No-IMG

حکمتيار: أمريكا، بريتانيا، فرانسه او إسرائيل په افغانستان كي د يوه بل جنگ هڅه کوي

أمريكا، بريتانيا، فرانسه او إسرائيل هڅه كوي په افغانستان كي د يوه بل جنگ اور بل كړي. پنجشير او شورى نظار او د پرځېدلي لاس پوڅي حكومت ځيني لنډغر ئې د دې شيطاني موخي لپاره استخدام كړي؛

دا چي امريكايانو د تجاوز په لومړيو كي له پنجشير پرته ټول ولايتونه او هستوگن ئې خلع سلاح كړل؛ پنجشير ته ئې د نجيب د فوځ انتقال شوې ټولي درنې وسلې او مهمات او نور نظامي تجهيزات او توكي ئې هملته پرېښودل؛ د امريكايى سرتېرو تر وتلو وړاندي ئې په سلگونو هاموى، رينجري، توپونه او ټاكونه پنجشير ته انتقال كړل، بسم الله پنجشيري ئې د وزير دفاع په توگه وټاكلو او هغه هم په خلاص لاس پنجشير ته 17 هيليكوپتري او نور نظامي تجهيزات انتقال كړل، ... دا ټول د همدې خبيثي او شيطاني منصوبې مطابق او د امريكايانو په امر او موافقه ترسره شوي.

أمريكا اوس غواړي د خپلي شرمېدلي ماتي غچ له افغانانو واخلي، د يوه بل جنگ پيلولو هڅه كوي، امريكايي سناتور ليندزي گراهام وايي: په افغانستان كي د كورنۍ جگړي احتمالات زيات شوي، له پنجشير سره مرسته وكړئ او په رسميت ئې وپېژنئ!! أمريكا بايد افغانستان ته بېرته ستنه شي، همغسي چي عراق او سوريې ته بېرته ستنه شوه!!

د دې شيطنتونو معنى دا ده چي دوى د افغانستان د تجزيې پلان درلود او لري ئې؛ له شورى نظار او پرچميانو ئې د يوې سپېرې وسيلې په توگه كار اخيستى.

اوس هم همدا هېوادونه دي چي د هري فتنې او شرارت تر شا د دوى لاس دئ؛ كه د دوى سفارتونه بيا او بلاقيد و شرط فعال شي دا به د شرارت په فعالو مراكزو بدلېږي؛ د دغو هېوادو سفارتونه بايد يوازي هغه مهال په مشروطه توگه او محدوده پيمانه د فعالېدو اجازه ترلاسه كړي چي دوى له شرارتونو د لاس اخيستلو ژمنه وكړي، هغه فراريان افغانستان ته مسترد كړي چي په جنگي جناياتو تورن دي، هغوى چي هر يوه ئې په سلگونو مليونه ډالر له ځان سره وړي او د همدغو هېوادو په بانكونو كي ورته ساتل كېږي؛ دا ټول غارت شوي مبالغ بايد افغانستان ته مسترد شي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟