No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏په جلال اباد ښار کې په دوه چاودنو کې تر لسو پوري کسان زخمیان شوي دي.

چاودنې د جلال اباد ښار پنځمې او شپږمې ناحیو اړوند سیمو کې په دولتې موټرو، چې طالبان پکې وو شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د روغتون یوه سرچینه وايي په زخمیانو کې دري ملکیان هم شامل دي.

: ‏د کابل ښار دیارلسمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایی دغه چاودنه پر یوه کرولا ډوله موټر شوې، چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نشته.

: ‏د ا.ا.ا د سیاسي دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې اوسنۍ کابینه لنډمهالې ده او ښایي پکې ژور بدلونونه راشي. هغه له ان.اچ.کې ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې ښایي د نوي حکومت جوړېدل ورځې او ان میاشتې ونیسي نو هیله ده خلک حوصله ولري.

: ‏د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت ویلي چې وروستیو تحولاتو  پر کورنیو عوایدو، کار او روزګار باندې منفی اغیزه کړې، له دې امله دې خصوصي پوهنتونونه د روان تدریسي سمستر په فیسونو کې محصلینو ته د امکان تر حده تخفیف ورکړي.

: ‏طالبانو د کونړ د ځنګلونو پر پرېکولو او چارتراشو پر قاچاق کلک بندیز ولګاوه. د راپورونو له مخې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم د کونړ له ځنګلي سیمو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی. او ټینګار یې کړی چې له دې وروسته څوک په دې ولایت کې ځنګلونه نه شي پرې کولی.

: ‏د امریکا، فرانسې او استرالیا ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته فرانسې له یادو دوو هېوادونو خپل سفیران رابللي دي. ستونزه د فرانسې له لوري پر استرالیا د اوبتلونو د پلور پر سر رامنځ ته شوې ده. امریکا ددې پرېکړې مخالفت کړی دی او وایي دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

: ‏کونړ کې اهل الحدیثو علماوو شورا نن د یوې غونډې په ترڅ کې له ا.ا. ملاتړ وکړ.

په غونډه کې یادو علماو اسلامي نظام حاکمیت د ملت د پرمختګ، یووالي، سوکالۍ او هوساینې لپاره ستر زیری یاد کړ.

: ‏ناڅرګندو وسله والو د هرات هوایي ډګر یو تن اینجینیر وژلی.

 سرچینې وایي، زلمی اڅکزی د هرات هوایي ډکر کې د چورلکو جوړولو څانګې اینجینیر و، چې وړمه ورځ د خپلو اولادنو په شتون کې لومړی وژل شوی او بیا یې سر ورڅخه غوڅ شوی دی.

ځایي مسؤولینو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

: ‏په کندز ولایت کې د پنبې یوې کارخونې بیا فعالیت پيل کړ.

ځايي چارواکي وايي،په امام صاحب ولسوالۍ کې یادې کارخونې،چې له څه مودې راهيسې يې کار درولی وو،تازه یې په فعالیت پیل وکړ.

دوی وايي،دې کارخونه کې به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در مراسم اهدای جوايز به «قهرمانان صادرات» مجمع صادرکنندگان ترکیه گفت: اکنون ترکیه با دستیابی به سهم یک درصدی در صادرات جهانی، به سطح آستانه حساس رسیده است.

رئیس جمهور ترکیه گفت: این موفقیت تصادفی نیست، بلکه ثمره تلاش‌های مستمر و فشرده است.

اردوغان خاطرنشان کرد: امسال به بالاترین رقم صادرات در تاریخ ترکیه در بازه‌های ماهانه، 6 ماهه و 12 ماهه سال دست یافتیم.

رئیس جمهور ترکیه ادامه داد: صادرات 12 ماهه ترکیه برای نخستین بار از مرز 200 میلیارد دلار عبور کرد و از 17 سپتامبر به این سو با دستیابی به 211 میلیارد دلار رکورد جدید شکست.

: ‏هند: افغانستان کې وروستیو بدلونونو د سولې او امنیت برخه کې لویې ننګونې رامنځته کړي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، باور لري، چې د سیمې لویې ننګونې له سولې او امنیت سره تړلي دي.

‏مودي دغه راز ویلي، دا ننګونې را منځته شوي او د شانګهای سازمان باید په دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي.

: ‏د پیسو نړیوال صندوق اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره يې بودجه تر اوسه ځنډېدلې او په وینا یې تر هغه چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې په تړاو ګډ دریځ نه وي غوره کړی، تر هغې پورې له دې هېواد سره مخامخ اړېکي نه شي ټینګولی.

: ‏د هالنډ دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر استعفی ورکړه. انک بیجلولد ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي.

: ‏ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې خلک د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښ دي.دا راپور چې د ګارډین یوې خبریالې د خپلو سترګو لیدلي حال او هلته له خلکو سره تر مشورو ورسته چمتو کړی دی وایي، د هلمند په موسی کلا کې امریکایي او بریتانوي سرتېرو هیڅ ښه خاطره نه ده پرېښې.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف) د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې له اوږدو رخصتیو وروسته د هلکانو د متوسطو پر پرانیستل کېدو خوښ دي او هرکلی یې کوي خو زیاتوي چې نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي.

: ‏د پاکستان مرکزي بانک ویلي چې په روان مالي کال کې په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونه ۲۰ سلنه کمه شوې ده. د اقتصادي چارو پاکستاني کارپوهان وایي چې که وضعیت کنټرول نه شي نو دا هېواد به تر راتلونکو دوو کلونو تر ټولو سخت اقتصادي بحران تجربه کړي.

: ‏د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مک مکنزي وايي, په کابل کې د اګست په 29 د هوايي بريد په پای کې د 7 ماشومانو په ګډون د 10 تنه ملکي کسانو د وژلو مسوول خپله يم.

‏د امريکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان نرال مکينزي وايي چې ددوی پلټنو دا جوته کړې چې په کابل کې هوايي بريډ کې د‌ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي کسان وژل شوي ا دی له دې امله د وژل شويو له خپلوانو بښنه غواړي.

‏تردې مخکې امريکايي رسنيو ويلي و چې دا بريد د امريکا د ولسمشر جوبايډن په امر ترسره شوی دی.

: ‏فارن پالیسي نشریه وایي امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، څو پر طالب مشرانو د لګول شویو بندیزونو معافیت تمدید کړي.

دغه نشریه وایي چې امریکا ځکه پر طالب مشرانو د بندیزونو معافیت د تمید غوښتنه کړې، څو دوی وکولای شي د افغانستان د سولې په تړاو نړیوالو غونډو کې برخه واخلي.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي افغانستان کې یې د ټولشموله حکومت جوړولو په تړاو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

عمران پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبانو سره یې افغانستان کې د یو داسې ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې پیل کړې دي‌ چې تاجکان، ازبکان او هزاره هم پکې شامل وي.‌

‏د پاکستان صدراعظم وایي، دا ټولشموله حکومت به له څلوېښت کلنې جګړې وروسته افغانستان کې د سولې او ثبات ضامن شي.‌

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغان سیاسي مشران لکه یونس قانوني، احمد ضیا مسعود، صلاح الدین رباني، میر رحمان رحماني او ځیني نور لاهم په پاکستان کې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟