No-IMG

هم اقتصاد هم خدمت هم امنيت

دا طرحه د حزب اسلامي لخوا تېرې فاسدي ادارې ته وړاندېز شوې هم وه، هغوى چون خپله د فساد منابع ول ځکه ئې نه کؤل، اوس ئې اسلامي دولت يا د طالبانو امارت ته بيا وړاندېز کؤم.

امنيت ساتل اهليت صداقت او ژمنتيا غواړي!

دا غږ ټول د سوداګري او نؤښت وزارت، يا د اړيکپالې (مخابراتو) وزارت بايد په 30 ورځې کې عملې کړي

هر يو غږند يا مبايل د IMEI په نوم

International Mobile Equipment Identity

يعني د غږند وسيلې نړۍ وال پيژند ګنه ورته وايي

په نوم داخل کې يوه پرزه لري دوه سيم کارته مبايل دوه لري، دري سيم کارته مبايل درۍ لري او 4 سيم کارته مبايل څلور لري.

که غل له چا مبايل وتښتوي نو کولى شي له مبايل يا غږند څخه سيم کارت وباسي فارمټ يا پروګرام ئې ړنګ کړي له سره ئې انسټال کړي، خو دغږند نړۍ وال پيژاند ګڼه يا IMEI نشي بدلؤلى تر څو په مبايل کي د يو تکړه مستري يا تخنيک کار په مرسته دغه پرزه بدله نکړي، ددي پرزي قيمت نږدي چې نيم مبايل دى، کله چي مبايل خلاص شي پرزه ئې بدله شي نيم قيمت بايلي نو دا مانا د مبايل غلا ښاغلي غله ته هيڅ ګټه ونکړه، او که مبايل دوه سيم کارته وه نو غلا کؤل ئې هسي سردردي ده ځکه غل جناب اړ دى چې مبايل ته دوه داني IMEI ور بدلي کړي چې ګرانه لويږي.

د ښار تخنيک کاران بايد وزارت پوهه کړې وي چې د هرچا مبايل ته IMEI ور بدلؤې نو بايد د پيژندني پوره اسناد ورڅخه وغواړي لکه پاسپورت، اصلي تذکري کاپي که چا سره اسناد نه وي وزارت 24 ساعته انلاين سيستم ته خبر ورکړي. او کوم نوى IMEI چې د هرچا مبايل ته اچوي نو هغه هم په انلاين سيستم کي له اړينو مالوماتو سره و ځاى کړي.

 ددي_کار_ګټې_څه_دي؟

1- د سوداګرۍ او اکتري پراختيا وزارت ( دتجارت او صنايعو) وزارت به په هر يو مبايل د مبايل د ارزښت په تناسب يو ځل  ټکس يا ماليه اخلي د بېلګې په توګه 150 افغانۍ. له دې سره به د سوداګرۍ وزارت ته لږ تر لږ 10  ميليارده ياني لس زره ميليونه افغانۍ عايد راشي.

2-د هرچا مبايل به ثبت وي هيڅوک به ئې نشي ورڅخه غلا کولى که د هرچا مبايل ورک شو فورا به اړؤندي اداري انلاين سايټ ته مالومات ورکؤي اړوند ويب سايټ اتوماتيک ځاى منطقه دقيق مالومؤې چې کولى شي غل ونيسي.

3-په دې تر تيب هر څوک کولى شي د IMEI پرزه په خپلو موټرونو کې هم مخفي ځاى پټه کړې او خپل موټر هم د غلو له تښؤتلو خوندي کړې د موټرو غلا تر بل هر ولايت په کندهار کې ډيره ده.

4- کله چې کوم ستر سړي يا ماشومان تښتونکي غله څوک وتښتوي او اړيکه ونيسې نو په اسانۍ به مالوميږي چې تښتؤنکي چيرته دي?

5-نن صبا واټس اپ، بوتيم، فيسبوک، تلېګرام، ايمو، وايبر د ټولو جينايې جرمونو د لار په لار او لاس په لاس کؤلو لپاره کاريږي. که هرچاته له غو وسيلو جرمي پيغامونه راځي نو سيستم به ئې په اسانۍ سره مبايل او ځاى دواړه معلومؤلى شي.

6- په فيسبوک کي به فحاشي بداخلاقي جاسوسان ناوړه اکاونټونه په اسانۍ پيژندل کيږي. نور به څوک نشي کؤلى هيڅ ټولنيزه شبکه ناوړه وکارؤې يا له دغي وسيلي څوک تهديد کړي.

7- له دې کار سره به په ملي عايداتو کي څرګند زياتوالى راشي په زرګونه ډؤله جرمونو کي به کموالى راشي امنيت کي به ښه مرستندوى شي.

8- د هرچا د پيژاند برېښنايې افغانستان پاڼه (پباپ) هم IMEI کيدلى شي او حکم داسي صادر شي چې بي له  پباپ ياني تذکري به هيڅوک د ورځې يا دشپي نه ګرزي. اوس نو دښار په بېلابېلو سړکونو کې وائرلس سکينر کيمري لګيدلي وي چې هرچا سره  پباپ يا تذکره نه وي، پيزندل کيږي جريمه کيږي، دويم که په هرځاى کي پېښه وشي نو په اسانۍ سره په سيستم کي تر ټولو لومړى په هغه نقطه کي د IMEI او د پباپ پيژندنه د مجريم په پيدا کؤلو کي مرسته کؤي.

9- شکمن نيؤل شؤې کس د تيرو 15 ورځو د ګرځيدا ټوله نقشه په اسانۍ مطالعه کيدلى شي چي دا کس دا تير 15 ورځي چيرته چيرته ګرزيدلى دى? دا نقشه د هغه له مبايل او تذکري شميري څخه په سيستم کي  په سادګۍ معلوميږي. اوس که د پوښتنو او ګؤېږنو په درشل کي مشکوک نيؤل شوى کس هر دروغ ووايې په اسانۍ سره څېړندوى پوهېږي چي دا کس دروغ وايي او په دې هم پوهيږي چي دروغ ولي وايي، له دې سره به ناحقه کسانو نيؤل شکنجه کؤل بي عزته کؤلو کچه صفر شي او د اصل مجريم پټيدل به ناممکين شي.

کچيري د کابل نا اهله چارواکي دا کار نه کؤي يا نشي کؤلى  نو رسما قانوني شرعي اخلاقي انساني او د نړۍ والو قوانينو له مخي په ټولو جرمونو کي ددوئ خپل لاس دى بايد ولس پاڅون وکړي.

زموږ ټولۍ ددي وړتيا لري چې له حکومت څخه هيڅ يوه افغانۍ بودیجه نه غواړو مګر د مبايل څار شبکي جواز دي موږ ته راکړي موږ ټول تلفوني او انټرنيټي جرمونه په ټول هيواد کي مخنيوى  تضمين کولى شو او هم حاضر يو هر کال حکومت ته 50 ميليونه افغانۍ ماليه ورکړو.

دا کار په ټوله نړۍ کي شتون لري مګر د 20 کلني غربي غلا چور تالان قتل قتال په نظام کي په قصدي توګه جرمونو ته لاره خلاصه شؤې ځکه مجريمان کوم نور څوک نه دي همدا چارواکي، وکيلان ستر قوماندان پخپله په بېلابېلو جرمونو کي تر ککرۍ خښ دي.

دا کار بايد 5 کاله پخوا شوى واى ډېر ساده اسان او حتا يوازي د 5 کسانو کار دى، پوښتنه داده چې ولي د نړۍ اول مپکور دا کار نه کاوه حال دا چې دا مشوره زموږ ستر ملي رهبر مخامخ ورکړې ده، او دا ئې هم ورته ويلي چي که فني کادرونه نلري ياني ددي کار لپاره تکړه کسان نه وې نو موږ حاضر يو چې فقط د ملي ګټو او د امنيت د تامين لپاره دا کار په دوه مياشتي کي په ټول افغانستان کي تطبق کړو.

دا ځينې چې خوله کش کړې پوزه بوڅه کړې او تر مرداره خؤله شکنځل هم وباسي چي موږ خو ويل چې راشي امنيت به راوړي ښاغلي ولسمشر ته به ښې مشوري ورکړي، دوئ راغلل د ولسمشر مخالف سنګر يي جوړ کړ

له دغو شکنځلمارو پوښتنه لرو که دا کار 5 کاله پخوا شوى واى نو ايا ډاکتر محمد اياز، عبيدالله بارکزى او داسي نور کسان ترور کيداى شواى? د کابل خونړۍ پېښې کيداى شواى? په زرګونو مبايلونه غلا کيداى شواى? په مبايل پوري سلګونه قتلونه کيداى شواى? اوس به 90 سلنه امنيت وه، موږ خو دا کار پخوا هم مشوره ورکړي وه دادى اوس مو علني مشوره ورکړه، پخوا مو هم ورته ويلى ول چي که اهل کسان نلري نو د افغانستان د کادرونو بانک د لؤړو شخصیتونو د لؤړو تحصیلاتو يوازيني مرکز ته مراجعه وکړه

خپرونکي اندياله ټولۍ

د څګنالوژۍ مالومات له پرېکړنپوهي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟