No-IMG

دا یوه ښکاره خبره وه چې تحول به راځي، هره جګړه ختم لري

خو په کوم ډول چې مونږ یې شاهد وو د داسې پېښې سوچ هېچا هم نشو کولای.

که دا جګړه د هر بل ملک وی نو د خپل عزت لپاره به یې هم مسوولانه له جګړې پښې سپکولې.

خو تاریخ ثابته کړې چې امریکا له عزت په بې عزتۍ خوښه ده.

خوند ورکوي چې شر جوړ کړي او شر یې شرونه وزېږوي.

زمونږ طمع او امېد دا وو چې هر څه به پر خپل ځای پاتې کیږي سیستم به نه فلج کیږي او مونږ به یوې دایمي سولې ته رسیږو.

خو دښمن داسې حالت ته ور ټېل وهلو چې اوس لکه ګرداب کې ګیر انسان هرې خوا ته چې لاس وهو راوتل مو سخت دی.

اقتصاد، کاري ماشین، تعلیم هر څه مو فلج دی.

لا میاشت نده شوې چې خلک د کور وسایلو خرڅولو ته اړ شوي.

علت یې دا دی چې د تحول له راتلو وړاندې د مامورینو د دوو میاشتو تنخوا جنابانو تښتولې دا یې درېمه ده.

په داسې حال کې چې اکثر خلک هماغه میاشتنی درآمد سر او نوک کوي د میاشت تر آخر، هغه چې روزانه کوي د نن پیدا بېګا ته خوري.

امریکا د زمانې فرعون دی، د خدایۍ دعوه لري.

د دې ملک دار او ندار یې ځان سره بند کړي.

تجار،  مامور،  عام ولس ټول یې لاس تړلي په میدان پرېښي.

په پوره بدماشۍ یې زمونږد فرد فرد فردي شته ځان سره بند کړي.

د هرې ورځې تېرېدو سره مونږ میلیونونه دالر نقص کوو او که حالت داسې دوام وکړي مونږ به له وږې د مړو شاهدان ووسو.

او څوک هم نشته چې ترې وپوښتي چې خیریت دی انډیواله.

معنی ټوله نړۍ د امریکا اقتصادي اشغال کې شپه سبا کوي.

فعلا حکومت هېڅ هم لاس کې نلري چې سیستم پرې چالان کړي.

حتی د دوی خپلو جنګیالیو ته کوم چې امنیت ساتلو کې بوخت دی ډوډۍ رسولو ته یې ناتوان دی.

حکومت ته په کار ده چې له حکمت کار واخلي که د غرب غوښتنې د دوی له دریځ سره ټکر کې هم وي تر یوه وخته تر څو په پښو دریږي دا د زهرو غوړپ دې د ملت لپاره وکړي.

تر څو چې ولس له دې ناورین څخه ووځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟