No-IMG

حکومت په کوچني زړه، په تنګ فکر، د اختیاراتو په انحصار او د موقفونو په احتکار نه کېږي

واکمني که یو شمېر امتیازات لري په مقابل کې د ډېرو فردي او سلیقوي اختیاراتو او ازادیو سلبېدل هم ورسره تړل شوي وي.

په دې ارتباط د هیلاري کلنټن خاطره جالبه ده، وایي کله چې مې مېړه بېل کلنټن د امریکا ولسمشر شو او زه یې لومړۍ مېرمن شومه، نو لور مې خوا ته راغله، راته یې ویل: مور جانې! سمه ده چې د امریکا لومړۍ مېرمن شوې، مګر له خپلې فردي ازادۍ محرومه شوې، نور ته په خپله خوښه خبرې، خوراک، لباس او حتی خندا هم نه شې کولی، ځکه چې تا پورې اوس د یو لوی ملت نوم او تاریخ تړل شوی دی، ستا هره کړنه او وینا به د دې ملت او تاریخ په منظر کې تلل کېږي چې څه دې وویل، څه دې واغوستل، څنګه کېنستلې، ولې دې وخندل او څنګه دې وخندل؟! هر څه به دې کامرو او تبصرو لاندې وي!

دې وایي د لور دې خبرو یو ټکان راکړ، مګر فکر مې چې وکړ؛ واقعیت همدا شی و.

نو په ګران هېواد افغانستلن کې هم واکمني ورته خبرې لري، هیڅوک دې فکر نه کوي چې واکمن شوم نو اوس مې چې څه په زړه وي هغه به کوم!

بلکې هر څه به یې د استاذ ځلاند خبره  تاریخ څاري!

که یو قدم وړاندې لاړ شو نو واکمني د عباسيانو د عصر د یو شاعر له زاویې یو طَوق دی چې د واکمن په غاړه کې اچول کېږي، یاد شاعر د خپل دور عباسي خلیفه ته په شعر کې وايي:

مَهلاً أمیرالم.ؤمنین فانَّنا

في دَوحةِ العلیاء لا نتفَرَّقُ

إلا الخ.لافةُ ميَّزتْکَ فإنّني

أنا عاطلٌ منها وأنتَ مُطوَّقُ

مطلب یې دی:

أمیرالم.ؤمنینه! پام دې وي چې په لوړه کې زه او ته کوم توپیر سره نه لرو.

خو دومره ده چې ته د خلافت په وجه یو څه امتیازات لرې، خو په اصل کې ما خپله د خ.لافت له مسؤلیته ځان ازاد  (رخصت) کړی دی، مګر ستا په غاړه یې کړۍ (طوق) پرته ده.

واکمني

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟