No-IMG

فرانسې د امنیتي هوکړې جنجال پر سر له اسټرالیا او امریکا خپل سفيران بېرته بللي

د بي بي سي تلويزيون د راپور له مخې فرانسه وايي، له اسټرالیا او امریکا خپل سفیران د سلا مشورې لپاره بېرته غواړي. فرانسې چارواکو دا ګام د اسټرالیا، بریتانیا او امریکا تر منځ له یوې امنیتي هوکړې وروسته د احتجاج په توګه اخیستی دی.

د فرانسې بهرنیو چار وزیر وايي، دا 'غیر عادي پرېکړه غیر عادي وضعیت ته په کتو شوې '.

بریتانیا او امریکا د دې هوکړې له مخې اسټرالیا ته داسې اوبتلونو چمتو کولو لپاره تکنالوژي ورکوي چې د اتومي انرژۍ پر مټ به چلېږي.

فرانسه له دې کبله د دې هوکړې ځکه غوسه ده، چې له اسټرالیا سره یې د اوبتلونو چمتو کولو یوې هوکړې ته زیانه رسېږي چې میلیاردونه ډالره ارزښت لري.

د جمعې پر ورځ ناوخته د فرانسې بهرنیو چارو وزیر جیان یویس لي دریان چې دا هوکړه 'له شا د چاکو ګوزرا ' بولي، په یوه اعلامیه کې وویل، سفیر د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په غوښتنه بېرته هېواد ته بلل شوی دی.

بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ویلي، ''د ولسمشر جو بايډن حکومت د دې موضوع په هکله متاسف دی او راتلونکو وروځو کې به له فرانسې سره د دغه هېواد د ملحوظاتو په هکله خبرې وکړي. ''

په ورته مهال امریکا کې د خبرو پر مهال د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیره ماریس پایني وايي، دا د فرانسې پر ''مایوسي '' پوهېږي او هیله منه ده چې له فرانسوي چارواکو سره به د خپلمنځي اړیکو پر هغه اهمیت خبرې وکړي، چې ''موږ یې لرو. ''

له یوه متحد هېواده د سفیر بېرته بلل په فرانسه کې غیر عادي خبره ده او داسې باور کېږي چې فرانسه په تاریخ کې لومړی ځل له اسټرالیا خپل سفیر بېرته غواړي.

د امریکا پلازمېنه کې فرانسوي دیپلوماتانو هغه نندارتون وار له مخه لغوه کړی چې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړیکو لمانځلو په پار چمتو کېده.

دې تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي څیرکتیا، انټرنیټي امنتیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري‌ کېږي.‌

کارپوهان وایي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دې هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی دفاعي تړون دی.‌

په وروستیو کلونو کې ګڼو لویدیځو هېوادونو په هندي ارام سمندر کې د چین پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.‌

خو فرانسه بیا دا هوکړه پر ځان 'له شا د چاکو ګوزار ' بولي او چین یې د 'سړې جګړې ذهنیت ' په نامه یادوي.

بل لور ته دا اندېښنې هم راپورته شوې، چې دا هوکړه به چین د یوې جګړې لپاره وپاروي.

که څه هم د هوکړې اړخونو د چین یادونه نه ده کړې، خو دې ته پراخه کچه په سویلي چین سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوي په نظر کتل کېږي.

له دې مخکې چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا تر منځ دا تاریخي امنیتي هوکړه غندلې او دا یې 'سخته بې مسوولیتي او تنګ نظري ' بللې ده.

د یادونې ده چې امریکا متحده ایالات پنځوس کاله وروسته د اوبتلونو په هکله لومړی ځل خپله تکنالوژي له کوم بل هېواد سره شریکوي.

له دې مخکې امریکا له بریتانیا سره دغه ډول تکنالوژي شریکه کړې وه.

دغه ډول اوبتلونه تر میاشتو پورې تر اوبو لاندې پاتې کېدای شي، تر اوږده واټنه پورې د توغندیو ګوزار کولای شي، خو اسټرالیا وايي، په دغه ډول اوبتلونو کې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو نیت نه لري.

د دې نوې ملګرتیا په هکله چې د اې یو کي یو ایس نوم ورکړل شوی، د چهارشنبې پر مازدیګر او د پنجشنبې پر سهار د امریکا ولسمشر جو بایډن، بریتانوي لومړي وزیر بورېس جانسن او د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تر منځ له یوې انلاین غونډې وروسته اعلان وشو.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟