No-IMG

پنجشیر به نور د واحد او مقتدر افغانستان خوږ ګوته نه وی!

د تیرې اګسټ میاشتی په ۱۴مه نېټه طالبان د کابل تر دروازو ورسیدل، په هېواد کې د وینو، اهونو، دردونو، بمباردونو، چاپو، قیامتونو، بوړبوکیو او سراسری جګړو ټغر ټول شوی وو، مګر دوه خبرو لا هم زموږ زړونه ناکراره کړی وو او بشپړ اطمنان مو نه لرل.

یو داچې څه باندی ۶۰۰۰ زره امریکایی یرغلګر لا هم د کابل په هوایی ډګر کې د انخلاء په نوم لکه د غرمی ګورم پنډ وو او بل د هندوکش د هسکو په تسلسل د افغانستان د ښکلاه او غرور له تړانګي پنجشیر څخه د وخت د تر ټولو بدرنګو او بدنامو کرایی لنډغرو له خوا ګران افغانستان په تجزیی، جګړې، وینو تویولو، انتقام او ماتولو ګواښل کېده.

د آزادۍ په درشل ولاړ ولس د اشغالګرو له بی رحمو او سپینسترګو دسیسو څخه په ویره کې وو، ځکه موږ ټولو لیدل چې دوی څنګه پخپل سیورې داعش او پنجشیر سره د واحد، مقتدر او عزتمند افغانستان ارمانجن طالب ګواښل، د سولې هیلي یې پري زخمی کولي او د اسلامي نظام د ناکامولو او بدنامولو په موخه یې د کابل هوایی ډګر لا هم پخپل غصب او اشغال کې ساتلي وو.

ولي ددې ټولو دسیسو باوجوده د اګسټ ۳۱مه د ګران افغانستان د اتلوالو، فتحو او عزت په تاریخ کې د اشغال د پای، د حق د غلبي او د باطل د شریر او شیطانی لښکر د ختم په تاریخ جوړونکي تاریخ ثبت شول.

ددې ټولو باوجوده، پنجشیر لا هم هغه خوږ او په ناسور اوښتي ګوته وله چې د افغانستان او هر افغان وجود یې ناکراره کړې وو، او تازه یې له پنجشیره د سنبلې تر ۱۸می چې کابلیان یې د لنډغریزم، انارشیزم، تعصب او شرارت نیټه بولی، یوځل بیا د کابل د نړولو، ویجاړولو او نیولو پیغامونه د احمد مسعود په نوم له فرانسی وارد شوی او د برنارد لوی د شاګرد له اړخه مخابره کېدل، هغه پیغامونه چې کابلیانو نږدی ۳ لسیزی وړاندی د دویم مقاومت د همدغه سرلارې د پلار قومندان مسعود او نظار شوراه د جمعیتی اوباشانو او ستمیانو له لوری د سر په سترګو لیدلی او د سر په کاسه کې یې اوبه تری څښلي وی.

تنظیمي جګړې او د نظار شوراه، وحدتیانو او جنبشي ملېشو نخرې او د تراژیدیو هغه تیاتر یادوم چې ملالو پیغلو به د خپلو معصومو عزتونو د بچ کولو په موخه د مکروریانو له ۴ پوړیز بلاکونو ځانونه غورځول، د ژوندیو انسانانو په مرګونی حالت به یې د رقص مرده په نوم رقصونه پرې کول او په لسګوونو ډول نور داسی وحشتونه یې په یاد پریښودل چې د جنایی وحشتکارانو او شکنجه ګرو کرغیړن تاریخ کې یې هم سارې او بېلګې خورا په نشت حساب دی.

ایرانی، امریکایی او فارسی ژبو اسراییلی رسنیو پنجشیر ته د ملی مقاومت اصطلاح کاروله او داچې طالبان یوی معاملی ته مجبور کړي او د افغانستان د آزادۍ او عزت په دغه اسلامی، ملی او تاریخی آرمان خاوری واړوی، نو پخپلو خبری رپوټونو کې به یې پنجشیر دره ای تسخیر ناپذیر، دره ای غیری قابل نفوذ او حتا د افغانستان د خوږ د اوږدیدو او پړسېدو ستراتیژیک پیل بلل، کوم چې د شانګهای د مشرانو په ناسته کې په قومونو د افغانستان د ویشلو په باب د سیکولار او دیکتاتور تاجک شهنشاه امامعلی رحمان فروفوزل کې هم همداسي ساسچ او همبرګر نغښتی وو.

د پنجشیر د خوږ څو بېلګي:

زموږ جغرافیه، زموږ دیني او ملي ارزښتونه او اقدار، زموږ اوبه، زموږ غرونه، کاڼي، بوټي او زموږ طبعیت د واحد افغان او افغانستان په بټۍ کې داسی ویلي شوی او ذوب شوی دی چې هېڅ د قام ټکېدار، د ژبنی تعصب دوکاندار او استعماری خرکار یې د بیلولو او شکولو په دسیسه او چلوټه کې د بري بخت نه لرل.

دلته افغانستان د افغان ملت ملکیت دی، دغه ملت واحد او نه بېلدونکی دی. نو ځکه هم د پردیو جواسیس کله هم ونه توانېدل چې د وطن دا ښاغلی، وروڼه په اسلامیت او افغانیت کې اوبدل شوی پرګنې د قومونو د سوداګري، د ژبنییزی کرکی او د سیمی او مذهب د بیلوالی په عنوان څوک بیل او ایل کړی.

مګر په پنجشیر کې کیسه ان له ۴۳ کاله مخکې بدله، بدرنګه او پردۍ شوی وه، هلته د وخت له مشروع حکومته کوم باغیان چې پاکستان ته تښتیدلی وو او روزنه یې نصرالله بابر کړي وه، پنجشیر ته له راتک سره یی د فرید مزدک د ستمی دوکتورینو په رڼاه کې یې د وخت مشروع نظام پر خلاف یې د باغی ګری بزغلی وکرل او په یاغی ګری یې پیل وکړل.

د شوروی د یرغل په مهال د واحد افغانستان د وحدت او موجودیت دا دښمنان د افغان ملت د برحقی اشغال ضد داعیی په رهبری کې راغلل او له همدې تاریخ څخه د پرچمیانو مهم عناصر له جنرال بابا جانه، تر فیدرام، دوستم او ګڼو نورو پدغه صفونو کې د افغانستان ژغورنې پرځای د قومی برترۍ، رهبرۍ او پاچاهۍ الفباء تدریس او ورته کار وشو، داسي چې په ۱۹۸۹ کال کې د روسانو له وتلو او په ۱۹۹۲ ز کال کې د ډاکتر نجیب د کمونیستی رژیم له نسکوریدو سره سم، د افغانستان د ولس د سپیڅلو ارمانونو د پاللو، د قربانیو د درناوی او د لومړیتوبونو د درک پرځای چې د یوه عادل، مقتدر او د واحد افغانستان په تاریخی دریځ او اړتیا ولاړ حکومت رامنځته کول وو، ددغه ناروغو داعیو پالونکو په جاررر او ښکاره د پنجشیر په محوریت او مرکزیت د لومړی ځل له پاره د شمالی او جنوبی افغانستان پردط او استخباراتی اعلانونه وکړل، د افغانستان د مسلمان ملت ارمانونو ته یې شاه کړله، د مجاهدینو د ګډی پریکړی او ژمنتیا پر ضد یې حضرت صبغت الله مجددی له واکه ګوښه او پرځای برهان الدین ربانی لومړی د ۴ میاشتو او بیا د طالبانو د اسلامی امارت تر راتګه په مکر او چل په واک کې د پاتی کېدو هڅه وکړله، دا مهال پنجشیر د ستمی داعیه دارانو مرکز وو او ټول افغانستان یې د فرانسویانو، هندیانو، ایرانیانو او حتا روسانو سره په پروټکلونو، د هغوی په ملاتړونو او پنډونو په تجزیه ګواښل.

د طالبانو تحریک او بیا امارت چې د افغانستان د جهاد او اسلامی انقلاب د بی لاری کوونکو، ټوپکیانو، پاټکیانو، ګیلم جمی اربکیانو او په ټوله کې د انارشیزم، خپلسری، نا امنی او بی عدالتی په خلاف له تاریخی کندهاره پیل او نږدی ټول ملت ورڅخه په قاطع ډول ملاتړ او ورته ښه راغلاست وویل، مګر د پنجشیر د لومړنی د شر او فساد ډلی چې ځانونه یې مقاومتیان بلل د طالب او افغان ملت په خلاف ودریدل، په شمالی سیمو او پرګنو کښی یې قومی، ژبنیز او سیمیز تعصب ته لمن ووهله، داسی چې د امریکایی اشغال تر راتګ او ورسره راتګ پورې یې افغانستان او افغان ملت په کړاو، خوږ او اندېښنه کې واچول.

د امریکایی یرغل او اشغال سره نو دوی په علنی ډول، په جارر او سپینسترګۍ نه یوازی د یوه مشروع اسلامی نظام په چپه کولو کې د امریکا او اشغال پلي عسکر شول، بلکي هر پښتون یې طالب، هر طالب یې القاعده او هر القاعده خو نو ترهګر او د وژلو یا زیندانی کولو وړ وبلل شو.

دوی په دې هم بسنه ونه کړله بلکی پرته له پنجشیره یې نور ټول ملت پری بی وسلی کړل، مګر پنجشیر یې ځکه بی وسلی نه کړل چې پنجشیری مقاومتیانو له اشغالګرو سره د افغانستان په اشغال او د یوه اسلامی نظام په نسکورولو کې ټول اخلاص او بړیڅی کړې وه، هغه چې د ربانی له لوری په طالبانو د لویو ـ لویو بمونو د غورځولو غوښتنه او هڅونه یې د یوه مستند او تاریخی شرم په توګه له امریکا غږ او بی بی سی سره ښه بیلګه کېدای شی.

ددې څخه بغیر مقاومتیانو او د لومړی مقاومت د مخکښ قومندان مسعود حواریونو په تیر ۲۰ کاله کې ۸۰۳ زیندانونه په اشغال ضد ازادی غوښتونکو مجاهدو افغانانو ډک کړل، ډاکتر عبدالله، قسیم فهیم او یونس قانونی چې ۳ واړه په هغه وخت کې د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو د کلیدی وزارتونو وزیران وو، یو داسی بدنام تړون له امریکایانو او د ایساف په نوم اشغالګر ایتلاف سره لاسلیک کړل چې بهرنیو اشغالګرو ځواکونو ته یې د افغانانو د کورونو د خپلسری پلټنو، ګرویږنو، د افغانانو د ربړونو، قتل عام او بمبارد حق او قانونی واک ورکړل.

هغه چې په ودونو، جنازو، هدیرو، کلیو، بانډو، جماعتونو او حتا روغتیایی کلینکونو او میلو لسګوونه، سلګوونه او زرګوونه بمباردونه یې د افغان وژنې او دښمنۍ په ثبوت رسیدلی بېلګی دې.

دوی په دې هم بسنه ونه کړله، بلکي خبره د افغانستان د ملی هویت چې اسلامیت او افغانیت دی تر انکار، پردی او قومی ګڼلو اوږده شوه، افغانستان یې خراسان وګاڼه، ملي داعیه ډیورنډ یی قومی داعیه وګڼله او هغه یې د پنجاب حق او د پنجاب رسمی پوله ونوموله، د زرګوونو کالو واحد افغان تاریخ یې وننګاوو، هغه یی د جبر کرښې یادی کړلی او له سره یې د خراسان په دریځ د تاریخ لیکلو خبره مطرح کړله، داسي چې ددې هرڅه پای داشو چې پنجشیر او ټولو شمالی ولایتونو ته بهرنی اشغالګر له وسلو او ټانګونو سره تلل او راتلل، برنارد لوی دوه اتشه یهودی خو به د پنجشیر په درو کې چکرونه وهل، د مسعود د زوی میلمه به وو، ایرانیانو به د ګل سرخ میلو او فرهنګی مجلسو ته مزار او پنجشیر ته راتلل، مګر پښتون به تر مزار او پنجشیره لس او شل ځایه بی عزته کېدو، پلټل کېدو او ډیر کله به وهل کېدو، ټکول کېدو، داسی چې دوستان کولای شی شمال ته د مرموزو او مشکوکو کسانو په نوم دهغو مسافرو ویډیوګانې په یوټیوب او ټولنیزو رسنیو کې ننداره کړی چې د مزار په دروازو کې له بسوونو کښته کېدل او بندی کیدل به، همدارنګه د پنجشیر په دروازه کې د حمید خراسانی په نوم د یوه لنډغر چې اوس بدبختانه د امارت په لیکو کې یې هم ځان ځای کړی چې د کوچی په نوم یی کوچیان پنجشیر ته د څارویو د څرولو په مهال راګرزول او شړل.

خو الحمدالله استعمار او د افغانستان له ځمکنی وحدت څخه د برمت کړی یاغی پنجشیر متعصبی او ابن غلامی مافیا ونه توانیدل چې پخپلو شومو موخو او فتنو کې بریالی شی.

ځکه ټول افغانان د واحد افغان په ننګ سره غمجن او د ګران افغانستان د بقاء، عزت او سرلوړی په دریځ کې شریک ول، همداوس هم د واحد مسلمان ـ افغان ملت زور دی چې له طالب سره یې د خپلی خولی د یوې ګولې ډوډۍ د نیم کولو له لارې د نړۍ ۴۸ هیوادونو کفری، صلیبی او اشغالګر ایتلاف مات کړل، ددې وطن هزاره، ازبک، تاجک، عرب، قزلباش، ایماق، ګوجر او ټولو افغانانو تل ددې هېواد د جغرافیې او ځمکنۍ بشپړتوب د دښمنانو او بد سترګو غمازانو سترګی دې عظیمی خاوري ته د بدو اړولو په ګناه ایستلی او هر اشغالګر یې تر اصفحان، ډهلی او بخاراه ځغلولی، دوی زرګوونه کاله د واحد افغانستان د بقا او حیا په لار کې د سرښندنو او ځان تیریدنو حماسې زیږولي.

ځکه هم پرون پرچمیان ونه توانیدل چې ددې عزتمندو قامونو ترمنځ د فلانکی او بیستانکی په نوم د بیلتون بزغلی وکرې، یا کله چې ستمیانو د ګران افغانستان په جهادی صف کې د توکمپالنی سرطانی غده دودوله چې د طالبانو لومړنی خوځښت او نورو افغانانو وچه کړله، په تیر ۲۰ کلن اشغال کې هم د سناتور روراباکر په څېر استخباراتی او ښکېلاکی اجنټانو په مټ د مکناټن او واشنګټن په هیلو او هڅو د اسلامیت او افغانیت د سیاسی محوی او تجزیی خیالونه تبلیغ کړل مګر پکې ناکام، مختوري او بدنام شول، ۰

نن الحمدالله ثم الحمدالله چې پنجشیر یوځل بیا راخپل کړای شو، هغه پنجشیر چې هر پردی یرغلګر او کورنی بلواکګر د افغانستان د خوږ په توګه ورڅخه ناوړه ګټه اخیستله مګر نن یې طبعي ښکلا، خوږو اوبو، خوندورې هواه او د پیچلو غرو د یاغی څوکو او پلنو درو لیدو ته د وطن له ګوټ ـ ګوټ څخه افغانان را روان دې او د پنجشیر قیمتي غمي او کانونه به نور د مافیا له بی رحمه غلا او چور څخه خوندی او د ملت په عامیانۍ کې چې ملي خزانه دی جمع کیږی.

له طالبه مننه چې افغانستان یې د خپل ځمکني بشپړتوب په طبعي تارونو و اوبدل، د استعمارونو او اشغالونو د بیلتون له ستوني یې راویستل او د میرویس، ابدال، اکبر او عمر هغه هیلۍ یې له نیمګړې کېدو وژغورلی، چې د یوه آزاد، خپلواک، واحد او مقتدر افغانستان او مسلمان افغان ملت له پاره یې لرلي.

یاربه شکر او توفیق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟