No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ملګري ملتونه د دوشنبه پر ورځ د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو راټولولو یو لوی کنفرانس جوړوي.

‏له افغانستان سره د بسپنې راټولولو په دغه نړیوال کنفرانس کې چې د سویس جنیوا ښار کې جوړیږي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې نړیوال د ا.ا.ا تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د عاجلو مرستو ژمنې وکړي، څو په دې هېواد کې له میلیونونو بې وزلو کسانو سره د ژوند ژغورنې بشري مرستې دوام پیدا کړي.

‏ملګرو ملتونو د جنیوا د کنفرانس په اړه په یوه بیان کې ویلي چې دا سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی او ټینګار یې کړی چې د پرمختیا برخه کې لاسته راوړنې باید خوندي شي، څوله افغانستان سره د لنډمهاله او اوږدمهاله ثبات لپاره بشري مرستې دوام ومومي.

: ‏د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن مازذیکر کابل ته را رسیدلی دی.

: نن له غرمې وروسته د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني اود قطر د امیر له مستشار الشیخ محمد ابن احمد المسند او د هغوی له مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، ‏بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړېوالو پر تعامل خبرې وکړې.د اسلامي امارت مشرتابه د قطر له حکومت او ولس څخه مننه وکړه چې تل په سختو شرایطو کې د افغانستان له ولس سره درېدلي او مرسته یې ورسره کړې ده.

: ‏وزیر امور خارجه‌ی قطر به کابل آمده و با حامد کرزی و عبدالله عبدالله دیدار کرد.

حامد کرزی، رییس‌جمهور پیشین کشور و عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحه‌ی ملی با عبدالرحمن بن‌جابر آل ثانی، وزیر امور خارجه‌ی قطر دیدار کردند.

: ‏په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي چې د مسلمانانو د علماوو نړۍوالۍ ټولنې د طالبانو د کابینې  لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ته د مبارکۍ د یوه لیک له استولو سره، د طالبانو له حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.

: ‏طالبان می‌گویند که به زودی نیروهای آموزش دیده پولیس حکومت پیشین و نیروهای طالبان که همه شان یونیفورم خواهند داشت، برای تأمین امنیت در شهر کابل مستقر می‌شوند.

: ‏عزیز الله فضلی، رییس عمومی بورد کریکت می‌گوید که طالبان تاهنوز درباره ورزش بانوان تصمیم نگرفته اند و ازین‌رو آنان امیدوار است که مسابقه کریکت افغانستان با استرالیا در ماه دسمبر برگزار شود و تیم کریکت مردان افغانستان بتواند در این بازی شرکت کند.

: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې نن یوه په یوه الوتکه کې درمل او ځینې طبي وسایل د مزارشریف هوایي ډګر ته رسولي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي د ډبلیو ایف پي په همکارۍ به دوو نورو الوتکو کې هم ورته مواد افغانستان ته راورسېږي.

: ‏د رویټرز خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې د افغانستان بانک نورو بانکونو ته امر کړی، چې تر دې وروسته دې ټولې حوالې او د پیسو ورکړه په افغانیو کوي.

د سرچینې په خبره، د دې کار موخه داده چې د افغانستان په بازارونو کې موجود ډالر وساتل شي.

: ‏کابل نړیوال هوايي ډګر کې د تیر نظام د سرحدي پولیسو یو افسر سمیع الله سیدخیلي ویلي چې د نوي حکومت په غوښتنه د هوایي ډګر ګڼ سرحدي ساتونکي بیرته خپلو دندو ته را وګرځیدل او نن یې خپلې دندې بیرته رسماً پیل کړې.

: ‏د ا.ا.ا د قطر دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې د دوی رهبران تر شل کلنې جګړې وروسته غواړي چې یو پرمختللی افغانستان ولري او ټول افغانان پکې د یو بل تر څنګ د ورورولۍ ژوند وکړي.

: ‏د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په ژنیو کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې د نړیوالو لومړیتوب دی او په دغه هېواد کې به د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پام وړ هڅې وکړي.

: ‏مقامات ایران و آژانس بین‌‌المللی انرژی اتمی درباره ادامه مذاکرات فنی در چارچوب پروتکل الحاقی توافق کردند.

‏ایران و آژانس بین المللی انرژی اتمی درباره تعویض کارتهای حافظه دوربین‌های نظارتی نصب شده در مراکز هسته‌ای ایران به توافق دست یافتند.

: ‏چاوو‌ش‌اوغلو: جامعه جهانی از بازگشت امن پناهجویان به کشورهایشان حمایت می‌کند.

: ‏عربستان: از تلاش‌ها برای جلوگیری از دستیابی ایران به سلاح هسته‌ای حمایت می‌کنیم.

: ‏آذربایجان از روسیه خواست از ورود غیرقانونی خودروهای سایر کشورها به قره‌باغ جلوگیری کند.

: ‏کاناډا وايي دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې شاوخوا شل کاله ماموریت درلود چې په دې لړ کې سلګونو افغانانو مرسته ورسره کړې ده.

: ‏قطر وايي نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره خپلې بشري مرستې پیل کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په مسکو کې له خپل روسي سیال سره د خبرو پر مهال وویل، چې که دا ځل په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي نو ددغه هېواد هېڅ ګاونډی به هم خوندي نه وي.

: ‏روسیه وایي له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت نور هم پیاوړی کوي. د روسیې د پوځ ځینو غړو ویلي چې تازه د روسیې حکومت د تاجکستان جنوبي سرحد ته سلګونه زرهي ټانګونه او اضافي عسکر لېږلي دي.

: ‏ایران وایي د اټومي مذاکراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی. د ایران د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې دمګړی د اټومي انرژۍ د نړیوالې شورا مشر په ایران کې دی او ددغه هېواد اټومي فعالیتونه به له نږدې وڅاري.

: ‏د چین ګلوبل ټایمز په یو مطلب کې ویلي چې که نړیواله ټولنه په رښتیني توګه غواړي له جګړې وروسته افغانستان سره مرسته وکړي نو اوس یې وخت دی،خپرونه وایي د سیمې او نړۍ د ټولو هیوادونو دنده ده چې له جنګ وروسته اوسني افغانستان سره مرسته وکړي او دغه هیواد بشپړ ثبات او سوکالۍ ته ورسوي.

: ‏امریکا له سعودي عربستان څخه خپل پاتریات هوا ضد توغندي او ډېر پرمختللی رادار سیستم ایستلی دی. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې امریکا ریاض ته نږدې د شاهزاده سلطان له هوايي اډې خپل دفاعي سیستمونه وړي دي.

: ‏والستریت ژورنال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرونۍ وینا په اساس ویلي چې،افغانستان کې د طالبانو حکومت د سیمې په کچه یو له پیاوړو هیوادونو دی چې همدا اوس د ۸۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې او مهمات لري.

: ‏په المان کې د کلیسایي مرستو سازمان (کاریتاس) عمومي مشر پیټر نیهر ویلي چې افغانستان په بد وضعیت کې قرار لري او افغانان په اوس وخت کې تر بل هر وخت ډېر نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. هغه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر له دغه هېواد سره بشري مرستې پیل کړي.

: ‏د المان د اې‌اف‌ډي ګوند مشر تیو کروپاله ویلي چې د طالبانو حکومت دې ژر تر ژره په رسمیت وپېژندل شي. هغه زیاته کړې چې دا چاره د دې لپاره اړینه ده چې دوی خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هغه افغان کډوال چې د المان حکومت رد کړي دي بېرته خپل هېواد ته واستوي.

: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې کتلي او افغانستان کې له سولې او ټیکاو سره د نړۍوالو په همکارۍ یې خبرې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟