No-IMG

حکمتيار: حزب اسلامي افغانستان د سرپرست کابينه ملاتړ کوي

متن خطبه روز (جمعه 19 سنبله 1400( محترم حکمتيار

 

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَإِذۡ قُلۡنَا ٱدۡخُلُواْ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةَ فَكُلُواْ مِنۡهَا حَيۡثُ شِئۡتُمۡ رَغَدٗا وَٱدۡخُلُواْ ٱلۡبَابَ سُجَّدٗا وَقُولُواْ حِطَّةٞ نَّغۡفِرۡ لَكُمۡ خَطَٰيَٰكُمۡ ۚ وَسَنَزِيدُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٥٨ فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ قَوۡلًا غَيۡرَ ٱلَّذِي قِيلَ لَهُمۡ فَأَنزَلۡنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ ٥٩  البقره: 58-59  صدق الله العظيم

الله تعالى د بني اسرائيلو په اړه فرمايي:

او هغه وخت چي دوى ته مو وويل: دې كلي ته ننوځئ، نو له هرځايه ئې چي غواړئ پرېمانه او تازه تازه وخورئ او له سجدې سره په دروازې ننوځئ او وايئ: رېژونه (د گناهونو معافي غواړو)، چي خطاگانى مو دروبخښم او ژر به ئې نېكانو ته زيات كړم. [59]- خو د دوى ظالمانو د هغي وينا په عوض كي چي ورته ويل شوې وه بله وينا خپله كړه، نو په ظلم كوونكو مو له دې كبله له آسمان د اضطراب عذاب نازل كړ چي فسق ئې كاوو.

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني مومو:

بني اسرائيلو ته وويل شو چي پر دښمن بريد ته چمتو شئ، خو دې ته مو پام وي چي د بريا او فتحي له امله مغرور نه شئ، مفتوحه سيمو ته د مغرورو فاتحانو په څېر داخل نه شئ، د دوى ويناوو ته ورته ويناوي مو په ژبه رانشي او برياوي د خپل تدبير او د خپلو مټو د زور نتيجه ونه گڼئ. برعكس الله ته د مطيع او ساجد بنده په څېر داخل شئ او له الله د خپلو گناهونو او اشتباهاتو معافي وغواړئ. خو دوى په خپلي بريا مغرور شول او د ظالمو او فاسقو فاتحانو كړه وړه او وينا ئې تكرار كړه، له همدې امله هغه له بريا او فتحي ترلاسه شوې خوشحالي، سكون او اطمئنان ئې بېرته په اضطراب او پرېشانۍ بدل شو.

په دې بيان كي د الله د لاري مجاهدينو ته ډېري مهمي لارښووني شوې؛ له برياوو او فتوحاتو وروسته له كبر او غرور ځان وساتئ، د نيول شوو سيمو له اوسېدونكو سره د مغرورو فاتحانو سلوك مه كوئ، دا ستاسو فتح په اضطراب او ماتي بدلوي.

وروڼو خوېندو!

طالبانو نوې اداره اعلان كړه، دا يو ضروري او عاجل كار وو، بايد د حكومت نشتوالي تشه ډكه شوې وى، د تركيب په څرنگوالي ئې د ځينو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري؛ لږ او زياتي نيوكي او اعتراضات شوي؛ د طالبانو ځواب دا دئ چي په دې كي به حتماً او ژر مثبت تغييرات راځي. حزب اسلامي په مجموع كي د وروستي بدلون حمايت كړى، د خير په هر كار كي له نوې ادارې سره مرستي او تعاون ته چمتو دئ، د طالبانو دا دريځ هم مثبت او رغنده ارزوي چي نوې اداره په عاجله توگه جوړه شوې او د ولس غوښتنو او ملاحظاتو ته په پام سره به مناسب او مثبت تغييرات په كي راځي. ټولو افغانانو ته بيا وايو چي د دې مثبتو بدلونونو حمايت وكړئ، نوې ادارې ته فرصت وركړئ، د شرخوښو مخه ونيسئ، مه پرېږدي د پريديو كرايي جنگيالي يو ځل بيا د بل جنگ اور بل كړي.

وروڼو خوېندو!

ما د مبارزې له پيل تر نن پوري؛ په تېرو 53 كلونو كي؛ يولس حكومتونه او ډېري كابينې ليدلي؛ د ظاهرخان، سردار داؤد، تركي، امين، كارمل، نجيب، رباني، كرزي او اشرف غني او د طالبانو لومړى او دا دئ دوهم حكومت ئې؛ كه د دې  نوي حكومت كابينه او تركيب ئې له مخكينيو سره مقايسه كړو؛ نو يقيناً چي دا تر مخكينيو له څو پلوه ارجح برېښي: مخكيني په بهر كي جوړ شوي، د جاسوسانو او پرديپالو ځالي وې، كمونستان، سيكولران، ملحدين او ستر ستر مفسدين ئې د كابينو غړي ول، مشران ئې ديني او ملي ارزښتونو ته نه يوازي هيڅ تمكين او التزام نه درلود بلكي هر څه او ټول ارزښتونه ئې د پرديو په پښو كي ذبح كړي، د نادرخان او ظاهرخان پنځوس كلن حكومت د يوې كورنۍ او قبيلې حكومت وو، د كمونستانو اقتدار د كي جي بي د روزل شوو جاسوسانو حكومت وو، د رباني حكومت له كمونستانو سره ائتلافي حكومت وو او اقتدار ټول د شورى نظار او پرچميانو په لاس كي وو، د كرزي او اشرف غني حكومتونه د سيكولرانو، كمونستانو او شورى نظار گډ حكومتونه وو چي د مسكو او واشنگټن په خوښه جوړ شوي؛ د اشغال زېږنده او لاسپوڅي وو، هغه څوك پر دندو گمارل كېدل چي يا دوه تابعيته وو، يا په غربي انجيوگانو كي ئې د كار مخينه درلوده، په انگرېزي پوهېدو؛ اسلام ته ئې نه ژمنتيا درلوده او نه درناوى.

خو په اوسنۍ موقتي ادارې كي هغه څېرې وينو چي د ناټو خلاف جنگېدلي، زندانونه ئې گاللي، له بگرام او پلچرخي علاوه په گوانتانامو كي ساتل شوي او كلونه كلونه ئې په زندانونو كي تېر كړي. همدې ته په پام سره؛ او دا چي نن جگړه پاى ته رسېدلې، بهرني ځواكونه وتلي، د اشغالگرانو له لوري تپل شوى نظام او د پرديپالو سلطه او واكمني نسكوره شوې او د اقتدار د مستقلو جزائرو ټغر ټول شوى؛ نو ځكه د دې ادارې د مخالفت پر ځاى دا غوره گڼو چي د تعاون لاس وركړو او د ستونزو په حل كي ئې مرسته وكړو. هغه هم په هغو مواردو كي او هغه مهال چي دوى په خپله د مرستي او تعاون ضرورت إحساس كړي

وروڼو خوېندو!

د پنجشير جنگ نه د پنجشير د مؤمن ولس جنگ وو او نه د پښتون او تاجك جنگ؛ همدا اوس د پنجشير والي او نور مسئولين له پنجشيريانو ټاكل شوي نه له پښتنو.

دا د اشغال د بقاياوو او د يوه داسي منفور ټولي جنگ وو چي مظلوم پنجشيريان ئې يرغمل كړي او د پرديو په وينا او د هغوى د گټو لپاره ئې جنگولي.

په تېرو شلو كلونو كي په ټول پنجشير كي نه يوازي د اشغال او اشغالگرانو په ضد نه وسله وال حركت او عمليات شوي او نه اظهارات؛ كه چا څه كړي او ويلي نو ډېر ژر ترور شوى؛ بلكي د مظلومو پنجشيريانو زامن د همدغو مفسدينو، وطن پلورونكو او سيكولرانو له لوري د اشغالگرانو په امر او د هغوى د گټو لپاره د هېواد په گوټ گوټ كي د مجاهدينو او آزادي غوښتونكو په خلاف جنگول شوي؛ هره ورځ گڼ شمېر جنازې پنجشير ته انتقال شوې.

 د شوروي اشغال په دوران كي هم؛ د پنجشير مجاهدينو په ابتداء كي د اشغالگرانو په ضد په قيام كي فعاله برخه واخيستله؛ خو كله چي دغه سپېرې او وطن پلوري خائني څېرې پر پنجشير مسلط شول او وتوانېدل د مجاهدينو اغېزمن قومندانان ترور كړي؛ په 1359 هـ ش كال (1980 م) د شوروي ځواكونو له تېرې نږدې يو نيم كال وروسته په 1361 كال كي دوى له شوروي ځواكونو سره د اوربند تر پوښښ لاندي داسي تړون وكړ چي له مخي ئې شورى نظار د شوروي قطارونو د امنيت تأمينولو ژمنه وكړه؛ د كابل حيرتان سړك په اوږدو كي شورى نظار دوه ځايونو كي كمزورى حضور درلود؛ جنوبي سالنگ او د تاشقرغان تنگي كي؛ دلته د شوروي قطارونو د خوندي تېرېدو او پر دوى د مجاهدينو د عملياتو او بريدونو د مخنوي دنده همدغو پر غاړه واخيستله او په بدل كي ئې له شورويانو وسائل، پيسې، خوراكي توكي، جمپرونه او بوټونه ترلاسه كول. د حزب اسلامي په خلاف گډ عمليات د همدې معاهدې محوري بند وو؛ د همدغو دوو سيمو په شمول؛ په اندراب، نهرين، اشكمش، فرخار، ورسج او د پنجشير گاونډ سيمو كه د حزب اسلامي خلاف گډ عمليات ترسره شوي.

په دې اوږدې مودې كي؛ له 1361 تر 1367 پوري چي آخري روسي سرتېرى له افغانستان ووت؛ روسي ځواكونه په پنجشير كي مستقر وو او د شورى نظار له لوري نه يوازي پر دوى هيڅ عمليات نه دي ترسره شوي بلكي د مجاهدينو د عملياتو مخه ئې هم نيولې.

وروڼو خوېندو!

أمريكا، بريتانيا، فرانسه او إسرائيل هڅه كوي په افغانستان كي د يوه بل جنگ اور بل كړي. پنجشير او شورى نظار او د پرځېدلي لاس پوڅي حكومت ځيني لنډغر ئې د دې شيطاني موخي لپاره استخدام كړي؛

دا چي امريكايانو د تجاوز په لومړيو كي له پنجشير پرته ټول ولايتونه او هستوگن ئې خلع سلاح كړل؛ پنجشير ته ئې د نجيب د فوځ انتقال شوې ټولي درنې وسلې او مهمات او نور نظامي تجهيزات او توكي ئې هملته پرېښودل؛ د امريكايى سرتېرو تر وتلو وړاندي ئې په سلگونو هاموى، رينجري، توپونه او ټاكونه پنجشير ته انتقال كړل، بسم الله پنجشيري ئې د وزير دفاع په توگه وټاكلو او هغه هم په خلاص لاس پنجشير ته 17 هيليكوپتري او نور نظامي تجهيزات انتقال كړل، ... دا ټول د همدې خبيثي او شيطاني منصوبې مطابق او د امريكايانو په امر او موافقه ترسره شوي.

أمريكا اوس غواړي د خپلي شرمېدلي ماتي غچ له افغانانو واخلي، د يوه بل جنگ پيلولو هڅه كوي، امريكايي سناتور ليندزي گراهام وايي: په افغانستان كي د كورنۍ جگړي احتمالات زيات شوي، له پنجشير سره مرسته وكړئ او په رسميت ئې وپېژنئ!! أمريكا بايد افغانستان ته بېرته ستنه شي، همغسي چي عراق او سوريې ته بېرته ستنه شوه!!

د دې شيطنتونو معنى دا ده چي دوى د افغانستان د تجزيې پلان درلود او لري ئې؛ له شورى نظار او پرچميانو ئې د يوې سپېرې وسيلې په توگه كار اخيستى.

اوس هم همدا هېوادونه دي چي د هري فتنې او شرارت تر شا د دوى لاس دئ؛ كه د دوى سفارتونه بيا او بلاقيد و شرط فعال شي دا به د شرارت په فعالو مراكزو بدلېږي؛ د دغو هېوادو سفارتونه بايد يوازي هغه مهال په مشروطه توگه او محدوده پيمانه د فعالېدو اجازه ترلاسه كړي چي دوى له شرارتونو د لاس اخيستلو ژمنه وكړي، هغه فراريان افغانستان ته مسترد كړي چي په جنگي جناياتو تورن دي، هغوى چي هر يوه ئې په سلگونو مليونه ډالر له ځان سره وړي او د همدغو هېوادو په بانكونو كي ورته ساتل كېږي؛ دا ټول غارت شوي مبالغ بايد افغانستان ته مسترد شي.

عزيزانو!

پرون د سنبلې اتمه وه، د امريكايي اشغال په شلو كلونو كي به هر كال په همدې ورځ يو شمېر بې فرهنگ، بداخلاق او وحشي اوباشان، له وسلو او حكومتى او شخصي گاډو سره؛ د كابل سړكونو ته راوتل، هر لوري ته به ئې هوائي ډزي كولې، لسگونو ښاريانو ته به ئې مرگ ژوبله اړوله، بدمعاشي به ئې كوله، د جمهور رئيسانو او د دوى د رقيبو ډلو مشرانو عكسونه به ئې يا څيرل او يا به ئې ډزي پرې كولې، همدغو سپكو او سپېرو بدمعاشيو ته به ئې د مسعود د تلين لمانځلو نوم وركولو؛ مسئولينو به نه يوازي د دوى مخه نه نيوله بلكي دې شرارتونو ته به ئې هڅول او هغه به ئې ستايل؛ الحمد لله چي د كابل ښاريان د دغو اوباشانو له رذالتونو وژغورل شول. اوس وضعيت داسي دئ چي آبله ورځ په كابل كي ځينو وسله والو د پنجشير د فتحي غير حقيقي خبر په اورېدو سره د خوشحالۍ ډزي وكړې؛ يو شمېر ښاريان شهيد او ژوبل شول؛ د طالبان مشرانو په كلكو ټكيو وغندل او يو شمېر ئې ونيول؛ گواښنه ئې وكړه چي كه څوك له دې وروسته بيا داسي كار وكړي نو سخته سزا به وركړى شي، ومو ليدل چي د پنجشير د نيولو د رښتيني خبر په اعلان سره هيچا د خوشحالۍ ډزي ونه كړې.

مسئولينو دا هم په مكرره توگه وويل چي ځينو غيرمسئول افرادو خلك ځورولي او شخصي وسلې او وسائط ئې ترې اخيستي؛ خو د طالبانو مشرانو دا كار وغندلو، هغوى ئې غير مسئول افراد وگڼل او په كلكه ئې د هغوى مخنيوى وكړ.

وروڼو خوېندو!

له افغانانو سره د شخصي وسلو شتون هم يوه مهمه قضيه ده چي ايجابوي په دقت، تأني، حكمت او ايماني فِراصت سره ئې په اړه لازم او د إسلامي اصولو په رڼا كي مناسب إجراءات وشي. ځيني داسي انگېري چي له ټولو افغانانو د وسلو راټولول به د امنيت په تأمين كي مرسته وكړي!! دا نه يوازي يوه سطحي او د مصلحت خلاف انگېرنه ده بلكي د إسلامي لارښوونو خلاف هم ده؛ له ولس د دوى شخصي وسلې په زور اخيستل هيڅ شرعي توجيه نه لري، زموږ د هېواد او د دې سيمي امنيتي وضعيت داسي دئ چي د افغانانو خلع سلاح كول به يوه لويه او نه جبرانېدونكې اشتباه او د هغو دښمنانو په گټه اقدام وي چي په كمين كي دي او غواړي پر افغانانو يوه بله جگړه تحميل كړي. د اوسني وضعيت غوښتنه دا ده او دې ته ضرورت لرو چي له ټول ملت رضاكار فوځ جوړ كړو، عام ولس؛ په ځانگړې توگه هغه مجاهدين چي اسلام او ملت ته ژمن دي او د اشغالگرانو په ضد جنگېدلي؛ نه يوازي دا چي د دوى له خلع سلاح كولو بايد او حتماً ډډه وشي؛ بلكي مزيد تجهيز او د دفاع لپاره چمتو كړى شي؛ موږ اوس نه منظم فوځ لرو او نه دومره مالي إمكانات چي فوځ جوړ او اكمال كړو؛ مجبور يو چي ملت د دفاع لپاره چمتو كړو؛ يوازي هغه بايد خلع سلاح شي چي د اشغالگرانو له لوري استخدام او د ملت په ضد جنگول شوي؛ د دوى خلح سلاح او خلع قدرت هم د عقل تقاضى ده او هم د ايماني فِراصت

عزيزانو!

د مولوي أبو عبيدالله متوكل او د ده د زوى سفاكانه وژنه يوه خونړۍ او دردونكې فاجعه وه، هر مؤمن أفغان پرې سخت دردېدلى او غمجن شوى؛ په داسي پېښو كي به حتماً د هغو لاس وي چي غواړي زموږ هېواد كي د جگړي اور مشتعل پاته شي، او دې جگړي ته يا قومي او يا مذهبي رنگ وركړي؛ نوې اداره دي په خپلي دې ژمني ژر عمل وكړي چي قاتلان به ئې راپيدا كوي او د شريعت مطابق به ئې مجازات كوي. د شريعت له مخي د باصلاحيته محكمې او عادل قاضي له پرېكړي پرته هيڅوك د هيڅ انسان د وژلو او حتى په يوې لښتي د وهلو حق نه لري؛ قاتل او متعدي چي هر څوك وي هغه بايد قصاص شي. اسلام خپل سري نه مني؛ د ژوند په هري برخي كي قانون پلي كوي او هر فرد قانون ته په تمكين او التزام مكلف كوي؛ اسلام وايي: كه يو كس خپله مېرمن له چا سره د بدفعلي په حالت كي ومومي؛ نو هغې ته د سزا وركولو هره پرېكړه به دى په خپله نه بلكي قاضي كوي!! په دې اړه د قرآن وينا ډېره څرگنده ده.

الحمد لله چي اوس اشغال پاى ته رسېدلى، د سيكولرانو، ملحدينو، كمونستانو او منافقينو مزدور او مفسد تپل شوى حكومت نسكور شوى، په ټول هېواد كي د جنگ اور مړ شوى او افغانانو ته دا موقع په لاس ورغلې چي د پرديو له حضور، فشار او گواښ پرته د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړ كړي او خپل معتمد او اهل واكمن غوره كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟