No-IMG

اخر تر کومه دا سپین سترګي؟

د سردار داودخان د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته وتښتېده ، د (ای ایس ای )او نصیرالله بابر له خوا یې روزنه وشوه ، وايي د پاکستان مخالف یو.

په پنجشېر کې یې د پاکستان په مستقیمه لمسونه د داودخان د رژیم خلاف وسلوال بغاوت وکړ ، ناکام شو ، خو وایي د پاکستان مخالف یو.

د شوروي د یرغل پرمهال یې له پاکستانه وسلې او پیسې تر لاسه کولې ، وايي د پاکستان مخالف یو.

له پېښوره نیولې تر کوټې - چتراله ، له اسلام اباده نیولې تر ایبټ اباده د رباني د جمعیت  دفترونه وو ، وايي موږ د پاکستان مخالف یو.

د پېښور په ارباب روډ کې د رباني په نامه ېوه بشپړه کوڅه او د ښار په څنډو کې د خراسان په نامه د جمعیت ځانګړی کېمپ و ، وايي د پاکستان مخالف یو.

د رباني نیم اولادونه د پاکستان تر اشغال لاندې سیمو کې پیدا شول ، د تنظیم حربي پوهنتون یې هم هلته فعال و ، وايي موږ د پاکستان مخالف یو.

د مجاهدینو په عبوري حکومت کې رباني دوه ځله د وزیر په توګه غوره شوی و، وایي د پاکستان مخالف یو.

د ډاکتر نجیب د رژيم تر سقوط وروسته هغه حکومت چې مجددی په کې د دوو،  رباني په کې د څلورو میاشتو لپاره د مشرانو او مسعود په کې د دفاع د وزیر په توګه منتصب شوي وو، په پینډې او پېښور کې جوړ شوی و ، خو بیا هم دوی وايي چې موږ د پاکستان مخالف یو.

کله چې رباني واک ته ورسېد ، نو د (ای ایس ای )مشر ؛ جنرال حمید ګل یې کابل ته دعوت کړ چې په پوځي چارو کې زما مشاور شه ، خو بیا هم وایي چې موږ د پاکستان مخالف یو.

د افغانستان پوځ د پاکستان او د همدې جمعیت تنظیم د ګډې توطيې له امله و پاشل شو ، خو ببا هم وایي چې موږ د پاکستان مخالف یو.

د مسعود پلار د پاکستان تر اشغال لاندې سیمې کې ساه ورکړه ، هملته دفن شو ، خو بیا هم وايي چې موږ د پاکستان مخالف یو.

برادران مسعود  او د مسعود زوی پاکستان ته هر وخت پټ او ښکاره سفرونه کوي ، خو بیا هم وايي چې موږ د پاکستان مخالف یو.

 پاکستان ته د مسعود د خدمت له امله د هغوی استخباراتو  په اسلام اباد کې یوه کوڅه د  مسعود په نوم ونوموله ، خو بیا هم دوی وايي موږ د پاکستان مخالف یو.

همدا اوس یو غټه ډله ستمیان او جمعیتان پاکستان ته لاړل ، چې له طالبانو سره په واک کې د شراکت لپاره پاکستان ته ننواتې وکړي ، خو بیا هم وايي چې موږ د پاکستان مخالف یو او داسې نور په سلګونو مثالونه. اوس یې دې بل اړخ ته راځو:

له شوروي سره یې د جهاد په ګرمو شپو کې تړون او اوربند وکړ ، خو بیا هم وايي چې موږ مجاهدین یو.

له شورویانو سره یې په ګډه په شمالي سالنګ او نورو سیمو کې د نورو مجاهدینو پر ضد ګډ عملیات کول ، خو ببا هم وايي چې موږ مجاهدین یو.

له شوروي ورته پټه وسله ، مهمات،  پیسې او نور امکانات راتلل ، خو ببا هم وايي موږ مجاهدین  یو.

په کولاب کې د روسي پوځیانو تر چتر لاندې  ورته پوځي اډه جوړه شوه ، خو بیا هم وايي موږ مجاهدین یو.

روسې ورته شپاړس نیم زره ملیارد افغانۍ ضرب سل ، بانکنوټونه چاپ کړل ، خو بیا هم وايي موږ مجاهدین یو.

احمد شاه مسعود ملېشو په رڼا ورځ د کابل د صرافۍ لوی مارکېټ چور کړ او بیا یې وسېزه خو بیا هم وایي موږ مجاهدین یو.

په کابل ښار کې یې د افغان هندوانو او سکانو پر عزت ډله ییز تېری وکړ ، د هغوی جایدادونه  ېې غصب کړل ، خو بیا هم وايي موږ مجاهدین یو.

 له نورو تنظیمونو سره په ګډه یې پنځه شپېته زره کابل ښاریان ووژل او اتیازره کورونه یې ړنګ کړل ، خو بیا هم وايي موږ مجاهدین یو.

قومي جنګونه یې پیل کړل او قومي تفرقې ته یې تر وروستي بریده لمن ووهله ، خو بیا هم وايي چې موږ مجاهدین یو.

کله چې د امریکا او غرب څپه را والوته ، نو رنګونه او مخونه یې نور هم بدل شول:

له امریکا سره یې تړون وکړ  چې د طالب په نامه د پښتنو کورونه بمباروه ، خو موږ په واک ساته ، بیا یې هم ځانونه مجاهدین ګڼل.

امریکا ته یې په سپینه ږیره ننواتې کولې چې ((غت غت بمونه واچوئ د ا وله واله تاثیر نه کوي )) ، بیا هم دوی مجاهدین وو.

پر کابل ښار د جهاد او مقاومت په نامه د غلو او داړه مارانو یو لښکر را شېوه شو، حکومتي او  شخصي ځمکې او جایدادونه یې غصب کړل، څلور نیم ملیونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوه چې اکثره یې د مقاومت په نامه همدې ډلې راخپله کړه ؛  یوازې په کابل ښار کې دېرش زره نومرې د پنجشېر ولسوالۍ وګړو ته ور کړل شوې او تر پنځوسو زرو زیاتو شخصي ملکیتونو باندې یې لانجې جوړې کړې. یوازې له همدې درې اولس سوو تنو نالستو او کملوستو چریکانو د جنرالۍ رتبې واخیستې، خو بیا به یې هم د جهاد او مخالفت چغې وهلې.

درې دورې عمومي ټاکنې وشوې ، درې ځله دې درې د غني او کرزي د مضر مصلحت له امله هم د جمهوري ریاست مرستیالۍ خپلې کړې ، هم یې مستقل نوماندان ودرول او هم یې د اپوزېشن دریځ هم بل چاته پرېنښود.، هم  پوره حاکمیت کې وو او هم یې د مخالفت او محکومیت چغې وهلې .په تېرو شلو کلونو کې په حقیقت کې اتیا سلنه واک همدې یوې درې سره و، خو بیا به هم قانع نه وو.

امریکایانو دې خلکو ته دومره امتیاز ورکړ چې د نړۍ تاریخ به یې بل مثال پیدا نه کړي ، خو په ورته وخت کې به دوی کله کله د امریکا پر وړاندې هم شعار ورکاوه ، بیا به یې هم ویلې چې موږ مجاهدین یو.

په تېرو شلو کلونو کې په واقعیت کې د لنډغرو پوره واکمني وه، د لنډغرو د واکمنۍ تصویر هر کال د سنبلې پر اتلسمه نېټه نندارې ته وړاندې کېده.

ظلم او وحشت دې حد ته ورسېد ، هغه کس چې باید په کورنۍ او نړیواله محکمه کې د یو جنګي مجرم او د کابل د ورانوونکي په توګه محاکمه شوی وای ، هغه ته د (( ملي اتل))  لقب  ورکړ شو.

عجیبه خبره خو دا وه چې د نظار شورا اکثرو غړو چې اوس یې د ستم رنګ اخیستی و ، همدا ویل چې : (( ما یک ملت نیستم، تاریخ ما جعل است، کشور ما جعلی است،ما افغان نیستم، ما هویت ملی نداریم)) او په سلګونه دا ډول نور تورونه او نظرونه به یې خپرول، څه عجب حالت و؛ ملت نه و ، خو ملي قهرمان یې درلود،  کلی یې نه و ، خو ملک یې و، ولس نه یې نه و ، خو ولسوال یې و!؟

دوی غوښتل چې د بهرنیانو په زور نوي مصنوعي اتلان وپنځوي. په همدې خاطر یې په ډېره سپینسترګۍ ، څه چې له لاسه کېدل ، هغه یې ترسره کړل، له کلي یې ولسوالۍ له ولسوالۍ یې ولایت او بیا یې له دې ناقانونه ولایت څخه دقدرت او جاسوسۍ یوه ځانګړې جزیره جوړه کړه. له فرانسوي  یهوده نیولې، بیا تر امریکايي، روسي، پاکستاني، ایراني او عربي جاسوسانو هر چا دلته پټ او ښکاره سفرونه کولای شول او دوی ورسره د ټول هېواد د حیثیت سودا کوله.د ډېرې خواشینۍ خبره خو بیا دا وه چې دې ډول افغان ضد حرکتونو ته (( د ملي حرکت او ملي مقاومت !)) نوم ورکول کېده.

څه سپېره او بې خونده منطق دی،؛ ملت نه مني، خو ملي دی، افغان او افغانستان نه مني خو د افغانانو د اتلانو په نوم یادېږي، د جهاد پر مهال یې ډزبندي کړې ، خو د مجاهد په نامه امتیاز اخلي،د افغانستان د تجزیې چغې وهي خو د هېواد مدافع ګڼل کېږي، تر غوږونو پورې په اخلاقي ، سیاسي او ټولنیز فساد کې غرق دي خو سپینې کوترې ګڼل کېږي، له هر خارجي سره یې د هېواد پر ضد یو ځل معامله کړې ، خو د ازادۍ سرتېري ګڼل کېږي،

دا نو بیا داسې فرښتې دي چې په ټول عمر کې یې هېڅ ګناه او خطا نه ده کړې!؟

موږ دا نه وایو چې د طالبانو په ګډون د جمعیت او نظار شورا نور مخالف تنظیمونه له ګناه اوخطا پاک دي او سپینې کوترې دي ، له هغوی سره مخالفت او یا پرې نیوکه د هر چا طبیعي حق دی، خو یوه خبره چې باید په ډاګه او زغرده وشي هغه دا ده چې هېڅ تنظیم او ډلې د جمعیت او نظارشورا په انډول د دې ولس او هېواد پښو ته تېشې نه دي نیولي، نورو تنظیمونو هم خپل ورانی کړی ، سزا یې هم لیدلې ده.خو هېڅ ډلې د دې ډلې په انډول ملي وحدت نه دی تخریب کړی او نه یې دومره سپینسترګي کړې ده ؛ د افغانستان پر ضد دومره کتابونه هېڅ ډلې نه دي لیکلي او نه یې پردیو ته دومره جاسوسي او غلامي کړې ده، لکه دې ډلې چې کړې ده.

کله چې افغانستان کې یو رښتیتنی ملي حکومت رامنځته شي، هغه وخت به د دې ډلې بوساړې باد شي، نو تر هغه وخته که څوک د دې جنایتکارې او  هېواد ضد ډلې د اعمالو غندنه نه شي کولی، په خپلې بې ځایه غوړه مالۍ او ستاینو دې د خپلې غاړې د بندولو  اسباب نه برابروي او د ملت ذهن ته دې پرازیت نه پاشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

bashir

i swear to alla h . that is right.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟