No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک وایي، د امرالله صالح او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو له ځایونو یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه شوې وې چې د طالبانو د مسئولینو له لوري، د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

‏د دې پیسو کچه څه باندې ۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسیږي او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم پکې شته چې ډېری برخه یې د امرالله صالح له ځایه تر لاسه شوي دي او د افغانستان بانک ته سپارل شوي دي.

: ‏وسله والو تېره شپه هرات ولایت کې د هوايي قواوو یو افسر له کوره اېستلی او وژلی یې دی.

د زلمي اڅکزي د کورنۍ غړي وايي، چې دغه پېښه د هرات ولایت پنځلسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د هیواد لوی درستیز قاري فصیح الدین:

د هیواد له ګوټ ګوټ دفاع کوو او هر یاغي که د امنیت د اخلال هڅه وکړي افغان پوځ به یې وځپي.

: ‏د ایران یوه سوداګریزه الوتکه نن له مشهد څخه کابل ته راغلې او کابل هوایي ډګر کې یې ناسته کړې.

دا پر کابل د طالبانو د واکمنیدو راهیسې دوهم تجارتی پرواز دی چې کابل ته ترسره کیږي، لومړی هغه یې د PIA پاکستانی شرکت و.

: ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر ۵،۵ مېلیونو ته رسېدلی.

: ‏د افغانستان بانک په رسمي توګه ددغه تازه خبرتیا په خپرولو سره پر ټولو هیوادوالو،دولتي او خصوصي موسسو باندې غږ کړی چې د قانون مطابق او د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ټولې پولي راکړې ورکړې باید په افغانۍ وي.

: ‏کابل کې د یوناما ددفتر ځینو استازو د ا،ا،اد کلیو د پراختیا له سرپرست وزیر ملا یونس آخند سره لیدلي دي،په دغه لیدنه کې د یوناما استازو ته ډاډ ورکړل شوی چې ټولې هغه پروژې د ژر تر ژره بیرته په نورمال ډول پیل شي چې مالي ملاتړ یې ملګري ملتونه کوي او وزارت به یې بشپړ ملاتړی او همکار وي.

: ‏کمک ترکیه به 7600 خانواده نیازمند در افغانستان.

: ‏امریکا وایي د بندیزونو د لرې کولو لپاره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او طالبان له نړیوالو سره یو لړ ژمنې لري چې باید عمل ورباندې وکړي.

: ‏ترکیه وایي د افغان کډوالو د سمبالښت لپاره نړیوال اقدام ته اړتیا ده. د ترکیې لوړپوړو چارواکو ویلي چې د نړۍ په کچه د کډوالو تر ټولو ستر کوربه دی، نو له همدې امله نور ددې وړتیا نه لري چې لا ډېر افغانان و مني. دغه هېواد له نړیوالو غوښتي چې په دې برخه کې ټولیز اقدام وکړي.

: ‏د بښنې نړیواله اداره وایي باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي. ددغه ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د بشري حقونو او بشري خدماتو برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده.

: ‏په سومالیا کې ځانمرګي برید ۱۲ کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې د سومالیا په پلازمینه موګدیشو کې ځانمرګي بریدګر په یوه رسټورانټ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. سرچینه کاږي چې په پېښه کې دوولس کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

: ‏اروپايي ټولنه وایي له طالبانو سره له مذاکراتو پرته بله لاره نشته ده. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزیپ بورېل اروپايي پارلمان ته په تازه څرګندونو کې ویلي چې د بشري حقونو د پاللو او نورو مواردو لپاره له طالبانو سره خبرې اړینې دي.

: ‏د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي مسایلو او له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې د دایمي امنیت او سولې غوښتونکي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړۍ له دوه انتخابونو سره مخ ده، یا به منزوي افغانستان په ګډوډیو او نا امنیو کې پرېږدي او یا به ددغه هېواد د ثبات لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو لارې چارې پيدا کوي.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان مطبوعاتي څانګې پر خپل ټویټر خبر ورکړی او ویلي یې چې افغانستان ته یې تازه په درملو  او طبي وسایلو بار دویمه قطري الوتکه رسیدلې ده، تیره  اونۍ هم دغه سازمان په درملو بار خپله لومړۍ الوتکه کابل ته را لیږلې وه.

: ‏د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر جګړه نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د دې ناکام ماموریت مسوول جورج ډبلیو بوش دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې بوش په خپلو غلطو سیاستونو سره امریکا ټولې نړۍ ته وشرموله.

: ‏د اروپایي ټولنې مشرې ارسولا ونډرلاین له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یورو نورې بشري مرستې ژمنه کړې ده. هغې دغه راز ویلي چې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره به خپلې مرستې نورې هم پراخې کړي.

: ‏د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی دی. د پاکستان پوځ ویلي چې دا برید تېره شپه د شمالي وزیرستان په اسمان منزه سیمه کې داسې مهال شوی دی چې پوځیان سیمې ته په عملیاتو وتلي وو.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جیانګ دوان ویلي چې امریکا او د دغه هېواد ملګرو هېوادونو په افغان جګړه کې د افغانانو پر بشري حقونو تېری کړی دی او امریکا ته په کار ده چې د ناټو هېوادونو د رهبر په توګه په افغان جګړه کې د خپلو کړنو پړه پر غاړه واخلي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دوی د ا.ا.ا سره په تماس کې دي څو ځان ډاډه کړي چې د دغه هېواد له لوري د روسیې ملګرو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پېښېږي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی د ا.ا.ا څخه په وار وار غوښتي چې خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي او تېرې تېروتنې بیا تکرار نه کړي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو او نجونو لپاره د یو اجرایيوي پسټ جوړېدو پرېکړه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې پر یاد پسټ ګومارل کېدونکی چارواکی به په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو د ملاتړ مسوولیت پر غاړه ولري.

: ‏د فرانسې خبري اژانس وایي، چې اروپايي ټولنې افغانستان سره بشري مرستې لپاره د ۱۰۰ میلیونه یورو ورکړې ژمنه کړې.

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي، دا ۱۰۰ میلیونه یورو مرسته به د یوې لویې مرستې برخه وي.

: ‏د رویټرز خبري اژانس ته یوه پاکسناني چارواکي ویلي، چې د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډله پاکستان ته رسېدلې ده.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز، قطر کې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته کابل ته راغلې ده.

‏کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې په دغې لیدنه کې هغوی د بشرپاله مرستو، د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت او د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو پر اهمیت بحث او خبرې اترې کړې دي.

: ‏ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۴مه نېټه سپينه ماڼۍ د افغانستان او چین په محوریت د امریکا، هند، استرالیا او جاپان مشرانو ناسته جوړه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکل شوې د همدې هدف لپاره د هند صدراعظم نرندرا مودي واشنګټن ته سفر وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟