No-IMG

شهید ضابط حمدالله رحیم یار

شهید ضابط حمدالله رحیم یار ژوند ته لنډه کتنه

شهید ضابط صاحب حمدالله رحیم یار دالله یارخان زوی دمولوی صاحب غلام محی الدین لمسی په قوم هوتک په کال ۱۳۴۴کی په میدان وردگوولایت دنرخ ولسوالی دبنی بادام کلی په یوه دین داره کورنی کی زیږیدلی.

 لومړنی زده کړی دبادام کلی په ښونځی کی په لومړی درجه ترسره کړی په کال ۱۳۶۲ کی دسپڅلی جهاد پاکو لیکو ور ودانگلا او دسرو لښکرو په ضد یی جهاد شروع او دخپل گران هیواد دأزادی نه ستړی کیدونکی حلیه ځلی وکړی اوبیایی دښمن دجنگی تخنیک دفعه لپاره لوړو نظامی زده کړو ته دحزب اسلامی دجهاد په پوهنتون کی ادامه ورکړه.

 له فراغت وروسته دجهاد تو دو کرښو ته ورگرځید او خپل پاک جهاد ته ادامه ورکړه او لوی پکتیا دسپینه شګی دمجاهدینو دتوپچی ګنډک دقومندان په حیث دنده ترسره کوله او بیا دحزب اسلامی افغانستان دامیرصاحب حکمتیار له خوا دلشکر حیصار د دافعه هوا ګنډک قومندان وټاکل شو.

 په کال ۱۳۶۹  دهغه وخت کمونستی ریجم دقوا لخوا دلوگر ولایت دپل علم په ساحه سخت ټپی شو دلوی خدای فضل کرم روغ شوه بیاپه کال ۱۳٨۰ کی چی کله صلبی قواوی په افغانستان یرغل وکړو دخپلو متحدو اوپاکو مجاهدینو سره یوځای دجهاد دو سنګرو نو ته ور ودانګل.

 اوخپلی پاکی مبارزیته ادامه ورکړه چی په څو خطر ناکو عملیاتو کی ګډون وکړو چی په پایله کی ګڼ شمیر صلبی عسکر دی دوزخ کنده ته ولیژل اوګڼ زغروال ټانگونه ورته ویجاړ کړل چی نو موړیو عملیاتو کار نامه په یاد ولایت کی دیو غازی شخصیت په نامه ثبت دی.

 اوپه کال ۱۳٨۹  وږی په  ۲۳  مه نیټه دسه شنبه ورځ دسهار په لسوبجو دامریکایی بی پیلوټه الوتکی لخوا دحزب اسلامی یوجهادی سنگرکی د۴۵ کلو په عمر دشهادت لوړمقام ته ورسید روح دی ښاد یاد تل پاتی وی.       

انا الله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟