No-IMG

ملي تجار او ازاد بازار

د ملي لفظ لږ تر لږه دوې معناوې لري. یوه معنی یي په ملک کې دننه ده چې د بین المللي یا نړیوال متقابل مفهوم ترې اخستل کیږي. د ملي بله معنی د وطن سره مینه ده.

لدې امله چې دلته تجاران له نورو ملکونو خوراکي مواد او نور توکې راوړي نو دوی بین المللي تجاران دي. له بلې خوا دوی تجارت د خپلو ګټو لپاره کوي او اکثره بی کیفیته توکې او خوراکي مواد وارد او په خلکو یې په لوړ قیمت پلوري. په نتیجه کې دوی په ملک دننه هم د تولید او صنعت ملا ماته کړې ده.

نو پدې اساس پدې دواړو معیارونو دوی ملي تجاران ندي.

په همدې توګه پدې ملک کې ازاد بازار, نه په واقعي توګه ازاد او  نه هم بازار دی. تجارانو او نورو له ازاد بازار نه دا معنی اخستې ده چې د دوی څه خوښه وي هغه به کوي. دوی به احتکار کوي, دوی به انحصار کوي, دوی به نرخونه تعینوي, دوی به بی کیفیته مالونه راوړي, دوی به قاچاق او فساد ته لاره جوړوي او څوک یې باید مخه ونه نیسي. داسې بازار ازاد ندی او د فساد, احتکار او انحصار په لومو کې نښتی دی.

په نورو ملکونو کې نه څوک چا ته ملي تجار وایي او نه هم بازار پدې توګه ازاد دی. راځئ چې مونږ هم لدې وروسته نه چا ته ملي تجار ووایو او نه بازار داسې ازاد پریږدو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟