No-IMG

افغانانو کله هم له خپل تاریخ درس وانخیست

کله چې روسانو یرغل وکړ تر آخري حد یې په مظلوم ولس ظلمونه وکړل او دلته یې د دې خاورې بعضې ناخلف بچیان هم د وحشت او ظلم لپاره وروزل او هغوی داسې ظلمونه وکړل چې روسانو به یې په کړنه ور سره جنجال وو.

معنی د کافر هم په مونږ هغه ظلمونه نه لورېدل.

خو کله چې روسان مات شول دا خپل روزلي خصوصا خاد یې د م.ج.ا.ه.د.ی.ن.و رحم ته پرېښودل.

هغوی ورته عفوه وکړه،  په کار وه چې له دې عبرت اخستل شوی وی بیا کله هم چا داسې جهالت ته زړه نوی ښه کړی.

خو مونږ ولیدل کله چې غربیانو هجوم راوړ په وطن یې یرغل وکړ.

هماغه د روسانو روزلیو پخواني توبه کونکو یې خدمت ته ور ودانګل تر څنګ یې بعضې مجاهد نما چې د ط. پر وړاندې جګړې عقده ای کړي وو هم ور سره شول او شل کاله یې داسې ظلمونه وکړل چې د خاد یاد یې تازه کړ.

خو دې نوي بادار عین لکه روسانو دوی همداسې په ډاګ د افعانانو رحم ته پرېښودل.

دوی ته د دوهم ځل لپاره هم عفوه وشوه.

خدای دې وکړي چې افغانان نور متوجه شوی وي چې د پردو په مټ خپل افغانان ونه ځوروي ونه کړوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟