No-IMG

د ملي اقتصاد او عايداتو لپاره د ترافيکو د رياست د پام وړ

که څوک اشتباه وکړي نه بايد ووهل وټکؤل يا تؤهين شي بلکه لاندي اقدامات وکړئ چي هم ملي بودجه زياته شې هم ټول لکه ګز په لار برابر شي

1- فورا لومړى په لس ورځي کې دننه د ټول افغانستان د موټرو لپاره چې تر شل کلونو کفايت وکړي سرور جوړ او له بار کوډ سره وصل کړئ موږ در سره مرسته کولى شو

2- اعلان وکړئ چې له فلان نيټي تر فلان نيټې پوري مو ټولو موټرونو بارکوډ سټيکر کارت له دننه په شيشه پوري نصب کړئ، که چا نسب نکړ کوچنى موتر 10 زره متوسط 15 زره غټ باربري پنځوس زره، غټ بس 40 زره جريمه دى

3- د سټيکرو نسب لپاره د هر ښار په وتلو او ننوتلو لارو چيک يوستو، تونلونو کي خپل پرسونل ودروئ، چې هر موټر مکمل اسناد، ملکيه، مشخصات سيستم کي درج او بارکوډ سټيکر فورا پرنټ او داخل لخوا شيشه فوري نسب کړئ، او هر بارکوډ بايد خپل ترافيکي بانکي حساب ولري

4- د هر سټيکر قيمت د موټر له نوعيت سره له 300 افغانۍ شروع تر 1500 افغانۍ پورۍ

5- اوس هر ترافيک موټر او تلاشي په دوران بايد هر پوليس سره بارکوډ سکينر وي،

6- اوس هر نمبر پليټ لپاره په اونۍ کي خپل سړکونه معرفۍ کړئ، او ټولو موټرو ته اصولنامه ورکړئ

7- اوس چې هر موټر وان غلط کراس وکړي، بې ځايه موټر ودروي، دموتر تخنيکي ستونزي نه اصلاح کوي، ډېر نفر سپروي، بيځايه په ممنوع سړکونو ځي، تيز رفتاري کوي، د موټر چلولو په وخت نشه کوي، کوڅو کي دوړي جوړوي، بيځايه هارنونه کوي، په غلط لاس تګ کوي، د نورو موټرو مخه بندوي او داسي نور ددې ټولو جرايمو لپاره له 500 نيولي تر 5000 زره افغانۍ پوري د جريمي پارچه ورکوي جريمه به مستقیم د همهغه موټر د بارکوډ په حساب کي اتوماتيک ثبت کيږي، بايد خپله موتر وان لاړ شي او هره مياشت د جريمو تصفيه وکړي

8- هېڅوک نشې کولى تر هغو موټر خرڅ کړي تر څو د جريمو تصفيه نه وي شؤي يا په بله مانا اخيستونکى بايد موتر له جريمو سره واخلي ملکيه به هغه وخت د انتقال وړ وي چي جريمي تصفيه شي

9- چې لږ عايدات راغلل نور په سړکونو چوکونه له ښارونو وتلو ننوتلو په سر بارکوډ سکينر کامري نسب کړئ چي اتوماتيک موتر په مخالفت سره جريمه کوي

10- هېچ جريمه بايد هېڅ پولیس په لاس اخيستو حق ونلري هر موټروان بايد خپل بارکوډ بانکي حساب لپاره جريمه پخپله تحويل کړي

11- د موترو د اسنادو د تمديد لپاره هم همدا بارکود حساب کارول کيږي

12 - هر حکومتي چارواکي موتر بايد دوه برابره جريمه شي يعني سيستم کي همداسي پروګرام وي چې په ترافیک هم څوک قهر نشي

هېڅوک موټر هم نشې غلا کولى ځکه کامري ئې وهي

د ترافيکي  د اداري فساد مالي فساد مخنيوى به سل سلنه شوى وي

ترافيکي جرايم شهري ترافيکي اخلاق به په تيزۍ سره اصلاح شي شور ماشور به کنترول شي هېڅوک به ترافیک سره لاس نه اچوي هيچا عزت النفس به نه مجروح کيږي هيچا به له حکومته خوا نه بديږي

او ستره فايده دا چي په تضمين سره به 10 ميليارده افغانۍ دکال عايد هم ملي بودجي ته ورسيږي

په دي کار تول 150 لکه افغانۍ مصرف کيږۍ او تر 10 ميليارده عايدات لري او ټول ښارونو نظم ښکلا ډيروي جرايم له منځه وړي ښار به لکه تبيله نه بلکه ښار داسي ښکلي وي

که ئې نشئ کولى زموږ سازمان ته ئې د کال په 10 ميليارده افغانۍ ايجاره راکړئ

يا د سيستم برابرؤلو ټيکه په 150 لکه افغانۍ راکړئ په يوه مياشت کي هرڅه درته برابرؤ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟