No-IMG

امریکا کرزي او د شمال اتحاد ته ویلي و چي د طالبانو سره د سولې هېڅ چېنل باید خلاص نه شي

کله چې مزار شریف او کابل ونیول شو او د کندهار میدان هم د سي آی ای او امریکایي پوځیانو په زور د ګل آغا شیرزي لاس ته ولوېد، ملا محمد عمر پوه شو چې نوره خبره ختمه ده. د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په ۵مه د ملا عبدالغني برادر، سید طیب آغا، ملا عبیدالله او د علی زیو قومي‌ مشر رئیس بغراني په مشرۍ یو طالب پلاوي‌ کرزي سره وکتل. دوی کرزي ته د امارت د مشرتابې له خوا یو خط ورکړ چې دوی تیار دي وسله وغورځوي‌ او په سوله ایزه توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.‌ دوی یواځې د سر امن غوښته. کرزي‌ د خپل ټیم مشر فاکس ته خط ورکړ، سبا د دسمبر په ۶مه ډونالډ رمزفیلډ (د امریکا د وخت د دفاع وزیر) اعلان وکړ چې مونږ طالبانو سره سوله نه کوو، زمونږ هدف دا دی چې مونږ طالبان د ځمکې له مخې ختم کړو.

امریکا کرزي او د شمال اتحاد ته هم ویلي ؤ؛ طالبانو سره د سولې هېڅ چېنل باید خلاص نه شي، دا د امریکا د ګټو پر وړاندې درېدل دي.‌

د رمز فیلډ له خبري کنفرانس څخه وروسته په هماغې ورځ د شمال اتحاد ویاند هم پریس کنفرانس ورکړ.‌ ده وویل؛ مونږ ته امریکا ویلي چې که طالبانو سره مو د سولې د خبرو کوم پلان څخه خبر شو،‌ تاسي او کرزی دواړه د غرب او امریکا له ملاتړ څخه لاس ومینځئ.‌

سوله رد شوه، جګړه پیل شوه،‌ ۲۵۰،۰۰۰ کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې، نه اقتصاد جوړ شو، نه فقر ختم شو، نه وطن ګل ګلزار شو بس یو فیصد ایلیټ خلک میلیونران شول،‌ هغوی هم شل کاله وروسته خپلو وطنونو ته ستانه شول.

شل کاله وروسته وګورئ‌ نقشه څونې بدله ده،‌ هر څه سرچپه واوښتل، امریکا نړیوال سیاست کې خپل مجبوریت څونې ټیټه کړه، شمال اتحاد چې د مقاومت او بیا د اشغال راتګ سره یې د نړۍ قوي ملا تړ درلود،‌ نن د نړۍ په مخ سپین میدان کې پاتې دي.‌ د کرزي هم همداسې کیسه ده.‌

حالات دغسې اوړي،‌ دا د خدای تعالی سنت دي خو چا چې خدمت وکړ، وطن او ولس ته ژمن پاته شو، له خپلو ګټو یې د ملت ګټو ته ترجیح ورکړه،‌ هېڅکله نه خوارېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟