No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پوهنې وزارت:

 د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي، ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.

: ‏طالبانو د ښځو چارو وزارت د اسلامي امارت د دعوت ارشاد امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته بدل کړ.

: پس از نزدیک به بیست روز، مقام‌های محلی کابینه سرپرست و شماری از باشنده‌گان پنجشیر می‌گویند که شبکه‌های مخابراتی در این ولایت دوباره فعال شدند و راه‌های مواصلاتی نیز باز شده‌اند.

 اما به گفته شماری از باشنده‌گان پنجشیر، برق هنوز هم در این ولایت وصل نشده است.

محمد واسیع الماس، یک خبرنگار محلی، گفت: «از دیروز به اینسو شبکه‌های مخابراتی در پنجشیر وصل شده است. اما چالش جدی قطع برق است که تا هنوز حل ناشده باقی مانده است

شماری از باشنده‌گان پنجشیر می‌گویند که ۹۰ درصد باشنده‌گان این ولایت پس از درگیری‌ها میان نیروهای طالبان و جبهه مقاومت، خانه‌های شان را ترک کرده اند.

: ‏بسته ماندن ریاست پاسپورت و افزایش مشکلات برای بیمارانی که برای تداوی باید به بیرون از کشور بروند.

: ‏د ا،ا،ا د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق ویلي چې د باختر خزانه بشپړه خوندي او په رسنیو کې یې په تړاو خپریدونکي خبرونه بې اساسه دي.

: حسین امیرعبداللهیان، وزیر خارجه ایران با انتشار پیامی در توئیتر اعلام کرد: سند عضویت دائم ایران در سازمان همکاری شانگهای به تایید سران رسید.

در متن پیام وی آمده است: ''با کمال خرسندی اکنون سند عضویت دائم جمهوری اسلامی ایران در سازمان همکاری شانگهای در شهر دوشنبه با حضور رئیس جمهور محترم کشورمان به تایید سران رسید. این عضویت راهبردی تاثیر مهمی بر روند همکاری های همه جانبه ایران در راستای سیاست همسایگی و آسیا محور دارد.''

گفتنی است نشست سازمان همکاری شانگهای همزمان با بیستمین سالگرد تاسیس این سازمان امروز در دوشنبه، پایتخت تاجیکستان آغاز شد.

: ‏افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې یا د یوناما ماموریت نن پای ته رسيږي.

ټاکل شوې چې د یاد ماموریت د غځولو لپاره د امنیت شورا نن رایه اچونه وکړي.

: ‏د امریکا د خزانې وزارت د القاعده شبکې پر پنځو غړو بندیزونه ولګول. د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې د القاعده دغو ملاتړو له ترکیې څخه بهر کار کاوه او د یادې ډلې تندلارو ته یې مالي مرستې برابرولې.

: ‏د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د اروپايي ټولنې پر مسایلو او افغانستان خبرې کړې دي. د راپور له مخې د دواړو خواوو د خبرو په کلیدي موضوعاتو کې د افغانستان بحران، په افریقا کې د ترورېزم پر ضد مبارزه او د اروپايي اتحادیې مسالې شاملې وې.

: ‏د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ پرون وروسته له دې استعفا ورکړه چې د پارلمان اکثرو غړیو وویل چې تېره میاشت یې له افغانستانه د پناه غوښتونکو د ایستلو چارې سمې اداره نه کړې.

: ‏د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ډله ییز امنیت تړون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه په خپل منځ کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.

: ‏د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندې افغانستان ته په سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو، د ملګرو ملتونو له کارکوونکو او د موسساتو له استازو سره وکتل او له افغانستان څخه بهر او په خپله افغانستان کې له افغانانو سره د مرستو په څرګندوالي بحث وکړ.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان د ایران له ولسمشر ابراهیم ریسي سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. عمران خان او رییسي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنګ کې سره وکتل او د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.

: ‏د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۴۱ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۶۷۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

: ‏د چین، روسیې، پاکستان او ایران لوړ پوړو مشرانو د افغانستان د مسایلو په اړه د همغږۍ پر زیاتېدو توافق کړی. رویټرز خبري اژانس ویلي د یادو هیوادونو مشرانو د تاجکستان په پلازمینه کې په یوه غیر رسمي ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د ازبکستان ولسمشر وایي، د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي. شوکت میرزایوف نن د شانګهای سازمان ناستې ته ویلي، چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته خلاصې کړل شي، تر څو له طالبانو سره تفاهم او ډیالوګ ته زمینه برابره کړل شي.

: ‏د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي روسیه مجبوره ده چې د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل وکړي. پوتین ویلي چې روسیه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لخوا د مجلس جوړولو ملاتړ کوي او نړیواله ټولنه دې د افغانستان د شتمنیو د ازدیدو په اړه غور وکړي.

: ‏یونیسف: ده میلیون کودک در افغانستان به کمک فوری نیاز دارند.

: ‏د چین، روسیې، پاکستان او ایران لوړ پوړو مشرانو د افغانستان د مسایلو په اړه د همغږۍ پر زیاتېدو توافق کړی.

رویټرز خبري اژانس وایي، د یادو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمینه کې په یوه غیر رسمي ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

‏وانګ يي ویلی، اړتیاده چې د افغانستان په اړه د دې هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او همغږي زیاته شي،څو په افغانستان کې د ثبات له رامنځ ته کېدو سره مرسته وکړي.

یاد هیوادنه غواړي افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شي او طالبان هغه ژمنه عملي کړي چې له ترهګرو سره اړیکې نه پالي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟