No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: انجنیر ‏گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی افغانستان، روز جمعه پشتیبانی‌اش را از کابینه سرپرست امارت اسلامی افغانستان اعلام کرد و گفت که وی آماده است با طالبان کار کند. وی همچنان از شهروندان کشور، به ویژه از هوادارانش، خواست که از حکومت طالبان پشتیبانی بکنند.

: ‏د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخوا، العربي تلویزون ته ویلي:

«مونږ د اصولو په چوکاټ کې د بیان په ازادۍ باور لرو. په ابتداء کې خامخا ستونزې وي. خو مونږ د هغې پیښې څیړنه پیل کړې چې خبریالان د مظاهرو د خبري پوښښ پرمهال د فزیکي برخورد سره مخ شوي وو»

: ‏د اسلامي‌ نظام، حجاب او د زده کړو لپاره د نوي‌ حکومت له پروګرامونو د ملاتړ په موخه سلګونه ښځې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې.

د ناستې ګډونوالو په تحصیلي بنسټونو کې له غیرمختلط‌ سیسټم ملاتړ کړی.

: ‏د ولسمشر غني له تېښتې وروسته د گڼ شمیر چارواکو تیښته.

 د حکومت او ملي شورا غړي په بیلایو هیوادونو کې په بد وضعیت کې لیدل شوي.

. همدارنگه د غنی د ټیم ځینې نږدې کسان بیا په متحده ایالاتو کې په رستورانتونو کې له خندا ډکه خوله لیدل کیږي.

: ‏سازمان گزارشگران بی‌مرز به طلوع‌نیوز تأیید می‌کند که از سال ۲۰۰۱ تا کنون دست‌کم ۱۰۰ خبرنگار به شمول ۱۶ خبرنگار خارجی در افغانستان جان داده‌اند، ۶۰ رسانه مورد حمله قرار گرفته و تخریب شدند و صدها تهدید در برابر خبرنگاران و رسانه‌‌ها به ثبت رسیده است.

: ‏افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي، چې په بشري مرستو بار د پاکستان یوه الوتکه نن د خوست په هوايي ډګر کې کېناستلې ده.

منصور احمد خان وایي، خوراکي مواد او درمل د خوست ځایي مسوولانو ته سپارل شوي.

: ‏بغلان کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د خټکيو حاصلات ډېر شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د بغلان ولايت د هندواڼو او خټکيو سږني حاصلات ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريک ټنه اټکل شوي دي.

: ‏د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، چې که د طالبانو لخوا د کورنیو  تولیداتو ملاتړ دوام وکړي پانګوال حاضر دي چې په هېواد کې نوره پانګونه هم وکړي، دوی وايي په هېواد کې د کاغذ د تولید او کارتنونو د جوړنې په برخه کې پانګونه شوې، چې اوس یې د پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې دی.

: ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي وايي چې ا.ا، د ۳۳ ولایتونو په نیولو کې د پاکستاني ځواکونو مرستې ته اړتیا پيدا نه کړه، نو د درې ولسوالیو (پنجشیر) په نیولو کې د پاکستاني ځواکونو مرستې ته څه اړتیا لري.

: ‏اسلامي امارت ته نږدې کس محمد جلال پخپله ټویټر پاڼه په ارګ کې د غرمې د ډوډۍ یو تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي چي:

دا د ارګ دسترخوان دی، دلته اوس شل رقمه غوښې نشته البته بېنډۍ، ساده وریځې، لوبیا او شلومبۍ پر ځمکه اېښي و،  دلته ولسمشر یوازې نه دی ناست تر څنګ یې عادي د خړې حجرې طالبان ناست و، هو! دلته عمري عدالت پلي شوی.

مونږ هره لحظه د خدای دا عظیمه تسبیح ویله چې سبحان الله.

: ‏په مسکو کې د امریکا سفیر جان سلیوان د هغه څه په خاطر چې روسي چارواکو د روسیې په انتخاباتو کې د متحدو ایالاتو لاس وهنه بللې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی. سلیوان په دې اړه چې ولې احضار شوی دی څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

: ‏امریکا هغه پروازونه د لنډ وخت لپاره ځنډولي چې په جرمني او قطر کې یې له امریکايي پوځي اډو څخه، افغانان امریکا ته لېږدول. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل دغه پرېکړه له دې امله شوې چې امریکا ته د تازه لېږدول شویو افغانانو ترمنځ یو شمیر کسان د شري په ناروغۍ اخته دي.

: ‏د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین تمه ښودلې، چې طالبان به په خپله خاوره کې القاعده ډلې ته ځای ورنه کړي، اسټین په کویټ هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ښایي القاعده شبکه په افغانستان کې یو ځل بیا حضور پیدا کړي، خو په خبره یې طالبان یې دې موضوع ته متوجه کړې دي.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی او ویلي یې چې امریکا ته له اګسټ میاشتې راهیسې د شپېته زره را کډه شویو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه یې ډیر خطرناک دي او د ګڼو نورو په اړه مسوولو ادارو کې پلټنې او ارزونې روانې دي تر څو د پاتې نورو تور او سپین هم معلوم کړل شي.

: ‏نیویارک ټایمز وایي تازه تحقیقاتو ښودلې چې کابل کې د امریکا وروستی هوایي برید چې هدف یې د داعش پر غړو وو، پکې وژل شوي ټول بیګناه وګړي او داعشیان پکې نه وو،ورځپاڼه وایي امریکا په تیرو شلو کلونو کې ډیرې داسې بمبارۍ کړې چې اصلي هدف نه دی په نښه شوی.

: ‏هیواد کې د جګړې ختمېدو په مناسبت، د پکتیا په مرکز ګردیز کې، د نوي حکومت په ملاتړ جوړې شوې مشاعرې ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او نوی حکومت به له ولس سره په ګډه د افغانستان رغونې ته کار کوي.

: ‏د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دمیتري مدودف وایي چې امریکا دې په افغانستان کې د خپلې ماتې لپاره توجیهات نه لټوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې ماتې وخوړه بلکې په دغه هېواد کې یې د کلونو کلونو مبارزه چې د ډیموکراسي د پلي کولو لپاره یې کړې وه، ناکامه شوې ده.

: ‏د المان د دفاع وزیرې ویلي چې د پاتې الماني اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د خوندي ایستلو لپاره اړینه ده چې د ا.ا.ا سره خبرې اترې وشي. کرامپ کارن باور ویلي چې دا خبرې اړینې دي خو په دې مانا نه دي چې دوی طالبان په رسمیت پېژندلي دي.

: ‏د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د سوریې په شمال لویدیځه سیمه ادلب کې یې په یو لړ عملیاتو کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

: ‏د بلوچستان په کېچ سیمه کې د یوې چاودنې له امله څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کوټه کې د پاکستاني ځواکونو ویاند ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پوځیان له یادې سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې وو. په دې پېښه کې درې پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

: ‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د عامه بښنې لپاره شرایط وړاندې کړي دي. عارف علوي وایي چې که چېرته د دغې ډلې هغه کسان چې مجرم پېژندل شوي دي خپله وسله پر ځمکه کېږدي او د پاکستان قانون ومني نو دوی به یې هم وبښي.

: ‏م،م په جینیوا کې افغانستان لپاره  بشردوستانه کنفرانس جوړوي،سرمنشي انتونیو ګوتیریش پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د سپټمبر پر۱۳مه نیټه په جینوا کې له هغه سره په حضوري او مجازي ډول یو ځای شي چې،افغانستان خلکو سره خپل یووالی په ډاګه او اړتیاوو ته د رسیدنې په موخه ملاتړ تر لاسه شي.

: ‏افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په تېرو درېیو ورځو کې د لسګونه امریکایانو په ګډون ۲۵۰ تنه بهرنیان، د قطر په الوتنو کې له کابل وتلي.

خلیلزاد وایي، له قطر، طالبانو او نورو لوریو سره دا تعامل شته چې د پاتې بهرنیانو او وتونکو افغانانو د وتلو ډاډ ترلاسه شي.

: ‏د رویټرز د رپوټ پر بنسټ،د کریملین ماڼۍ وایي، چې روسیه به د طالبانو د حکومت لوړې مراسمو کې په هېڅ صورت ګډون و نه‌کړي.

وړاندې د روسیې ار اي اې خبري اژانس د روسیې د پارلمان د مشر په حواله ویلي وو،چې د سفیر تر کچې چارواکي به د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون و کړي.

: ‏د فرانسې خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت (پي آی اې) به نوې اوونۍ د اسلام‌اباد – کابل ترمنځ الوتنې له سره پیل کړي.

: ‏آنتونیو گوترش، سرمنشی سازمان ملل متحد از جامعه بین المللی خواسته است تا روز دوشنبه در نشستی در ژنو با وی بپیوندند و همبستگی شان را با مردم افغانستان اعلام نموده و کمک‌های بشردوستانه به افغانستان تعهد کنند.

‏در یک بیانیه نماینده‌گی سازمان ملل در افغانستان آمده است که تحولات اخیر آسیب‌پذیری افغان‌ها را بیشتر ساخته و خشک‌سالی شدید حاصلات زراعتی مردم را صدمه زده است و گرسنگی در افغانستان در حال افزایش است.

: ‏نن د سپټبمر یوولسمه پر امریکا د القاعده شبکې د برید شلمه کلیزه ده.

پوره شل کاله وړاندې په همدې ورځ القاعده شبکې په نیویارک ښار کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز او څو نورو سیمو بریدونه وکړل، چې له امله یې شاوخوا ۳ زره کسان ووژل شول.

‏له دې برید وروسته د امریکا د وخت ولسمشر، جورج ډبلیو بوش د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او د طالبانو د حکومت د رانسکورولو لپاره پرافغانستان برید وکړ،خو اسامه بن لادن له دې برید لس کاله وروسته په پاکستان کې ووژل شو.

‏خو امریکا له دې برید شل کاله وروسته داسې مهال له افغانستان څخه خپل سرتیري ویستل، چې طالبان بیرته پرټول افغانستان حاکم شول، القاعده شبکه لاهم فعاله ده او د داعش په نوم نوې ډلې هم سر راپورته کړی دی.

افغانستان کې د امریکا د دې شل کلنې جګړې پرمهال زرګونه عام افغانان ووژل شول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟