No-IMG

افغانستان تر فزيکي أمنيت إقتصادي أمنيت او خونديتوب ته ډېر اړتيا لري

د ټولنې په رفاه او سوکالۍ کې تر فزيکي أمنيت إقتصادي أمنيت او خونديتوب ډېر کارنده رول لري. کله چې په يوه ټولنه کې إقتصادي خونديتوب او خودکفايي له منځه ځي، فزيکي أمنيت ورسره خود به خود د خرابې په لورې درومي. کله چې يو څوک وږی شو، هغه بيا د خپلې خېټې دوزخ سړولو له پاره پر هېڅ شي صرفه نه کوي. غلا کوي، عزت خرڅوي، د پيسو له پاره نور وژني، ملي شتمنۍ لوټي، او...

همدا وجه ده؛ چې قرآن کريم د إنساني ټولنې إقتصادي خونديتوب او خودکفايي تر فزيکي أمنيت مقدمه بولي. هلته چې فرمايي:

«فليعبدوا رب هذاالبيت الذي أطعمهم من جوع و آمنهم من خوف».

دا تقدم او وړاندېوالی کوم تصادف نه، بلکې په دې وړه جمله کې ډېر څه د هغه چا له پاره شته، چې قرآن کريم ته د تدبر، عقلانيت او تفکر له زاويې تم کېږي، او جاج يې اخلي.

له بده مرغه؛ د تېر نظام له سقوط او د اوسني هغه له برپا کېدو سره سم إقتصادي وضعيت ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی. هر سړی له بې روزګارۍ او بېوزلۍ سر ټکوي.

بې کاري ورځ تر بلې زياتېږي، او د فقر ګراف مخ په بره درومي. هغوی چې په بانکونو کې لږو ډېره پانګه لري، د بانکونو د بندښت له وجې ورته لاسرسی نه لري. کوم بانکونه چې خلاص دي، پر هغوی بيا دومره رش جوړ دی، چې په ټېل ماټېل کې يې سړی له عزت او آبرو دواړو خلاصېږي.

نن درېيمه ورځ ده، چې د يوې حوالې د اخيستو له پاره په جلال آباد کې د افغان يونايټيډ بانک ته ځم او راځم، خو تر اوسه يې په اخيستو نه يم توانېدلی. پنجشنبه يې ويل، شنبه راشه. شنبه يې ويل؛ يکشنبه راشه. او نن يې ويل؛ چې بانک کې پيسې خلاصې دي، تذکرې او اړونده اسناد مو واخلئ، کور ته لاړ شئ.

ښه؛ چې په جيب کې دې د يوې روپۍ درک نه لګي، او تا ټولې هيلې، ستونزې، خوښۍ، ناخوښۍ، نېکمرغۍ او بدمرغۍ په بانک کې د يوې ناچيزې حوالې پورې تړلې اوسي، او هغه هم په لاس نه درځي، نو تاسو وا؛ چې څنګه به سړی دې هېواد کې د يوې ښې راتلونکې هيلې په خپل مغز او زړه کې تاندې وساتلی شي؟!

خدازده؛ چې موږ کوم لور ته روان يو؟؟؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟