No-IMG

د شېرشاه سکه روپۍ

شېرشاه له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله.

 شېرشاه چي ډېر کلونه د جایګیرداری چارو ښه تجربه تر لاسه کړې وه، په خپله واکمنۍ کي وکولای سو چي په بزګرو د استبداد کچه را ټيټه او سوداګریزو راکړي ورکړي معیار په [روپی] وټاکل سو، او هر عسكر ته به تنخواګاني په خپل وخت ورکول کېدې چي هغه وخت ئې درې روپۍ تنخوا وه.

تاريخونه ليکي چي د شېرشاه سکه د سپينو زرو، سرو زرو او پيتلو په شکل وې، او د هري سيکې بيه مالومه وه، او د سيکې نوم يې روپۍ کېښود چي اوس هم په هندوستان، سرلنکا، مالديپ، انډونيشيا او پاکستان کي په دغه نوم ياديږي.

نامتو هندي مورخ ډاکټر دوست محمد خان په خپل کتاب ’سکوں کی کہانی اور ہمارے محاورے‘ کي ليکي:

"روپۍ لفظ د پخواني سنسکريټ ژبي دئ چي [اومې اوسپني] ته وايي، او دغه نوم پخپله شېرشاه پر کښېښود، هغه امر وکړ چي له روپۍ ماسېوا بل څه [زر، طلا، او نور]نه چلېږي او هر حاکم اړ دئ چي خلګو ته تنخوا په همدې روپۍ ورکړي، د هندوستان خلګ اوس هم روپۍ سپېڅلي ګڼي او پخواني پټان ته ئې منسوبوي"

منشی سید احمد مرتضیٰ په’صولت شیر شاہی‘ کي ليکي:

"د شېرشاه سوري په سکه کي په عربي او هندي د څلورو خلفا نومونه [حضرت ابوبکر، حضرت عثمان، حضرت عمر او حضرت علی، رض]نومونه او منځ کي"سری سر ساہی"ليکل سوی چي په هند کي تر ټولو له تعصب څخه خلاصه سکه ګڼل کېږي"

هغه په خپله دوره کي پښتنو ته زيات کاروکړ، تر څو وکولاى سي پښتانه د غرونو راکښته او د هند په حاصل ورکونکي مځکو کي يې ميشت کړي. په دې موده کي يې په هندوستان کي د سړکونو، ډاک او ټيکس نظام رواجولو ترڅنګ په لومړي ځل په هند کي د سيکې بنسټ هم کښېښود. نوري سکې کامنټ کي...

The Journey of Indian Rupee

Sher Shah Suri goes down into the history as a major influential figure having brought the Mughal applecart to a grinding halt and introducing multiple administrative reforms.

However his most lasting legacy would be the popularization of Rupiya coinage which replaced the then prevalent tanka. The word rupiya came from Sanskrit and meant 'wrought silver'. He standardized the weight to 11 gms of silver and minted a huge number of coins.

 While the silver coinage of Guptas was called rupaka as well but the credit for its standardization which continued for centuries goes to Sher Shah

The term rupiya was used by him for the first time as well ( probably ) which became Rupee in British age

The system stuck and was continued by the Mughals, the British , the Portugese, and eventually the independent republic of India

Today the rupee is the official currency of India, Pakistan, Nepal, Indonesia , Bhutan, Sri Lanka etc

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟