No-IMG

اوامر یا مشروع اعمال

آوامر یا په بل عبارت مشروع اعمال په مجموع کې عبارت دي: له فرایض، واجبات ، سنت،مستحبات او نفلو څخه ،کوم عمل چې دویته نږدیوالی لري هغه دی مباح .

عزیمت او رخصت

عزیمت او رخصت دوه فقي اصطلاحات دي چې دواړه ئې په خپل ځي او خپل وخت کې ادأ او قضأ ئې لازمي بلل کیږي.

عزیمت

 دفقهاوو په نزد،عزیمت هغه عمل ته ویلی شي چې ادأ کول ئې پر یو مکلف بنده قطعي اولازمي وي .

دبیلګې په توګه: اودس، لمونځ، روژه، حج، جهاد او....

رخصت

 دمعلومواحکاموعملي کیدو په ترڅ کې د ځینو معاذیرو پیښیدو چې دحکم بدلیدو سبب ګرځي یا په بل عبارت ځينې اسانتیاوي برابروي دیته رخصت وايي.

 مثال :  سره له دی چې اودس په پاکو اوبو دلمانځه شرط دی او دجنابت نه ځان وینځل فرض، خو دناروغې،سفر،یخنې او ... دتیمم وهلو جواز او آسانتیا ته رخصت وایې.

لمونځ پخپل وخت کې پوره اداکول عزیمت دي،خودسفر لامله قصر ته رخصت وايي.

 درمضان میاشت روژې په هر مکلف بنده فرض دي، خو دځينو معاذیرو په بنأ ئې خوړل رخصت بلل کیږي.

 په چا دحج شرایط پوره شو حج پری فرض دی،خو په لاره کې دجنګ او یانورولاملونو لامله ځنډول ئې رخصت دی.

 دا او داسي نور ډیر...

دفرض لغوي او اسطلاحي معنی

د فرض کلمه د قرآنکریم په قول په څو معنی ګانو ایفاده شوی، په همدې اساس د لغت او آدب پوهانو په نږد فرض په متعد دو معانیو ترجمه شوی: قطعه،تعین،  اندازه ، قاطع،تقدیر،تفصیل،، لازم ، پریکړه ، ټاکل ، مقررات ، حق او...

په اصطلاح کې فرض عبارت له هغه احکامو یا اوامرو څخه دی چې عمل پرې واجب او لازمي وي.

د سترو فقي اوتاریخې کتابونو مصنف مصري عالم حضرت امام طحاوي(أحمدبن محمدبن سلامة بن سلمة الازدي الطحاوي) چې په لمړیو کې دامام شافعي(رحمه الله) د مذهب یو وتلی امام وو، وروسته دامام ابوحنیفه (رحمه ُالله) د مذهب له مدرسینو شمیرل کیږي،یوجامع او مکمله شرحه لري د (عقیدالطحاویه) په نوم ، ده په خپل تالیف کې د فرضو ډیر جامع معنی ګاني ذکر کړي.

همدا رازدسورئې حلب ښارستر حنفي عالم(محب الدین محمدبن محمد) دوخت فقي ،محقق اومؤرخ چې ستر تالیفات لري، دحنفي فقي  خدمت ګار په توګه پیژندل کیږي په(نهایةالنهایه في شرح الهدایة) کې د فرضو دیرش معنی ګانې ذکر کړي.

 علامه بدر الدین عینی په (شرح الهدایه) کې هم د فرضو زیاتي معنی ګاني لیکلي.

که څوک زیات معلومات غواړی کولای شي هلته درجوع وکړي.

دفرضو تعریف

فرض عبارت له هغه عمل څخه دی چې په قطعي(کلک او مضبوط) دلیل ثابت وي، په دلیل کې هیڅ شک او شبه نه وي، لکه پنځه وخته لمونځ، روژه ، زکات ، حج او...

حضرت مجاهد دفرضُ تعریف د دې حکم په بنأ داسي کړی:(وَفَرَّضْنَاها) آمر په حلالو، منع له حرامو، چې په دې دواړو صورتونو کې د شارع حکم قطعي وي.

دفقهاوو په نږد فرض هغه حکم دی چې ثبوت او دلیل ئې په قطعي توګه په قرآنکریم او متواترحدیثو سره ثابت او داُمت پرې اجماع وي.

دفرضو حکم

عمل پرې ثواب ،پرته له عذره ئې پرې ښودل ګناه، تارک ئې فاسق، له اتفاقي فرایضو منکر کافر دی.

قطعي دلیل

قطعي دلیل عبارت دي د قرآنکریم حکم او آمر، متواتر حدیثو ثابت حکم او دامت اجماع .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟