No-IMG

د روغتيا وزارت د پام وړ هم ملي خزانې ته بچت؛ هم ولس ته سهولت

د روغتيا وزارت د پام وړ هم ملي خزانې ته بچت؛ هم ولس ته سهولت او هم د اداري فساد مخنيوې

د روغتیا وزارت بايد په 60 ورځې کې دننه دا کار تر سره کړې له دې سره به د نا اهلو ډاکترانو فساد، د هېوادوالو روغتيا، ملي خزاني ته له تصور لؤړ عايدات، د کار ګړندتيا روڼتيا، له پاکستان او هند څخه د ناروغانو را تم کؤل په هېواد دننه د دېرو رنځورانو درملنه، د بې کيفيته فرمايشې درملو مخنېوى، د نا اهله يا خپل سره لابراتوارونو مخنېوى، د نوې نسل اهل روغ مغزه روغ بدنه روزنه دا ټول پکې تضمينېږي.

دا اقدامات د لاندې وختونو لپاره پراخ اغېزمن دي

1- لنډمهاله ( د اوس روان وخت لپاره فوري)

- طبي خدماتو ثبت او څار انلاين مشترک سرور

په دې سرور کي يوازي هغو ډاکترانو، ټيکنشن يا لابراتوار کارونکو او فارماسيستانو لپاره اکاونټونه ورکؤل کيږي چې رښتنې اصلي مسلکي او اسناد ولري

د سرور هدف

سرور د ډاکترانو، لابراتوارونو، فارماسيستانو او درملتونو لپاره ځانګړې څانګي لري چې د نيټورک په شکل ټول هر يو ځانته اکاونټ لري، هر يو له دوى مکلف دى چې د هري ورځې خپل هر رنځور، د هغه تحقيق، تشخیص، مشخصات، درمل انلاين سرور کې ثبت کړي او نسخه له سرور څخه مستقیم پرنټ کړي، هر ډاکتر چې له سرور پرته رنځور ته نسخه ورکړي بايد 10 زره افغانۍ جرېمه شې که دا کار تکرار وکړي بايد سند ئې د يو کال لپاره مسترد شي.

هر لابراتوار چې په کومه طريقه د ورځې هر څومره معاينات کؤي بايد هره ورځ ټول له بشپړ مشخصاتو سره ثبت وي

هر درملتون چې هره ورځ کوم کوم درمل د کوم کوم ډاکتر يا فارماسيست په نسخه يا امر کوم چا باندي پلوري بايد مشخصات او د اخېستونکي تلفن شميره ثبت وي

روغتيا وزارت کي د طبي خدماتو د څار ټولۍ هره ورځ انلاين دا ټول څاري، ګوري چې کوم کار نا سم شوى دى?

چا ناوړه نا اهله کار کړى دى?

هر ډاکتر بايد د خپل اکاونټ لپاره 1500 افغانۍ

هر فارماسيست د خپل اکاونت لپاره 1000 افغانۍ

هر درملتون د خپل اکاونټ لپاره 3000 افغانۍ

هر غاښ جوړونکى دخپل اکاونټ لپاره 1500

هر ابتدايې لابراتوار د خپل اکاؤنټ لپاره 1000

هر منځى لابراتوار دخپل اکاونټ لپاره 1500

هر عمومي لابراتور دخپل اکاونټ لپاره 5000 افغانۍ

هر ډاکتر مکلف دى د خپل رنځور نتجه هم درج کړي تر څو د طب زدکؤنکو او د وزارت څارونکو لپاره هم يو غؤره څېړندويه او تحقيقاتي سبق شي.

د پورته هرې ډلې لپاره بايد په انګلسي، پښتو او دري د هغه په اؤنده څانګه کي ټول عمومي طبي هدايات، معلومات، تمديدات، تنبیهات، يا خبرداري، ممنوعات، دا ټول ذکر وي

دا ټول بايد انټرکام کامري ولري چې د څارونکو د شک په صورت کي ورته ووايي چي کامره روښانه کړه چې وګورو څه روان دي?

ددې کار ګټې خو نو اوس معمولي مسلکي هم درک کولى شې خو خير زه به څو ولېکم

1- غير مسلکي يا هسې غله ډاکتران اتومات له ميدانه وزي که چيري اسناد ئې په پيسو اخستي وي نو بيا هم په مياشت کي دننه د هغه احمقانه غير مسلکي توب په سرور کي ثبوت کيږي، زياتي پيسي هم نشې اخيستى ناروغان هم انلاين وخت يا نوبت نيولى شي،

2- له دې سره اتومات هر ډاکتر مجبوريږي مطالعات تحقيقات وکړي او هېڅ اشتباه ونکړي

3- د ناروغانو شکايت او په تورخم او چمن باندي به رش صفر شي هند او پاکستان ته به نور رنځوران کم شي

4- د داکترانو تر منځه به دمنفې پوچو تجارتي مسابقو او تبلیغاتو پر ځاى مثبت علمي د اهلتوب سخته سيالي شروع شي

5- دا چې هر کال بايد اکاونټ تمديد کړي او سرغړونکي جريمه کړي، په دې وجه د روغتيا وزارت هر کال په سلګونو ميلونه افغانۍ بودجي ته بچت کوي، او خدمات هم داسي چي هېڅ وايسطه رشوت هم آنتن پکي نه ورکوي

6- که احياناً کوم ليري ولايت يا ولسوالي کي سخت ناروغ وي نو د سرور له طريقه د روغتيا وزات له اهلو مسلکي ډاکترانو فورا مرسته مشوره غؤښتى شي

7- دا چې سرور کي د هر طبي خدمات ورکؤنکې لپاره د هغه په څانګه کې ټول تمديدات طبي معلومات هرڅه شته هره ورځ مجبوريږي خپله تجربه او مطالعه لا پسي پراخه کړي

8- خودسره، بي کيفيته درمل بې ثبته درمل، ممنوع درمل، خطرناک درمل څوک نشې پلورلى او د درملتون لرونکى له ځانه متخصص جوړولى شې.

په دې کار يوازي 10 لکه افغانۍ مصرف کيږي ګټه او خدمات ئې تر تصور لؤړ دي، بايد ياده کړم دوبۍ، ترکيه سنګاپور کي همدا سيستم دى.

2- منځمهاله وخت لپاره پلان

يوه افغانۍ بايد په نا اهله لاسونو کي ورنکړل شي

دوه کاره بايد سر له صبا پيل په 18 مياشتي کي تکميل کړي هغه دوه کارونه دادي

1- يوه افغان درمل جوړونکي سټنډرد فابريکه چي ټول مصرف ئې له 30 تر 50 ميليون يورو پوري دى چې نږدي 80 سلنه د افغانستان د اړتیا سټندرډ درمل جوړ کړي

ددي ستره ګټه دا چې موږ به له ايران، پاکستان هند او بل هېواد له جعلي درملو يا اصلي درملو هم هېواد ژغورلى وي او هم به د کال سلګونه ميلون ډالر چي له خارج څخه درمل و باندې اخلو هغه به مو بچت کړې وي

ټول درملتونونه به مکلف وي هغه درمل چي افغان فارما جوړوي داخل کې واخلي، چې په لږکۍ يعني پنځه سلنه ګټه فابريکه درمل وپلوري بيا هم د کال نږدي 2 ميليارد افغانۍ بچت کؤي او درمل به هم اطميناني وي د پاکستان ايران او هند د رقابت ډګر به هم نه يو

تر 18 مياشتي پوري چي فابریکه تکميليږي حکومت مکلف دى چې لږ تر لږه 100 کسان د فابريکي او ستندرډ کنترول لپاره همهغه ستر شرکت ته د روزني لپاره واستوي چې د فابريکي ماشين الات ورڅخه اخيستل کيږي او هغوى ئې نسبوي

د سترو سټندرډ فابريکو همدا دود قانون دى چې له دوى سامان الات اخلي کادرونه هم هغوى روزي او نسب هم هغوى کوي 6 مياشتي مرسته هم کوي او 6 مياشتي وړيا خام مواد هم ورکوي

که تاسو بلد نه ياست زموږ سازمان مو خدمت کي دى

2- دوهم ستر او اساسي کار

په دې کار له 7 تر لس ميليونه ډالر لګښت کيږي مګر ګټه، عزت سهولت ئې بي ساري دى

دا يو څېړندويه ساينټفيک او فارن سيک کيميکل لابراتوار دى چې د فابريکي پر څنګ ئې شتون سخت اړين دى

ستاسو به ياد وي د محترم حکيم الکوزي شى (څاڅکى) ټول نا اهله جمهوریت نشواى تجزيه او انلايسز کولى?

ځکه چې تول هېواد کي دې لابراتوار شتون نه درلود

ددي لابراتوار ګټي او دندې

1- موږ هېواد کې سټندر  کلچر انډ سنسټويټې خدمات نلرو، کله چې رنځور له درملو هم خراب وي ډاکتران فکر کوي کوم باکتريا يي ستونزه لري، يا دا چې له درملو سره جراثيمو عادت يا مدافعت پيدا کړى وي مګر داکتر بيا بيا همهغه درمل ورکوې نتجه دا شي چې د رنځور ينه، زړه، پښتورګي، مغز ټول زيانمن شي،

ددي لابراتوار لومړى ستر سهولت دا وي چې له ناروغه نمونه اخيستل کيږي هغه کلچر کيږي يعني لکه تخم زرغونيږي بيا په هغو مختلف درمل ګوري چې هر يو اغېزمن وه همهغه درمل رنځور ته ليکل کيږي رنځور هم فورا فرق کوي، يا دا چي له کلچر ورسته معلوميږي چې رنځور اصلا کومه باکتريا نلري،

په دي صورت کي د رنځور وينه او د هجراتو پروتين او مايع تجزيه کيږي، ترڅو د هغه په جسم کي نا مطلوب د رنځ توکي پيدا او وپيژندل شي، په انلايسز يا تجزيه کي ټول ناوړه درمل يا نا مطلوب توکي موندل کيږي او د رنځور له بدنه د هغوى د تصفيې پلان سنجول کيږي او ترسره کيږي

2- هر ډول درمل هر ډول بوټي ټول مکمل تجزيه کولى شي چې معلوم کړې دې کي کوم کوم کيمياوي مرکبات او بلاخره کوم کوم  عناصر دي

3- هر ډول درملو کيفيت تجزيه کولى شي

4- د نويو درملو په کشف او تجربو کي بنستېز رول لري

5- نا معلومه مړې په تشخیص کي 90 سلنه مرسته کوي

6- د منځالې او پېچانۍ (RNA and DNA) معلومول تشخیص کؤل ورته اسانه دي

7- طب جنايې، طب عدلي، طب حکمت، طب کيمياوي کي 90 سلنه رول لري

8- د لرغونو اثارو لرغونو هډوکو، لرغونو مړيو په پيژندنه نسل پيژندنه تاريخ تشخیص کوي

9- د برېښنايي تذکرو لپاره بايد د RNAand DNA ټسټ حتمي شي، له دې سره جينايې جرمونه صفر کيږې او طب عدليه يا همدا لابراتوار څخه بيا مجريم قطعا نشې پټېدلى

10- د هرې تذکري لپاره ټسټ بايد 1000 افغانۍ وي که مسکن وي 500 افغانۍ

11- د نويو ماشومانو د RNA   and DNA له تسټه اسانه اندازه کيدلى شي چې هغه د کوم کسب کوم فن اصلي وړتيا لري تر څو په بله څانګه کې عمر ور برباد نکړو، همدا رنګه د هغه اساسي خطرناک رنجونه هم معلوميږي ترڅو په ژوند کي ځانګړي پاملرني ولري

ددي لابراتوار د کال عايد لږ تر لږه 1 ميليارد افغانۍ دى مګر ګټې ئې دومره دي چې ليکلو ئې کتاب ډکيږي

هېواد په خيرات نه چليږي نه کفار رښتيا خيرات کوي

هېواد په پلان، هوډ، ژمنتيا او اهليت اباديږي

که کفارو رښتيا خيرات کولى تر اوسه د روغتیا وزارت سره تر 5 ميليارد زياته مرسته شؤي ده

ولي دې کفارو وزارت نه خود کفا کاوه?

ځکه چې د خيرات تر نوم لاندي د غلامي غړوندى زموږ جمهوریت غوښتونکو ته ورپه غاړه کړى وه

3- اوږد مهاله پلان

بل وخت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟