No-IMG

په افغانستان کې د پانګې د تشکیل او جوړښت اوسنی وضعیت

زمونږ په ملک کې د پانګې د تشکیل او جوړښت اوسنی وضعیت هغه کوچنیو, کوچنیو څاڅکو ته ورته دی چی خواره, واره دلته او هلته په کاڼو, پاڼو, بوټو, ونو او نورو شیانو پرتې دې. دا څاڅکي یا د بوټو, ونو په واسطه جذب شې, یا يې د لمر وړانګې بخار کړي یا په ځمکه بی قدره تویې شي. ددې څاڅکو د غونډيدو او ټولیدو لپاره لا تر اوسه داسې څه شوې ندې چې له هغوی ویالې یا سیندونه جوړ شي.

ځنو ځایو کې پدې پانګو د یو کس کاروبار روان دی. ځنو ځایو کې یې بیا د یوې کورنۍ ټول غړي مصروف کړي دې. ډيرو لږو ځایو کې داسې شوي دې چې نورو ته یې هم د کار او شغل فرصتونه مساعد کړي دي.

بانکونو هم دا واړه, واړه څاڅکې او راکدې وړې, وړې پیسې سره راټولې کړې. خو متاسفانه لدې څاڅکو داسې ویالې جوړې نشوې چې د هیوادوالو تنده ماته او هغوی ته د کاروبار او شغل فرصتونه مساعد شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟