No-IMG

حزب اسلامي: القاعده افغانستان کي فعال حضور نه لري

د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

القاعده افغانستان کې فعال حضور نه لري، نه یې فعال نمایندګی یا ادرس شته، دا هم حقیقت نه لری چي د هغوی کوم نماینده د حزب اسلامي دفتر ته راغلی وي او مشرانو سره ئې لیدنی کړی وي.

دا بې بنسټه تبلیغات دی او د هغو له لوری ترسره کیږی چي غواړي یو ځل بیا مخکنی تجربه تکرار کړي او بهرنیان مو پر هیواد یرغل وکړي.

ډاکټر امین په نامه چی څوک کابل ته راغلی وو او خلکو سره یې لیدنی کړی، هغه د القاعده په تور نیول شوی، بند ئې تیر کړی، وروسته ئې برائت ترلاسه کړی او ازاد شوی، هیڅ رابطه اوس هغوی سره نه لري او د یو عادی افغان په څیر ژوند کوي.

حزب اسلامي افغانستان

۲۵/وږی/۱۴۰۰

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟