No-IMG

په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي

په افغانستان کې ایتلافي، سهامي، قومي، سمتي او ټول شموله حکومتونه ښه نتیجه نه ورکوي.

په تاریخ د افغانستان کې شاید افغانان تراوسه پورې د ټول شموله حکومتونو شاهد نه وي.

که تاریخ ته لږ په غور سره متوجه شو هر څوک چې اقتدار ته رسیدلي که هغوی په هر نوم او هر شکل وي د خپلې ډلې، تنظیم، او تحریک تر چتر لاندې خپل حکومتونه يې جوړ کړي. یوازې نمایشي نومونه يې ورته انتخاب کړي. لکه ملي، ایتلافي، جمهوري، کمونيستي، ۵۰٪ فیصده، افغان شموله دا ټول حکومتونه له بهر نه په افغانانو تپل شوي و.

له بده مرغه سره د ټولو امکاناتو بیا هم داسې حکومتونو په افغانستان کې ناکام او بې نتیجې و،  بلکې هیچا ته د منلو وړ نه و. دا ځکه چې په راًس کې یې بهرنیان او د دوی په حمایت او امر هر څه ترسره کیدل.

مونږ باید دا ومنو هغه حکومتونونه او نظامونه چې ماضي کې په هر شکل ایجاد شوي و، مجاهدین د دوی په څیر د حکومت ترکیب او د کابینې تشکیلات باید تکرار نه کړي او نه ورته توجیهات ولټوي چې ګواکې هغوی هم سمتي، قومي، ژبني، او مذهبي، تعادل نه و مراعت کړی او مونږ یې هم باید هماغه څه وکړو څنګه چې د افغانستان غوڅ اکثریت قوم سره بې انصافي شوې وه. البته مجاهدین د دې حق لري چې په خپله اسلامي او خپلواکه حکومت جوړ کړي دا ځکه چې مجاهدین د هیواد او د مسلمان ملت اصلي نماینده دي دا د دوی مسلم حق جوړیږي چې حکومت جوړ کړي. دا ځکه چې د هیواد په ازادۍ کې هر وخت مجاهدینو مهم رول درلود. زما په اند ښه به دا وي چې مجاهدین په افغانستان کې هغو وروڼو خویندو او میندو ته په حکومت کې پراخه ونډه ورکړي څوک چې واقعاً اسلام هیواد او ملت ته ژمن پاتي شوي وي؛ او د ملت په وینو يې لاسونه سره نه وي خیانت او فساد کې ښکیل نه وي. دوی ټول د مجاهدینو په حکومت کې حق لري چې خپل هیواد او ملت ته خدمت وکړي.!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟