No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو په حواله یوه رپوټ کې ویلي، چې د افغانستان بانکونو زېرمو کې ډالر په ختمېدو دي او که ستونزه حل نه‌شي، کېدای شي ځینې بانکونه فعالیت بس کړي.

د افغانستان بانک بیا وایي، د افغانستان بانکي سکټور په ښه وضعیت کې دی.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په پنجشیر کې د طالبانو پر وړاندې د جبهې مشر احمد مسعود په واشنګټن کې په داسې حال کې د ځان په ګټه له یو نامتو لابي ګر سره قرارداد لاسلیک کړی دی چې د بایډن اداره د افغانانو په کورنۍ جګړه کې د مداخلې لېوالتیا نه لري.

: ‏د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د مؤقت حکومت جوړېدو موخه له نړۍ سره د ډیپلوماسي له لارې د ښو اړیکو پالل دي. نوموړي له ان.اچ.کې تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی غواړي له ټولې نړۍ سره دوه اړخیز مثبت مناسبات ولري.

: ‏هرات کې تېره شپه د یو لړ عملیاتو پر مهال یو ۱۳ کلن ماشوم د اختطافګرو له منګلو ژغورل شوی دی. د ا.ا.ا د ځایي چارواکو په خبره، یو اختطافګر د مقاومت پر مهال وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

: ‏ایران کې د غلو له لورې د افغان کارګرو د تښتونې او ربړونې پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي.

پر ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیو ګانې خپرې شوي چي پکې لیدل کیږي چي افغانان پکې وهل ټکول او په وحشیانه ډول شکنجه کیږي.

: ‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین وايي دوی د لرغونې باختر خزانې د موندلو په هدف پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه یې لا پیدا کړې نه ده.

د فرهنګي کمېسیون معاون احمدالله وثیق وايي، که دا خزانه له افغانستانه بهر ایستل شوې وي دا به له هېواد سره "یو ستر تاریخي خیانت" وي.

: ‏قرار است در ماه آینده میلادی کشورهای روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان، قرقیزستان و تاجیکستان، سه رزمایش بزرگ نظامی را در خاک تاجیکستان نزدیک مرز افغانستان برگزار کنند.

این کشورها که اعضای «سازمان پیمان امنیت جمعی» هستند، نگران نفوذ عناصر افراطی از افغانستان به منطقه‌اند.

: ‏ماریا زاخارووا سخنگوی وزارت خارجه روسیه در یک نشست خبری که هنوز ادامه دارد گفت: «ایالات متحده و متحدانش باید بخش عمده‌ای از هزینه بازسازی افغانستان را تامین کنند». زاخارووا گفت: «ایالات متحده و متحدانش ۲۰ سال در افغانستان حضور داشتند و مسئول اصلی وضعیت کنونی افغانستان هستند».

: ‏د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ولسمشران په انلاین توګه د افغانستان پر وضعیت غږېږي او خپلې اندېښنې او پلانونه شریکوي.

: ‏اروپايي ټولنه وایي اروپا نور باید د امریکا پر پوځي وړتیاوو تکیه و نه کړي. اروپايي ټولنې ویلي په افغانستان کې وروستیو تحولاتو وښوده چې اروپايي ټولنه باید په یوازې ځان پوځي وړتیاوې او د ځينو مسایلو په اړه د نظامي پرېکړو قوت ولري.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تاجکستان کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی پر طالبانو هېڅ شرط نه دی اېښی او نه هم د شرط اېښودلو ته اړتیا ده، ځکه د ټولې سیمې غوښتنه دا ده چې دلته د نشه يي توکو او ترهګرو خطرونه له منځه لاړ شي او طالبان پخپله دې مسئلې ته ژمن دي.

: ‏وروسته تر هغه چې د ا.ا.ا یو تن ویاند سهیل شاهین وویل چې امریکا باید د افغانستان مالي پانګه له توقیفي حالت څخه بهر کړي، د چین د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي دا غوښتنه معقوله بللې او ټینګار یې کړی دی چې امريکا باید د افغانستان مشروع او معقولې غوښتنې په نظر کې ونيسي.

: ‏افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فایننشل ټایمز ته ویلي، چې افغانستان کې د اوسني وضعیت لامل، له افغانستانه د اشرف غني "تېښته" ده.

خلیلزاد وایي، د غني "تېښتې" د واک ليږد ناممکن کړ.

‏خلیلزاد در یک گفت‌وگو با فایننشل تایمز گفته است که پیش از فرار غنی از افغانستان،  او با طالبان گفت‌وگو کرده بود که به کابل وارد نشوند، اما فرار غنی سبب شد که روند گفت‌وگوهای صلح در دوحه نیز متوقف شوند.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي، نړۍ باید طالبانو ته د همه شمول حکومت د جوړېدو او د خپلو ژمنو د عملي کېدو فرصت ورکړي.

عمران خان اسلام اباد کې (سي اېن اېن) سره په مرکه کې ویلي، چې د پاکستان استخباراتي ادارو اټکل دا وو چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به کورنۍ جګړه پیلیږي.

‏نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې نړیوال د افغانستان واقعیت ومني او طالبانو ته فرصت ورکړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟