No-IMG

د امریکا وتلو سره افغانستان کې ارامي ده

دا مقاله الجزیره کې د بهرني سیاست دوه مشهورو پروفیسرانو لیکلې. دوی د امریکا د بهرني سیاست ناکامۍ نړۍ ته لوڅې کړي.

امریکا له د شلمې پېړۍ اولې نیمې کې هایتي، ډومینیکن ریپبلک، کیوبا او نیکاراګوا اشغال کړل. دا هیوادونه نه ډیموکراټ شول، نه یې پېشرفت وکړ تو نه هم د سولې خاوندان شول، تر دې چې امریکا ترې ووځي.‌

بیا د ویتنام وار شو، امریکا بیا هم زده نه کړل.

عراق او افغانستان دا دی امریکا ته بل درس ورکړ، دلته هم دوی شکست سره مخ شول. د امریکا وتلو سره افغانستان کې ارامي ده.

افغانستان کې له بوش څخه دیخوا ټولو جمهورو رئیسانو ته مالومه وه چې دوی افغانستان نشي ګټلای خو کیسه دا وه چې یو جمهور رئیس هم نه غوښتل د دې لوبې د بایلې پړه پر سر واخلي، دوی یو بل ته پرېښودله.

دا ټول کارونه امریکا د خپل امپیریال کبر او غرور له امله کوي. امریکا غواړي هر ځای کې دوی اوسي،‌ دوی باید د هر ملت په سر تصامیم ونیسي.‌

که غواړي امریکا دا کیسه ختمه کړي، باید واقعیتونو ته راټیټه شي، دوی باید د جنګا لوبه پرېږدي، څو بعدي نړۍ ومني او له خپلې لویۍ راووځي که نه هېځ ځای به ښه ورځ ونه ویني.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟