No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د جلال اباد ښار نننۍ چاودنه کې دوه ملکي کسان وژل شوي او یو طالب زخمی شوی دی.

دغه چاودنه نن سهار د جلال اباد ښار اړوند کابل اډې سره وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې ورځې راهیسې کابل کې او ننګرهار کې څو پرلپسې چاودنې شوې دي.

: ‏د مدني ټولنې ځینو فعالانو نن د ښځو چارو وزارت د بندېدو په غبرګون لاریون کړی.

لاریونوالې وایي، د کار او تعلیم حق او د لاسته‌راوړنو خوندیتوب غواړي.

د ښځو چارو وزارت اوس د "امر بالعروف او نهی عن‌المنکر" په وزارت بدل شوی.

: ‏د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې د تېرې زمري میاشتې له ۲۴ مې راهیسې یې کارونه په ټپه ولاړ دي او د دوی د دفترونو په ودانیو کې طالبان دي.

د بشري حقونو کمېسیون د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا نه غوښتي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض قضیو څېړلو لپاره دې یوه نوې لار جوړه کړي.

: ‏د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان کرکټرانو بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او خپله وروستۍ لوبه یې د درې ویکټو په توپیر د ځان په ګټه پای ته رسولې ده.

: ‏د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول شرکتونه کولی شي چې له خپلو بانکي حسابونو څخه په میاشت کې ۲۵ زره امریکایي ډالر تر لاسه کړي. له یاد بانک څخه په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې ټول خصوصي شرکتونه د میاشتې تر ۲۵زره امریکايي ډالر له بانکونو ایستلی شي.

: ‏اردوغان: هرگز در مورد کمکهای بشردوستانه (به افغانستان) تردید نخواهیم داشت.

‏اردوغان: (کریدور نخجوان): امیدوارم مشکل بین آذربایجان و ارمنستان با گشایش این کریدور پایان یابد.

طبیعتا در مورد موضوع مهاجران پیامی (در اجلاس سران) خواهیم داشت چرا که بیشترین بار مهاجران را ما بر دوش می‌کشیم.

: ‏تیم ملی والیبال مردان ایران قهرمان آسیا شد.

: ‏ایران: به مسئولان عراق و اقلیم کرد گفتیم بساط گروه‌های تروریستی را جمع کنند

رئیس ستاد کل نیروهای مسلح ایران گفت به اداره اقلیم کرد شمال عراق و مسئولان دولت مرکزی توصیه شده بساط گروه‌های تروریستی را جمع کنند و مانع فعالیتشان شوند.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په خپل ګاونډي هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت نه شي تحمل کولی او په خبره یې افغانستان مهم موقعیت لري او دلته د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدل ټوله سیمه بې ثباته کولی شي.

: ‏ملګرو ملتونو د ځمکې د اقلیمي بدلون په اړه خبرداری ورکړی دی. د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې څېړونکې ډلې ویلي چې د هېوادونو له ژمنو سره سره د ځمکې هوا مخ په ګرمېدو ده او په وینا یې اقلیم د وچېدو لوري ته روان دی.

: ‏افغانستان د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو د بحث موضوع ده. د راپورونو له مخې د ناټو د غړو هېوادنو ددفاع وزیرانو او لوی درستیزانو دوه ورځنۍ غونډه رابللې ده او د بحث مهمه موضوع یې افغانستان دی.

: ‏یونان د ترکیې پولې ته نږدې د کډوالو لپاره یو کمپ پرانیستی دی. د راپورونو له مخې دغه کمپ ته پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي او ګرچاپېره یې له برېښنا سره په وصل شوو لینونو او کېبلونو تړل شوی دی.

: ‏د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې په یو وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو ویلي چې د شمالي کوریا پر وړاندې د ولسمشر جو بایډن رویه به په نړیواله کچه د امریکا باور زیانمن کړي.  هغه ویلي بایډن باید د شمالي کوریا له لوري د وروستۍ ازموینې پر وړاندې غبرګون وښیي او یاد هېواد ته لږ تر لږه لفظي ځواب ورکړي.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي چې له خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان سره یې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، فرهنګي او ټولنیزو چارو ګټورې خبرې اترې کړې دي.

: ‏د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازو توافق کړی، چې د افغانستان په مسئله کې به خپله همغږي زیاتوي.

د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې ددغو څلورو هیوادونو همداراز د افغانستان په تړاو د خپلو ارتباطانو پر پیاوړتیا هم خبرې کړي او په پام کې دغه ناستې او مجلسونه دوام پیدا کړي.

: ‏پاکستان له تورخم لارې څخه له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ پيل کړه.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي چې په بېلابېلو خوراکي توکو بار ۱۳ لارۍ موټر له تورخم څخه جلال اباد ته رسېدلي چې وروسته به د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ورسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟