرتېرو سره گډ عمليات پيل كړل. له همدې معاهدې وروسته د روسي ځوانكونو تر وتلو پوري د پنجشير مركز د روسانو په لاس كي وو او په امنيتي پوستو كي ئې روسي سرتېري مستقر ول خو له هيڅ لوري يو ډز هم نه دئ پرې شوى.

لكه چي نوري فتنې ختمي شوې، هيله ده د پنجشير ستونزه هم ژر پاى ته ورسېږي؛ هوښيار او بااحساس شخصيتونه ئې لاس په كار شي او له جگړي پرته مشكل حل كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟