No-IMG

د ملي اقتصاد او ملي پرمختګ لپاره د طالبانو د پام وړ اقدامات

1- په سګريټو بايد 5 برابره ماليه لؤړه شې، هر څوک چې په حکومتي شعبه کي سګريټ يا نسوار وکړي بايد جريمه شي که داکار تکرار وکړي بايد له وظيفي ليري شي.

2- هېڅ بهرنۍ لندې ميؤې ته صحي يا اقتصادي اړتیا نلرو که څوک ئې راوړي نو دري برابره بايد ماليه ورته لؤړه شي

3- ريډ بول، جينسينګ او داسي نورو مضرو مشروباتو ته هېڅ ډول اړتیا نشته ماليه ئې بايد 5 برابره لؤړه شي

4- پاپړ، پاکټي مضر د ماشومانو خوراکي توکي بايد سل سلنه واردؤل ممنوع شي

5- ترنګ، ميلک پيک، ملک شيک او داسي نور، او مختلف قسمه ملايې دا شيدي نه دي نه ملايې ده ډېر خطرناک مرضونه ورڅخه پيدا کيږي بايد واردؤل ئې منع شي

6- پاکستان له ډېره اسماعیل خان، او پېښور څخه د سرو ټيمانو غوړي (بناسپتي) بشپړ له حرامو وازګو جوړوي ډېر مضر دي بايد منع شي

7- له پاکستان څخه اوس هېڅ سټنډرډ درمل سوداګر نه راوړي بلکه ټول فرمايشي دي، ددي په بدل کي حکومت بايد رسمأ له ايران هند سره له سټنډرډ فابريکو سره قراردادونه وکړي دلته ئې توضيع کړي، او د يو کال په مدت کي بايد د هر ولايت لپاره يو ګرزند درمل ټسټ کؤنکى موټرونه واخلي چي بي کيفيته پوچ درمل ورباندي هره اونۍ کنترول کړاى شي

8- په ګرانبيه شخصي موټرو لکه کروزينګ هاى لکس، بنز واردؤلو بايد ماليه دري برابره زياته شي

9- سمارټ  مبايلونو لپاره بايد فورا  د شناخت او ماليې کنترول شعبه فعال شي چې د کال به 4 ميليارد افغانۍ عايد ولري

10- له ايران پاکستان څخه په څښاکي او پاکټي خوراکي توکو هغه چي هېڅ اړتیا ورته نشته بايد ماليه پنځه برابره زياته شي

11- مکراني (يو ډول خوراکي توکي) چې له پېښور، لاهور او چين څخه راځې اوړه نه دي بلکه له ډېرو چټلو مردارو مضرو توکو ئې په ډېره بي نظافتي سره جوړوي بايد ملي تاجران تشويق شي چې هيواد کي دننه ئې توليد کړي له بهر څخه منع شي

12- وزارت زراعت ځانګړى ټيم بايد تشکيل شي چې کور په کور د سمرق او قاچ معياري تخمونه تقسيم او د کرلو طريقه هدايت شي له بهر څخه په سمرق واردؤلو 5 برابره ماليه لؤړه شي

13- له ايران پاکستان څخه د ټماټرو په روب 5 برابره ماليه بايد لؤړه شي

14- په ډب او نور فضول ګرانبيه شامپو او صابون 3 برابره ماليه بايد لؤړه شي

15- له بهر څخه کارتني چرګانو او هندي غؤښو، پښو ځيګر ماليه بايد 3 برابره لؤړه او دا تشخیص شي چې چرګان او دا غؤښې مرداري او مرضي نه دي،

16- کليو کې د آيس کريم توضيع کؤنکو فابريکو د موادو کنترول وشي ترکومه چي موږ بيا بيا ټسټ کړي شيدي نه بلکه ډېر مضرو پوډرو څخه جوړيږي

17- ټولو ښارونو کي د هوټلو د فوډ کنټرول يا دخوراک څارني اداره حتمي فعال او هوټلونو نرخونه اشپزخاني نظافت له طبي اړخه کنترول کړي

که دا عملي شي په تضمين سره به د کال تر 10 ميليارده زياتي افغانۍ را بچت شي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

رحمت اللّٰه

سلام غواړم درسره وګورم يقينً ستاسو ليکنه متاثر کړم

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟