No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

: ‏طالبان در یک اعلامیه می‌گویند که اظهارات مقام‌های وزارت دفاع امریکا مبنی بر حضور نام‌های حقانی و شمار دیگری از اعضای طالبان در فهرست سیاه امریکا نقض توافق‌نامه دوحه است.

: ‏براساس گزارش خبرگزاری رویترز، طالبان توافق کرده‌اند که شهروندان امریکا و کشورهای دیگر که در افغانستان مانده‌اند می‌توانند از افغانستان خارج شوند. قرار است ۲۰۰ تن از شهروندان امریکا و کشورهای دیگر امروز از میدان هوایی کابل منتقل شوند.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د خدماتو د ارائیې او دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو خو د افغانستان بډای ټولنیز جوړښت ته په کتو ,د ښځو په  ګډون د هیواد هر  وګړی په حکومت او واکمنۍ کې د ګډون او ولس ته د خدمت حق لري.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي له تاریخي ورځو او ملي شخصیتونو یادونه د افغانستان افتخاراتو ته درناوی دی.

حامد کرزي د سنلې ۱۸مې او د شهید اونۍ په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د ملي ارزښتونو په ساتنې ټینګار کړی او د ملي یووالي ټینګښت یې د افغانستان د خلکو د بریالیتوب راز بللی دی.

: ‏وزارت امور داخله می‌گوید که پس از این مردم نباید بدون هماهنگی با نهادهای امنیتی و عدلی تظاهرات بکنند.

: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته رسیدلی او د کابل هوایي ډګر کې یې له ذبیح الله مجاهد سره ګډ خبري کنفرانس کې ددغه ډګر د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ چې نړیوالو الوتنو ته آماده شوی دی، واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دا د قطر د بهرنیو چارو د وزیر څلورم سفر دی چې کابل ته یې کوي.

: ‏د کندهار ښاروال نن ددغه ښاروالۍ د کارکوونکو په ملتیا ښار کې د پاکارۍ یو لوی حشر پیل کړی چې د ښار ګڼو سیمو ته غزیدلی او ویلي یې چې د ښار د پاکۍ لپاره به دا حشر جاري ساتي.

: ‏طالبان وایي افغانستان به په سیمه کې د اتصال رامنځ ته کېدو سبب شي. د قطر دفتر غړي سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د چین په ګډون له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي.

: ‏نن د سنبلې ۱۸ د احمدشاه مسعود د وژل کیدو له شلمې کلیزې سره برابره ده،تیرو شلو کلونو کې د افغانستان جنتري کې دغه ورځ هیواد کې عمومي رخصتي وه او دا ورځ په ټول هیواد کې نمانځل کیده،خو نن کابل کې دولتي مامورین د خپلو دندو پر لور روان دي او عمومي رخصتي نشته.

: ‏امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني چې خپله په ستر مالي فساد هم تورنه ده په یوه تازه مرکه کې یې ویلي چې د غني په مشرۍ تیر حکومت یو شرمیدلی فاسد حکومت او دا فساد د حکومت او ملت تر منځ یو ستر دیوال وو،نوموړې ویلي له افغانستان د غني ناګهانه وتلو هم سخته شرمولې یم.

: ‏د حامد کرزي په نوم هوایي ډګر بېرته د کابل هوايي ډګر په نوم ونومول شو.

له  تېرو څو  کلونو راهېسې د کابل نړیوال هوايي ډګر د حامد کرزي د نړیوال هوايي په نوم یادیده.

اخوا بیا خواله رسنیو کې د طالبانو دغه  اقدام ته ضد نقیض نظرونه ورکړل شوي.

: ‏هرات: د ملا عبدالمنان نیازي پر مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې اسلامي امارت سره بیعت اعلان کړ.

: ‏یونیسیف د افغانستان په لویدیځ ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړی.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه طی یک پیام ویدئویی برای سمپوزیوم «دریای جزایر و مشکلات روابط همسایگی با یونان» اذعان داشت: از همسایه خود یونان انتظار داریم که به حقوق و منافع ما احترام گذاشته و از اقدامات یک جانبه اجتناب کند.

اردوغان ضمن انتقاد از عدم همکاری جامعه جهانی با ترکیه در خصوص بحران پناهجویان گفت: دریای اژه که نیاکان ما آن را "دریای جزایر "می‌نامیدند، یکی از حوزه‌های فرهنگی مشترک بشریت است که در طول تاریخ در محل تلاقی تمدن‌ها بوده؛ در حالی که این دریای زیبا که در وصف آن اشعار سروده و ترانه‌ها خوانده شده باید نمادی از همکاری و صلح باشد، اما متأسفانه در سال‌های اخیر با فجایع انسانی مواجه شده است.

:اتحادیه_اروپا: دولت موقت طالبان به وعده‌های خود عمل نمی‌کند.

: ‏افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي، پاکستان افغانستان ته له خوراکي توکو او درملو ډکې درې الوتکې لېږي.

هغه ويلي، افغانستان سره به د پاکستان بشردوستانه مرستې راتلونکو اونيو کې هم دوام وکړي.

ټاکل شوې، چې له خوراکي توکو او درملو بار يوه الوتکه نن کابل ته راورسېږي.

: ‏د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې ویلي، که طالبان افغانستان کې د کرېکټ ښځینه لوبغاړو مخنیوی وکړي، دوی به د افغانستان  ملي ټیم سره اعلان شوې ټیسټ لوبه، چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې په ۲۷مه نيټه ترسره شي، لغوه کړي.

: ‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان افغانستان کې د طالبانو د نوي جوړ شوي حکومت جوړیدو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې نوی موقت حکومت د خلکو د هوسایی لپاره اړین اقدامات وکړي، سعودي ویلي چې مونږ د پخوا په څیر د افغانستان تر څنګ ولاړ یو.

: ‏اندونیزیا کې په زندان کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنه په پلازمینه جاکاراتا کې په یوه لوی زندان کې رامنځ ته شوې چې اکثریت زندانیان یې د ترهګریزو کړنو او نشه يي توکو د قاچاق په جرم بندیان دي.

: ‏د سیاسي چارو یو نامتو بریتانوي شنونکي او د پولیټیکس فیرسټ په نامه د مجلې بنسټګر مارکوس پاپادوپولوس وایي چې امریکا او بریتانیا هڅه کوي چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د نورو هېوادونو نظرونه معلوم کړي او ښایي تر نورو هېوادونو وړاندې یې دوی په رسمیت وپېژني.

: ‏سپینې ماڼۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دورې له اتلسو چارواکو غوښتي چې استعفا ورکړي. راپورونه وایي چې بایډن له یادو ټولو اتلسو کسانو غوښتي دي چې په خپله خوښه استعفا ورکړي کنه له دندو به وشړل شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دې خبر پخلی کړی دی.

: ‏د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین خبرداری ورکړی، چې "کېدای شي، القاعده بیاځلې افغانستان ته راستنه شي، خو امریکا له طالبانو تمه لري، چې داسې څه و نه‌شي."

: ‏د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، د چین بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د سرپرستې کابینې د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا چاره افغانستان کې ټیکاو سره مرسته کوي.

: ‏سفیر پاکستان در افغانستان می‌گوید که پاکستان سه هواپیما حامل کمک‌های بشردوستانه به افغانستان می‌فرستد و اولین هواپیمای حامل مواد غذایی و صحی امروز در میدان هوایی کابل نشست کرد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟