No-IMG

د پنجشير نيول د طالبانو ستر شهکار و

زما د مطالعې پر اساس د پنجشېر نیول او له هغه ځایه د وسلو د زېرمو تخلیه د هېواد سالمیت او یووالي لپاره تر هر څه ډېر اړین و.

همدا د وسلو زېرمې وې چې د دغه ځای (ځینې مشخص شریر او مغرض) خلک یې تر حد ډېر مغرور کړي و.

او همدا غرور بیا د دې باعث شوی و چې په هر ځای کې د زور منطق وچلوي.

پنجشېر په واقعیت کې د ډېرو تعصباتو په مرکزي نقطه بدل شوی و، د سمتي، لساني، ګوندي او قومي تعصباتو يوه اړیکه حتما له دغې درې سره تړل کېدله او هر هغه چا به چې په هېواد کې وروڼه قومونه د یو بل په تقابل کې درول او یا د هېواد تجزیې شعار به یې ورکاوه، یو ربط به یې حتما له دغه ځای سره موجود و.

پنجشېر  د یاغیانو، باغیانو او وړو او لویو مافیایي مهرو د محفوظ مرکز حیثیت خپل کړی و. دغه ډول ځای فکر نه کوم که په نړۍ کې هېڅ هېواد د خپلې جغرافیې په متن کې دومره ازاد او خپلواک پرېږدي.

طالبان سره له دې چې لکه د نورو جهتونو د جدي نقد بلها ډېر موارد لري، خو دغه کار یې زما په نظر تر ټولو ستر شهکار و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟