No-IMG

د امریکا، استرالیا او انګستان تر منځ نوی امنیتي تړون AUKUS؛ د نوې سړې جګړې پیل

تېره ورځ امریکا او انګستان استرالیا سره یو نوی تړون امضاء کړ چې له مخې به یې امریکا او انګلستان استرالیا سره په شریکه د استرالیا په اندو پسېفیک اوبو کې هستوي وسلې خښوي. دا چې په دې وخت کې امریکا او انګلستان ولې استرالیا سره دا توافق کوي، له دې څه ستراتیژیک اهداف لري، دلته پرې لند بحث کوو.‌

۱۹۹۱م د شوروي‌ له ماتې وروسته دا اول ځل دی چې د امریکا نړیوال قدرت خطر سره مخ کېږي. ۲۰۱۳م چې کله شي جنپنګ د چین رئیس جمهور شو، اعلان یې وکړ چې ارده لري د چین ورک شوی تمدن بیا را ژوندی کړي او دې لپاره به عملي کار پیل کړي. لږه مود وروسته شي د یو کمر بند یو لار لویه اقتصادي پروژه اعلان کړه. امریکا په دې پوهه شوه چې چین را پورته کېدونکی اقتصادي ځواک دی خو فکر دا ؤ چې امریکا به وکولای شي په طبعي ډ‌ول یې مخه ونیسي.‌

مشکل هغه مهال را پیدا شو چې امریکا ولیدل د چین ټول هغه دوستان چې په امنیتي لحاظ په دوی انحصار لري، څوکه څوکه د چین د اقتصادي انحصار لاندې راځي.

د استرالیا په ګډون د سوېل شرقي آسیا هیوادونه او په شرقي آسیا کې د امریکا ستراتیژیک دوستان د دوی له لاسه روان ؤ.‌

چین لویه ننګونه شوه او بیا په سر دردۍ بدل شو، امریکا په ۲۰۱۸م کې نوې ستراتیژي اعلان کړه، فیصله یې وکړه چې د پنټاګون د دفاعي پالیسۍ او د سټیټ ډیپارټمنټ د بهرنۍ پالیسي له ټولو مهم لومړیتوب چین دی.

د افغانستان څخه وتل، په منځني ختیځ کې خپل رول کمول او همداسې نورې پروژې د امریکا د همدې لویو ګټو لاسته راوړلو لپاره عملي ګامونه ؤ.‌

دا مهال نړۍ بیا څو بعدي شوې، چین، روس امریکا او غربي هیوادونه سره په ډېرو مسائلو کې اختلافات او مشکلات لري، دوی ټول خپل ملي سیاست کوي او د خپلو ګټو په اساس د نړۍ آینده ترسیموي خو په دې لویه لوبه کې له دوه هیوادونه چین او امریکا داسې دي چې د ټولو نورو هیوادونو په بهرني سیاست تأثیر لري.

دا مهال مونږ کولی شو ووایو چې د چین او امریکا تر منځ په عملي ډول سړه جګړه پیل شوې ده.

امریکا د چین مخنیوي لپاره دا مهال لاندې کارونه کړي؛

۱ امریکا جنوبي کوریا سره ستراتیژیک امنیتي تړون لري چې له مخه یې ۳۰ زره امریکايي پوځیان په جنوبي کوریا کې مېشت دي. همدا راز په ۲۰۱۷م کې امریکا په جنوبي کوریا کې د THAAD په نوم د مزایلو دفاعي سستم خښ کړ تر څو د شمالي کوریا او چین لخوا د امنیتي خطر مخه نیول شوې وي.‌ په همدې سیمه کې بل اړخ ته د جاپان بسپنه او ملاتړ دی چې امریکا یې د مارشال پلان له وخته کوي خو دا مهال یې ترکیز دې لپاره پرې ډېر کړی چې جاپان چین ته احتیاج نه شي. د دې ستراتیژۍ په اساس امریکا توانېدلې د چین شرق طرف ته پرمختګ بند کړي.‌

۲ څو میاشتې وړاندې امریکا د  QUAD په نوم یو نوی اتحاد رامنځ ته کړ. دا اتحاد د امریکا، هند، جاپان او استرالیا تر منځ ؤ. د دې تړون هدف دا دی چې امریکا به دا نور درې هیوادونه چې ټول یې چین سره د ځمکو او اوبو پر سر شخړې لري، په امنیتي لحاظ بسپنه کوي.‌ د کواډ راروان مجلس په همدې میاشت کې نیو یارک کې تر سره کېږي.‌

۳ امریکا کوښښ کوي چې د چین او روسیې د دوستی تړون هم مات کړي. دې لپاره هم امریکا عملي کار پیل کړی، د پوتین او بایډن تېر مشهور مجلس هم د همدې هدف لپاره ؤ.‌ امریکا کوښښ کوي چې په پوتین فشار کم کړي، اقتصادي بندیزونه پرې تت کړي او په اقتصادي لحاظ یې بسپنه وکړي. امریکا فکر کوي‌ چې روس به په دې کومکونو د چین له دوستۍ لرې شي. چین هم روسیې سره همداسې مشترکات پیدا کوي او دا لوبه روانه ده خو دا چې روسیه په دې روانه جګړه چې خپلې ګټې چېرته ګوري تر اوسه لا مالومه نه ده.

۴ د چین د مخنیوي لپاره نوی ګام چې پرون امضاء شو، AUKUS دی. د دې پلان له مخې به امریکا او انګلیس د استرالیا اوبو ته داسې هستوي وسلې لېږي چې بحر لاندې په کلونو پرتې وي او په ډېر سرعت کولی شي چې د د جنوب لخوا د چین د هر فعالیت مخه ونیسي.‌ په دې نوي تړون کې امریکا وکولی شول د چین جنوبي سمندرګي مخه ډب کړي.‌

امریکا دا مهال پلان کوي چې د څو اړخونو څخه د چین مخه ونیسي.‌

شرق کې جاپان او کوریا، جنوب کې استرالیا او انډونیزیا، غرب کې یې هند او په شمال کې روسیه هغه دایره ده چې امریکا پلان کړې چین د دې په منځ کې وساتي.‌

چین هم خپله فعاله او کامیابه ډپلوماسي لري، هغوی هم د دې په مقابل کې خپله ستراتیژي او لوبه جوړ کړې چې تر دې دمه له امریکا ډېره  قوي‌ او کامیابه روانه ده.

 د چین د بهرني سیاست نوې لوبه د بلې لیکنې موضوع ده خو د افغانستان خلک او د دې هیواد نوې سیاسي مشرتابه باید په دې پوه وي‌ چې مونږ د دې لوبې کوم ځای کې قرار لرو، طبعي ده چې زمونږ ستراتیژیانې به د دې دوه ښامارانو د تأثیر لاندې وي خو دا چې تر څومره حده کولی شو خپله لوبه په داسې طریقه ډیزاین کړو چې له لږ تر لږه د فیلانو په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورنکړو. دا باید د بحث موضوع اوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟