No-IMG

د بیت الله د حجابت مسؤلیت

    مکي دوره کې یو وخت د مشرکانو مشران کعبې ته ننوتل، رسول الله ﷺ هم نیت وکړ چې ورسره ننوځي، خو د کعبې سادن او حاجب عثمان بن طلحة هغه ته اجازه ورنه کړه او بېرته یې وګرځوه! رسول الله هغه ته وویل: عثمان! یو وخت به د کعبې کیلیانې زما سره یي، چې هر چا ته مې غوښه شي ورکوم به یې. د رسول الله ﷺ دا خبره کره وختله، د مکې د فتحې شپې رانږدې شوې.

   اخیر د مکې مکرمې د فتحې ورځ راغله، رسول الله ﷺ مکې ته راغی، د کعبې کیلیانې یې راوغوښتلې، عثمان ورته راوړې، چې د بیت الله کیلې یې ورکوله عباس یا علي رضي الله عنهما ورته وویل: یا رسول الله! کیلې موږ ته راکړه، چې سقایة او حجابة دواړه زموږ سره شي. خو رسول الله ورنه کړه. چې کعبې ته ننوت دننه یې لمونځ وکړ او بېرته راووت، نو عثمان یې راوغوښت او کیلې یې ورته وسپارله او ورته ویې فرمایل چې دا کیلې به تر قیامته ستاسو له کورنۍ (آل شیبة) سره وي، یواځې ظالم واکمن به یې درنه اخلي. روایتونو کې راغلي چې دا ایت هم په دې باره کې رانازل شوی . إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا

پایله دا شوه چې رسول الله د بیت الله د حجابت او کیلي ساتنې له فضیلته ډک مسؤلیت هماغه پخوانۍ کورنۍ ته پرېښود، که څه هم هغه له ده سره ښه چلند نه و کړی. او سره له دې چې خپل تره او د تره زوی (عباس او علي) غوښتنه هم ورنه وکړه چې دا دنده هم موږ ته راکړه، خو هغه ورنه کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟