No-IMG

ولي مي د بل په ګناه نيسي ؟!

دوکتور محمد عمر عماد

 

افغانان دا شل کاله د پرديو په خيرات چليدل ، اوس نه يوازي دا چه پرديو خيرات بند کړ بلکه د افغانانو په پيسو يي هم خيټه واچوله ، او په خپلو شرطونو پوري يي وتړلو نو پدي کي ځما څه ګناه ده؟!

که نه ، وايي چه شرطونه يي بايد اومنو .

لا تر اوسه يوه مياشت تيره شوي نده او د مامورينو د معاش وخت لا ندي راغلي خو تا شور او فرياد شروع کړي چه هلئ له لوږی مړ شوم ...

زه لا کابل ته سم نه ووم راغلي چه تا په هوايي ډګر کي د افغانانو عزت پايمال کړ او د امريکايانو د الوتکو په وزرو پوري ونښتلي ، نو دا د چا ګناه ده ؟!

ما لا تر اوسه پوري نه کوم مکتب بند کړي او نه پوهنتون ، خو ته چيغي وهي چه نور تعليم په ټپه ودریده !

ما لا تر اوسه د ګاونډي سره داسي کومه معامله نده کړي چه تا ته معلومه او د نيوکي وړ وي ، خو تا سنګټ شروع کړي چه لاړو وطن خرڅ شو ...

پوهيږم چه ولس ترهيدلي او وارخطا دي ، او راتلونکي ته انديښمن دي ، خو ايا ددي ټولو موجبات ما برابر کړي دي ؟!

هو ، ستا حق دي چه ځما سره ځما په کړنو حساب وکړي او راته ووايي چه ولي رسمي دندي او مناصب د غنیمت په شکل ويشل کيږي ، ولي د سرحدونو چاري نه تنظيم کيږی ، ولي خپل سري کيږي ، ولي دا او هغه کيږي .

خو ما د بل په ګناه او ناروا مه نيسه ...

انسان تر خپلي وسي پوري پړ دي ، نو ولي مي په هغه څه پړ کوي  چه ځما له وسي پورته وي ؟!

ما ته خو دغه نا انصافي د عقدي زيږنده ښکاري ، که څوک يي نه باوروي نو د همدي خلکو فيسبوک ته دي سر ورښکاره کړي تر څو اوګوري چه ددوي انګيزه څه ده او له کوم رنځه کړيږې .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟