No-IMG

سردار جمال خان بارکزی او د هغه ستره سياسي کورنۍ

افغانستان کي دوې ابادي ناوې سته، يوه د غزني د تره کو او بله د هلمند د بارګزو ناوه بلل کېږي، بارکزی د کندهار له جنوب څخه بیا تر فراه پوري اوسیږي. د دغه ټبر څخه د (۱۵۹۱ع) په شاوخوا کي کندهار د  ارغسان په جنوب ختیځ [سندرزو/برج کلی] کي یو مشر او هوښيار سړی ژوند کاوه چي [محمد] نومېدی. دی د کندهار د سیمي د بارکزو مشر وو او مرکز یې د هلمند پرغاړه په ګرشک کي دبارکزو ناوه وه.

محمد نیکه چي د محمدزو د قبیلې مورث اعلی بلل سوی دئ په ۱۷۹۱ع کال کښي یې د کندهار په ارغسان کښي ژوند کاوه او د عمر خان نیکه زوی و (نو جمال خان نیکه له دې ځایه عمر خانزی هم دئ)، د محمد نيکه پر مقبره ارواښاد ظاهرشاه ستره ډبرينه شنخته جوړه کړه، د مجاهدينو پر مهال د شپې يوه ډله راغلل تر څو دغه ډبره يوسي، خو ددې کلي يو کس ... دغه ډبره کورته يوړل چي تر ننه له هغه سره ده.

افغانستان کي د بارکزو (محمدزو) ټول شاهان او واکمنان لکه:

امیر دوست محمد خان

 امیر شیرعلي خان

 امیر محمد افضل خان

 امیر محمد اعظم خان

 امیر محمد یعقوب خان

 امیر عبدالرحمن خان

 امیر حبیب الله خان

 غازي امان الله خان

 عنایت الله خان

 محمدنادرخان

 اعلیحضرت محمد ظاهرشاه

 او سردارمحمد داود خان

 د حاجي جمال خان نیکه له اولادې څخه دي، همدا راز د هیواد ستر او میړني شخصیتونه لکه سردار پاینده خان، وزیرفتح خان، د میوند د جګړې فاتح غازي ایوب خان، وزیر محمد اکبرخان، مارشال شاولي خان، شاه محمود خان، غلام محمد طرزي، محمود طرزي، او ډیر نور ستر شخصیتونه هم له دې لویې او درنې کورنۍ څخه دي.

د ګرشک په مالګیر کي د ادې کلا چي تراوسه هم په همدې نامه یادیږي د دغه کهاله پخوانی ځای دئ، دې ځای ته ځکه د ادې کلا یا [ادې باغ] وایې چی د  لویي_ادې په نوم نومول سوی، لویه ادې د سردار پاینده خان مېرمن، د نومیالي وزیر فتح خان مور او د حاجي جمال خان بارګزي مږور وه، دا پښتنه مېرمن د هیواد په تاریخ کي یوه د سترو کارنامو څښتنه وه نو ځکه د لویې ادې دروند لقب ورته ورکړل سوی دی.

سردار حاجي جمال خان بارکزی د دُرانو د هغو مشرانو له ډلي څخه یو سرلاری مشر و چي د نادر شاه افشار په وړاندي د درانه نسب او لوړ منصب خاوندان ول او افشار ورته د مشرتابه په سترګه کتلي وه.

د سردار حاجي جمال خان نیکه د مشرتوب زمانه د کندهار په ښار کښي د ملي قاید  میرویس_خان_نیکه په لاس د یوه ملي حکومت د تأسیس د نېټې سره برابره ده. د لوی ټولواک  احمد_شاه_بابا د سلطنت پر مهال د ابدالي او غلجي قومونو په مشرتوب یو، یو ملي مشر ټاکل کېدئ نو سردار حاجي جمال خان په رسمي توګه د بارکزیو د قوم د خان، سردار او مشر په توګه وټاکل سو. کله چي افغان قبایلو د کندهار د ( شېر_سرخ) په جرګه کښي د نوي افغانستان د زعامت پر سر باندي خبري کولې، سردار جمال خان نیکه هغه لومړی مشر و چي د احمد خان ابدالي (وروسته احمد شاه بابا) زعامت یې ومانه او د بیعت لاس یې ورکړ.

 سردار حاجي جمال خان بارکزی د حاجي یوسف خان (توپچي باشي) زوی، د محمد سرور خان (یارو) لمسی، د یعقوب خان کړوسی، د اختیار خان کوسی او د محمد نیکه کودی دئ (چي له دې ځایه محمدزی دئ).

 هغه دوه ودونه کړي وه. لومړنۍ ماينه يې يوه بارکزۍ ښځه او دويمه يې يوه غلجۍ ښځه وه. د حاجي جمال څلور زامن او يوه لور وه.

عبدالحبيب خان سخي (د بارکزۍ ښځي څخه)

بهادر خان حاجي دروېش (د بارکزۍ ښځي څخه)

سردار رحيمداد خان (د بارکزيو ټبر مشر چي له۱۷۷۱-۱۷۷۴ع د سلطان محمد بارکي لقب ترلاسه کړی و)

امير الامرا سردار پاينده خان محمدزی (د غلجۍ ښځي څخه)

يوه لور (د سردار پاينده خان سکه خور او د تېمور شاه دراني ماينه)

جمال خان يو ورور لاره چي زبير خان نومېده.

سردار جمال خان له حج کولو څه موده وروسته ومړ او د کندهار جنوب ته ښخ سو، قبر ئې ساده خو وروسته يوه مقبره ورباندي جوړه سوه، ورستيو انقلابونو مقبره ورانه کړه او لس کاله وړاندي د کندهار والي ګل اغا شېرزي ورباندي نسبتاً سمه ګومبده جوړه کړه خو دده تر شان وړه وه.

سرچينې: د استاد معصوم هوتک کندهاري وروڼه او حُسن مبارک شاغاسی ليکنه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟