No-IMG

د بېګناه افغان بندي اسد الله هارون لپاره غږ پورته کړئ

اسدالله هارون، د ننګرهار ولايت ، شيرزادو ولسوالې د کويدخيلو کلي اوسيدونکي دي  ، نوموړي د ګونتنامو په  زندان کي هغه  يوازيني افغان بندي دی، چي  دا (14) کاله کېږي د امريکايانو سره د بند سختي شپي ورځي سبا کوي ، مدافع وکيل يې وايي  هغه بې ګناه دی ، اسدالله هارون د وکيل نيولو لپاره يوازې ۹۰۰ ليکونه استولي وو مګر  يو يې هم رسېدلی نه و.

د اسدالله هارون خلاصون بايد يوه ټول شموله غوښتنه شي، هغه څه چې مهم دي ، هغه  دا چې د آمارت مشرتابه بايد  هارون له تنظيمي تړاو پورته د يو داسې افغان په توګه چې د امريکايانو د نظامي شتون مزاحم و ، يوه مطلوبه قضيه وي،، په همدې خاطر اړتيا ده چې هغوی په دې اړه جدي غوښتنه رامنځته کړي ، دا مهال د هارون د خوشې کولو لپاره تر ټولو پياوړی غږ د آمارت مشرتابه  پورته کولی شي.

له ګرانو دوستانو غوښتنه !!

راځي چي  د يو مظلوم افغان بندي  خلاصون لپاره سره غږ  بدرګه کړو ، تر څو نړيوالو ته زمونږ دا غږ ورسيږى ، چي هارون يو بى ګناه افغان دى ، پداسي حال چي ټول آمريکا  ته مطلوب بنديان له ټولو زندانونو خوشي  شول او هارون لا تر اوسه په ګونتنامو  زندان کي پاتي دي ـــ

 دوستانو !! تاسو به  ډيري چغي او سوري د پاکستان ، ايران او نورو پر خلاف او تحريم لګولو  بدرګه کړى وي ـ

راځي !!  داځل د هغه يوازنۍ مظلوم افغان بندي د خلاصون لپاره غږ پورته کړو  ، چي په ملا مات پلارجان ، سپين سري

 مور ،  يوازنۍ لور او کورودانه يى د انتظار شيبي شماري ــــ

د هغي ورځې راتلو په  هيله چې هارون د خپلي مظلومي کورني سره يوزاې ووينو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟