No-IMG

حکومت چلول او تعليم

که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين ډاکټران، فلسفيان او د ساينسدانانو ولسمشران ټاکل مهم ول نو.

د نړۍ پرمختللی او نړيوال ځواک پاچا به ټرمپ غوندې بې عقل سړی نه ؤ بلکې په نړيواله سطحه مشهور مفکر نوم چومسکي، کارنل ويسټ، دينيل ډانيټ، مارتا نيسبيوم. او داسې نور سلګونه امريکايي فيلسوفان، ساينسدانان، او مفکرين به پاچايان ول نه ټرمپ، بوش، اوباما، کلنټن، او جو بايډن.

که چيرې حکومت چلولو ته مفکرين، فلسفيان ډاکټران او ساينسدانان ضروري ول نو د نړۍ پر مختللي هيواد بريتانيا کې به کاومي انتوني اپيا، سيمن بليک برن او نور لسګونه ژوندي ساينسدانان او مفکرين خو پرېده، هلته لسګونه نرو ساينسپوهان، او مفکرين شته نو بيا ولې د بوريس غوندې کم عقل د بلير غوندې احساساتي ولې مشران شول .

که دا مهمه وه چې حکومت بايد ډاکټر فيلسوف او ساينسپوه وچلوي نو د هند غوندې اقتصادي هيواد به د مودي غوندې چای والا پاچا نه ؤ بلکې په هند کې د نړۍ سلګونه مفکرين، ساينسدانان، فلسفيان اوسيږي ولې هغوی د حکومت مشران نشول .

همداسې د نړۍ ستر اقتصادي ځواک چين مثال در واخلئ.

همداسې د فرانسې مثال در واخلئ چې د ماکرون غوندي کوني يې پاچا دی خو هلته ميشت سلګونه پرفيسران، ساينسدانان، فلسفيان ندي مشران.

که ډاکټران، پروفيسران، فلسفيان ساينسپوهان مهم ول نو داسې لسګونه هيوادونه شته چې وزير اعظمان یې ساده او ناپوه خلک دي لکه فرض مثال پاکستان چې هلته د زرداري غوندې سړی هم پاچا کيږي او د ممنون حسين غوندې سړی هم

زه داسې لسګونه مثالونه لرم نو هغه چې نه پوهيږي کوتک هم ورپسې را واخلې نه پوهيږی او چې پوهيږي نو هغوی هسې ځان تېر باسي

که خبر د افغانستان شي نو د افغانستان اوسنۍ کابينه له علماؤ جوړه ده .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟