No-IMG

تجربه په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!

محمد ظاهر عمار

 

دکتور سلمان العودة يو سعودي مفکر او فقيه دی. خورا خوندور ليکل يې کړي. اوسمهال د سعودي شاهي کورنۍ د سياستونو د نقد او د نوي مسلمان نسل د شعوري بيدارۍ په جرم د سعودي چارواکو تر عتاب لاندې په کورني نظربندۍ کې شپې ورځې تېروي. زما يې يوه خبره نهايت ډېره خوښه شوې او اکثر يې ملګرو ته وايم. دی وايي:

تجربه په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!

موږ د خپل ژوند ډېر کارونه، دريځونه او پرېکړې د همدې قاعدې په تله تللی شو. د دې قاعدې مفهوم دا دی چې له نوښت، بدلون، متفاوت فکر او عمل کولو، د خلکو له تنقيد او ناکامۍ بايد ونه وېرېږو. کلاسيک ذهنيت او عمل يا زموږ په عامه اصطلاح زوړ ملا، زړې تراوېح هېڅ درد نه دوا کوي. انسان ته بويه په فکر او عمل کولو کې تنوّع پذيره وي او د نويو شيانو له تجربه کولو ونه وېريږي ځکه تجربه د علم مور او نچوړ دی او په هر حال بريالۍ ده، پايله چې يې هر څه وي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟