No-IMG

جعلي خبرونه او زموږ ټولنه

د ۲۰۱۶ کال نیمایې وو، امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره مناظرې او بحثونه روان ول. ماته ځینې امریکایې ملګرو وویلي چې موږ په سوشل میډیا باندې د جعلي او کاذبو خبرونو نشر ډیر ورخطا کړي یو. د خلکو په منځ کې لکه د ځنګل د اور په څیر په تیزۍ سره خپریږي. نه پوهیږو څه ډول یې کنټرول کړو؟ هغوي وویلي چې شاید دا په امریکا کې د ملت سازۍ او د ولسواکۍ د پاي پیل وي.

ما ډیر تعجب وکړ. ما ترینه پوښتنه وکړه چې ایا جعلي خبرونه او درواغ دومره اغیز درلودلی شي چې د خلکو فکر منحرف کړي، ولسواکي وګواښي او د هیواد په زیان تمام شي، هغه هم په سوشل میډیا باندې؟ هغوي وویلي، هو، د سوشل میډیا جعلي خبرونه او درواغ هر ډول فکرونه، انګیرنې او نهادونه نړولای شي.

ما په ۲۰۱۶ کال کې دا موضوع دومره جدي ونه ګڼله، ځکه مستقیم اغیز یې را باندې نه درلود، خو د امریکایانو ورخطایۍ فکرمند کړم. هماغه وه چې په امریکا کې د سوشل میډیا د جعلي او ناسمو خبرونو د خپرولو په تړاوو کانګریس د فیس بوک، ټویټر او ګوګل مشران را وغوښتل او هغوي نه یې سختې پوښتنې وکړي او هغوي یې مجبور کړل چې د جعلي خبرونو د خپرولو د مخنیوي لپاره پالیسۍ جوړې کړي او لازم اقدامات وکړي.

د دې نه وروسته، فیس بوک (انسټاګرام سره)، ټویټر او یوټیوب (د ګوګل د شرکت یو څانګه) ځینې لومړني کارونه پیل کړل. د مثال په توګه، یوه ساده فاکټ چیکینګ یا د رښتیا معلومولو پروسه یې پیل کړه. د مختلفو الګاریتمونو د لارې یې د جعلي خبر لاندې یوه جمله لیکله چې دا معلومات دقیق ندي، یا یې د پاڼې څخه حذفول او داسې نور، خو په پوره توګه یې مخنیوی نشو کولای، او شاید په نږدي راتلونکي کې یې په اړه هیڅ ونشي کولای.

افغانستان د جعلي او ناسمو خبرونو د خپرولو تر ټولو ګرم بازار جوړ شو. ۱۵ کاله مخکې، د خبرونو سرچینه تلویزیونونه، راډیوګانې او ورځپاڼې وي، ورسره د خلکو یا ځینې ادارو ځانګړي ویبسایټونه وو چې چلونکي یې او ځاي یې معلوم وو. دغو جهتونو خلکو ته خبرونه او معلومات رسول. د دوي شمیر محدود وو او پوښتنه ترینه کیدلای شوه. خو د سوشل میډیا په راتګ سره، هر شخص د خبرونو د خپرولو وړتیا پیدا کړه. یعني، په نړۍ کې تقریباً دوه میلیارده انسانان کولای شي چې یو بل ته خبرونه انتقال کړي. د دوه میلیارده انسانان د معلوماتو کنټرول او د حقایقو څیړنه تقریباً ناشونې ده.

د رښتیا او د جعل د معلومولو او تفکیک پروسه ډیره ستونزمنه شوې. د دې لوی لامل دا دی چې حکومتونو، سیاستوالو، شتمنو خلکو، لویو سوداګریزو شرکتونو او مشهورو خلکو په سوشل میډیا باندې ډیره پانګونه وکړه. د خپلو تبلیغاتو لپاره یې خلک وګمارل چې دوي ته مثبت تبلیغات وکړي او رقیبانو پسې یې پروپاګند جوړ کړي. دغو خلکو ته د سوشل میډیا پوځیان وایې. یعني هر چا د خپل مالي وړتیا مطابق سرتیري استخدام کړي چې د خپل مشر نه دفاع وکړي او د نورو خلکو شخصیت ووژني او هر ډول درواغ او پروپاګند ورپسې جوړ کړي. په ځینو هیوادونو کې ولسمشران، وزیران، یا میلیاردان یا شرکتونه داسې په زرګونو خلک لري چې په سوشل میډیا کې ورته جنګ کوي. دغو خلکو ته Paid Trolls یا Social Media Army وایې.

په افغانستان کې، داسې وزیر، وکیل، سناتور، سیاستوال یا سوداګر به نه وو چې د سوشل میډیا لپاره یې خلک نه وو استخدام کړي. د تیر حکومت وزیرانو او چارواکو په لسګونو خلک درلودل چې په سوشل میډیا کې د خلکو په افکارو باندې کار وکړي او د ضرورت په وخت کې پروپاګند پیل کړي او خبرونه د خپل ځان په ګټه تحریف کړي. همداسې طالبانو هم د سوشل میډیا په ډګر کې د خپل ځان لپاره کافي تبلیغات کول، او د پخوا په پرتله یې خپل حضور یې برجسته کړی وو.

عام خلک څه ډول د جعلي خبرونو او پروپاګند په دام کې نښلي؟

چون په سوشل میډیا کې د پیغام رسونې موضوع مسلکي او تخصصي شوي او چلونکي یې پوه شوي چې څه ډول د ولس احساسات په جوش راوړي او خپل جعلي خبر یا درواغ پرې تیر کړي، دوي د دې کار لپاره مجربو لارو چارو څخه کار اخلي. په افغانستان کې د جعلي او ناسمو خبرونو د خپریدو یو لامل دا دی چې خلک یې یوازې د فیس بوک، انسټاګرام، یوټیوب او ټویټر په خبرونو اکتفاء کوي. بیا د سوشل میډیا کارکوونکي دا خبر خپلو کورونو او دیرو کې شریکوي، چې فلانکي داسې ويل. همدارنګه، دا جعلي خبر را اخلي او واټس اپ او ټیلګرام په ګروپونو کې یې شریکوي او خپلو ملګرو او خپلوانو ته یې لیږي. له بده مرغه، د تلویزیونونو او راډیوګانو ژورنالستان هم خپل خبرونه د سوشل میډیا څخه اخلي او ډیر تاثیر پرې کوي.

بله لویه ستونزه دا ده چې د جعلي خبر په خپرولو سره څوک د مسوولیت احساس نه کوي، نه اخلاقي او نه قانوني؛ او نه یې د عواقبو څخه ویره لري. مثلاً که څوک دا ووایې چې د کمال خان بند اوبه ایران ته قصداً خوشي کړل شوي، او اوبه زموږ ملي عزت دی، نو هغه چا چې اوبه خوشي کړي هغه ملي خاین دی. دا جملې د باران د سیلاب د یوې پخوانۍ ویډیو سره ایډیټ کوي او سوشل میډیا کې یې د شخصي اکونټونو او پاڼو د لارې څخه نشروي.

عام خلک چې داسې ویډیو وګوري او غټ سرلیک پرې لیکل شوی وي چې د افغانستان اوبه ایران ته قصداً خوشي کړل شوي. نو خلک یوازې څو ثانیې ویډیو ګوري او یا یې نه ګوري، یوازې په سرلیک اکتفاء کوي، او سمدواره ویډیو نشروي. ویډیو واټس اپ ګروپونو ته لیږي. ټیک ټاک او انسټاګرام کې یې خپروي. په یو ساعت کې دا ویډیو او خبر په تیزۍ سره خپریږي. دې سره د خلکو غوسه را پاریږي، احساساتي کیږي، دغه وخت کې عقلاني فکر نشي کیدلای. پدغه وخت کې هغه څوک چې پروپاګند کوي د هغه هر ډول خبره مؤثقه ګڼل کیږي او چا پسې چې پروپاګند شوي، د هغه هر ډول خبره درواغ او د ملي ګټو خلاف ګڼل کیږي.

که چیرې خلکو د سوچ او فکر څخه کار اخیستی واي او د ویډیو د نشرولو نه مخکې یې رسمي سرچینو سره او مسلکي خلکو سره اړیکه نیولي وه چې دا خبر څومره حقیقت لري، نو شاید د خبر په نشرولو کې یې د بیړې څخه کار نه واي اخیستی. او یا یې د افغانستان د اوبو په اړه نور خبرونه پلټلی واي چې ایا دغه وخت کې دا کار امکان لري که نه؟ که چیرته وچکالي وي، بارانونه نه وي شوي، نو د سیلاب په څیر اوبه د کومه کیږي؟ ایا د بند د کاسې څخه کانالونه یا نهرونو تیر شوي که نه؟ د بند کاسه د څومره اوبو د ذخیره کولو توان لري؟ د بند کاسه د خلکو د کورونو څخه څومره لیري ده؟ د بند کاسه د ایران څخه څومره لیري ده؟ ایا د بند اوبه د ایران کورونه تخریبولی شي؟ ایا د بند دروازه خو به یې د کومې تخنیکي ستونزې د حل لپاره نه وي خلاصه کړي؟ کومه بله تخنیکي ستونزه خو به نه وي رامنځته شوي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې یو کس یې باید د ویډیو د نشرولو څخه دمخه وکړي. خو د عامو وګړو لپاره دا ستونزمنه ده چې پداسې توګه د حقایقو څیړنه یا فاکټ چیکینګ وکړي. عام خلک احساساتي یا Sensationalist خبرې خوښوي.

دا یوازې یو مثال وو. د تیرو ۱۰ کالو راهیسې په افغانستان کې هره ورځ په زرګونو داسې جعلي او ناسم خبرونه خپریږي. سیاستوال، شتمن خلک یا بانفوذه خلک د خپلو سوشل میډیا د ټیمونو د لارې د خلکو افکار د خپلو ګټو لپاره تحریفوي. دا کار پداسې مهارت کوي چې عام وګړي بیا نشي کولای چې د رښتیا او درواغو ترمنځ تفکیک وکړي.

له بده مرغه، جعلي خبرونو او پروپاګند د افغانانو په منځ کې بدبینۍ رامنځته کړي. د اقوامو ترمنځ یې نفرتونه ایجاد کړي. په ټولنه کې یې نا ارامي او ویره رامنځته کړي. دا یوازې د تیرو څو میاشتو د پيښو خبره نده، بلکې د تیرو ۱۵ کالو راهیسې افغانان د جعلي او ناسمو خبرونو ښکار شویدي.

حل لاره څه ده؟ څه ډول د رښتیا او جعلي خبرونو ترمنځ تفکیک وکولای شو؟

دا تفکیک د عامو خلکو لپاره ستونزمن دی، له بل پلوه، فیس بوک، ټویټر او یوټیوب د افغانانو هر خبر څیړلی نشي چې په ګوته کړي چې دا رښتیا دی او دا جعلي دی. یوازینۍ حل لاره دا ده چې هر کس باید کوښښ وکړي چې لاندې ټکي په نظر کې ونیسي:

1. یو مسلمان باید هیڅکله په پټو سترګو او د تحقیق څخه پرته یو خبر نورو خلکو سره شریک نه کړي. الله تعالی فرمایې: اى مومنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي نو تاسې تحقيق وكړئ، هسې نه چې تاسې كومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا په خپلو كړو پښيمانه شئ. (سورة الحجرات)

2. نه یوازې په سوشل میډیا کې، بلکې د هرې رسنۍ او د هر چا خبر ته باید په تنقیدي سترګه وکتل شي. هر خبر باید وپوښتل شي چې د محتوا هدف یې څه دی او چا چې دا خبر خپور کړی د هغه ترینه موخه څه ده. د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې خو په قطعي ډول هیڅ خبر باید په پټو سترګو ونه منل شي.

3. که چیرته یو خبر باندې فکر وشو او د فکر نه وروسته یو کس غواړي چې نورو سره یې شریک کړي، د شریکولو نه مخکې هغه باید دا خبر د دریو نورو سرچینو سره تائید کړي. مثلاً، وګوري چې د دې خبر په اړه مشهورې رسنۍ څه وایې؟ ازاد خبریالان یا تحلیل کوونکي پرې څه وایې؟ د دې خبر مخالف جهت پرې څه نظر ورکړی؟ د دریو سرچینو سره د څیړنې او ډاډ تر لاسه کولو نه وروسته کولای شي چې خبر نورو سره شریک کړي. که چیرې هر کس په پټو سترګو هر ډول خبر د رښتیا او جعل معلومولو نه پرته شریک کړي، نو ټولنې ته په تاوان رسولو کې ګرم دی.

4. د عکسونو په اړه تر ټولو اسانه لار دا دی چې د ګوګل تصویر د سرچ اپشن څخه استفاده وشي. عکس دي ګوګل تصویر ته اپلوډ کړي او ودي ګوري چې دا عکس پخوانی دی او فوټوشاپ شوی که نه. ډیری وخت د جعلي خبرونو ماهرین پخواني عکسونه چې د نورو هیوادونو دي او د افغانستان د کومې قضیې سره ورته والی لري، په لږ تغیر او فوټوشاپ سره یې د افغانستان په نوم خپروي.

5. د ویډیو په اړه باید وګوري چې ویډیو ایډیټ شوي که نه، هغه څوک چې خبرې کوي، د هغه خبرې خو غوڅې شوي ندي. شاید ویډیو د یو ځای وي او غږ یې د بل ځاي وي. چون ویډیو سرچ کیدلای نشي، خو که چیرې څو ځلې په ځیر وکتل شي نو پوهیدلای شي چې څومره کره ده او څومره ګوتې پکې وهل شوي.

6. تر ټولو مهمه دا ده چې هر کس باید دا پوښتنه وکړي چې دا خبر څوک خپروي؟ هغه شخص یا پاڼه یا اداره څومره معتبره ده؟ ایا خپله شخصي عقده خو به نه پالي؟ ایا شخصي ګټې او اهداف خو به نلري؟ ولي دا کار کوي؟ ډیری وخت څوک چې معلومات خپروي هغه باندې هیڅ فکر نه کیږي چې ولي دا کار کوي. څوک چې خبرونه لولي هغه باید د نشر کوونکي موخه تر سوال لاندې راوړي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟