No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کابل له سقوط وروسته لومړڼۍ تجارتي الوتکې کابل کې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ناسته کړې

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت الوتکې چې یو شمېر مسافر یې لیږدول نن سهار کابل کې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

: ‏کابل کې یوه ډله ځوانانو نن په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو اعلان شوې کابینه ټول‌ګډونه نه ده او په وینا یې، د لږکیو، ځوانانو او ښځو ځای په‌کې نه‌شته.

ځوانانو پر طالب غږ کړی، چې پر خپله کابینه دې له سره غور وکړي.

: ‏د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د مرګ او یا ژوبلېدا په هکله یې خپرې شوې اوازې بې‌بنسټه ده.

په تېرو دوو ورځو کې داسې رپوټونه وو، چې ګنې ملا برادر د طالبانو خپلمنځۍ نښته کې ټپي شوی یا وژل شوی.

: ‏مالکان رهنمایی‌های معاملات در بلخ می‌گویند که بهای خانه‌های مسکونی در مزارشریف در مقایسه به دو ماه پیش به گونه چشمگیر کاهش یافته است.

به گفته آنان، شمار کسانی که می‌خواهند خانه‌های شان‌را بفروشند افزایش یافته‌اند، اما خریداران کم استند.

: ‏په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوول ذبیح الله نوراني وایي، چې بېګاه په مزارشریف کې د طالبانو او څو تنو انسان‌ تښتوونکو ترمنځ نښته شوې.

نوراني وایي، دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او پینځه ټپیان دي او یو طالب هم ټپي شوی دی.

: ‏د کابل  هوایي ډګر مسوول مولوي عبدالهادي حمداني وايي چې د دغه هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو د برخې تخنیکي چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي او ژر به ګڼو هېوادونو ته له دې ځایه پروازونه پيل شي. نوموړي په یوه ويډیويي پیغام کې ویلي چې روسیه او ترکیه به هم ژر له کابل هوايي ډګر الوتنې پيل کړي.

: ‏کابل نړیوال هوایي ډګر ته له سرحدي ساتونکو وروسته، ښځینه پلټونکې هم بیرته خپلو دندو ته را ګرځیدلې او  کار یې پیل کړی دی.

: ‏د الجزیرې ټلویزیون د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما ګڼ بهرني کارکوونکي د دوو ځانګړو الوتکو په واسطه کابل ته را رسیدلي دي،دغه راز په کابل کې د یوناما دفتر خپلو افغان کارکوونکو ته هم امر کړی ژر تر ژره بیرته خپلو دندو ته ور ستانه شي.

: ‏د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پیټر مایور کابل څخه تر سفر وروسته رسنیو ته ویلي چې کابل کې یې د ا،ا،ا له مشرتابه غړو سره لیدنه ډیره ګټوره وه او د بشپړ فعالیت ډاډ یې تر لاسه کړی دی، نوموړي ویلي تر پخوا به افغانستان کې خپل فعالیت اغیزمن او لا ګړندی کړو.

: ‏نوي زیلانډ له افغانستان سره د درې میلیونه بشري مرستې اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې د نوي زیلاند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې په افغانستان کې بېځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي نو له همدې امله دوی له دغه هېواد سره درې میلیونه اضافي بشردوستانه مرسته اعلانوي.

: ‏د امریکا د دفاع وزیر جنرال لویډ اسټین په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا اوس د شل کاله مخکې په پرتله ډېره خوندي ده. هغه د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دغه هېواده امریکا ته د پیدا کېدونکو او وده کوونکو خطرونو ته یې پام دی.

: ‏د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي. نوموړي زیاته کړې، هېواد یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هیڅ هېواد کیمپ ته داخل نه شي او هیڅکله به داسې کړنې ترسره نه کړي چې نړۍ بیا ورته د (ډو مور) اصلاح وکاروي.

: ‏د ار‌ای‌اې په نامه روسي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې روسیه غواړي ډېر ژر افغانستان ته بشري مرستې واستوي. د راپور له مخې، په دې مرستو کې درمل او خوراکي مواد شامل دي.

: ‏د ایران کیهان ورځپاڼې سعودي عرب څخه د امریکایي رادارو ناګهانه ایستل کیدو غبرګون کې ویلي چې امریکا له هیچا سره رښتینې نه ده او نور یې نړیوال باور بایللی دی، کیهان ویلي افغانستان کې د امریکا شرموونکې ماتې ددې ادعا بل ثبوت دی چې نور په سیمه کې هیڅ کوم رښتینی دوست نه لري.

: ‏د چین اړوند د (ژیانګ زي) په نامه د مسو د استخراج یو شرکت ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په مناسب وخت کې به د مس عینک کان د استخراج پروژه پیل کړي.

: ‏شمالي کوریا په افغانستان کې د امریکا جګړه بشري ضد جنایت بللې او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالاتو په افغانستان کې ډله‌ییزې وژنې ترسره کړې دي او باید د ترسره کړیو بشري ضد جنایتونو له امله محاکمې ته راکاږل شي.

: ‏ملګرو ملتونو له افغانستان سره د شل میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی دی. د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه د یاد سازمان د غونډې له ګډونوالو هم غوښتي چې هر څه ژر د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې کړي.

: ‏کره شمالی از آزمایش موفقیت آمیز نوع جدیدی موشک کروز خبر داده است. بربنیاد گزارش خبرگزاری رسمی کره شمالی، این موشک موفقانه به اهدافی به فاصله ۱۵۰۰ کیلومتری اصابت کرده است. کره شمالی موشک جدید را یک سلاح مهم استراتژیک خود عنوان کرده است.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرش د دغه سازمان د غونډې درشل کې د المان د بهرنیو چارو له وزیر هیکوماس سره د افغانستان په هکله ولیدل.

د ښاغلي کوټرش ویاند وايي چې دم ګړۍ کابو ۶۰۰مېلیونه ډالر بشرپاله مرستو ته اړتیا ده چې افغانستان کې کابو ۱۱ مېلیو اړمنو ته برابر شي.

: ‏د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې هغه په ​​افغانستان کې د سقوط او سیمه ییزې بې ثباتۍ وېره لري.

"موږ به طالبانو ته په نېغه توګه مرستې ور نه کړو" له همدې امله دا خورا مهم دي چې مرستندویه سازمانونه کولی شي په آزاده او خوندي توګه عمل وکړي.

: ‏هیکو ماس، وزیر خارجه آلمان در نشست سازمان ملل درباره افغانستان، گفت که آلمان در کنار مردم افغانستان می‌ایستد و وعده داد که کشورش پنج میلیون یورو برای رسیده‌گی به بحران انسانی در افغانستان کمک می‌کند. وی همچنان گفت: «طالبان باید حقوق بشر را رعایت کنند

: ‏لیندا توماس-گرینفیلد، نماینده ایالات متحده در سازمان ملل، در نشست این سازمان درباره افغانستان گفت که ایالات متحده ۶۴ میلیون دالر کمک بشردوستانه به افغانستان فراهم می‌سازد و احتمال دارد پس از بررسی وضعیت افغانستان، کمک‌های بیشتری در آینده فراهم سازد.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان په اړه "عملي" چلن او د نړۍوالې ټولنې د دوامداره ښکېلتیا غوښتنه وکړه، او همدارنګه د تېرو غلطیو د تکرار په وړاندې یې خبرداری ورکړ.

: ‏د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش، د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل پیوستون د افغانستان له خلکو سره څرګند او بشرپاله مرستې برابرې کړې.

هغه همدارنګه له طالبانو غواړي چې مرستندویه بنسټونو ته اجازه ورکړي چې اړمنو ته مرستې ورسوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟