No-IMG

د شانگهای سازمان ځواکمنه، تخصصي او هنرمنده دپلوماسۍ غواړي

له افغانستان پرته د شانګهای د سیمه ييزو همکاریو د سازمان غونډه د افغانستان لپاره ښه خبر نه دی اما داچې اساسا یاد سازمان په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته له دې امله چې افغان مجاهدین  سیمې په ځانګړې توګه روسیې، چین او منځنۍ آسیا ته ګواښ ګڼل شوي وو، رامنځته شو او وروسته بیا د ط.ال.بانو لومړۍ دوره، د امریکا او ناټو حلیف جمهوریت او اوس بیا ځلې د ط.الب.انو راتګ يقينا افغانستان د یاد سازمان په لیدلوري کې د یوې ګواښوونکي او ماتونکې سیمې په توګه ساتلی وو/ دی؛ نوځکه په یاد سازمان کې افغانستان اغیزمن او ګټمن حضور نه درلود.

اما د نن په غونډه کې باید افغانستان ګډون لرلای او پر دوه ټکو په تمرکز سره يې په یاد سازمان کې خپل ځای جوړ کړي وای.

١- شانګهای یوازنی غیر غربي بلکه د لویدیځ سره په تقابل کې سازمان دی چې د امریکا او ناټو د پياوړو رقیبانو روسیې او چین د شتون لپاسه پکې نن د ایران بشپړ غړیتوب هم تائید شو. ط.الب.انو باید د امریکې او ناټو خلاف د شل کلنې جګړې امتیاز په شانګهای کې ترلاسه کړی وای او نن يې په خپله قلندري دپلوماسۍ سره نيغ په نيغه پر شانګهای احسان غورځولای وای او له شک پرته او د یو ریالیسټیک قضاوت پر بنسټ دا د طالبانو حق وو.

٢_ د شانګهای حوزې  هیوادونو ته د ډاډ په ورکولو او متقابلا  د هغوی د موافقت په تر لاسه کولو سره یې  پر لويديځ فشار راوړی وای ترڅو د ځواک د انډول د اصل پر بنسټ له افغانستان سره د اړیکو او مرستو دروازې تر ډيره تړلې ونشي ساتلای.

یادونه: د شانګهای په نننۍ غونډه کې د افغانستان او په دې هیواد کې د وروستني بدلون په تړاو له تاجکستان پرته د نورو ټولو غړو هیوادونو نظرونه مثبت وو او ښکاري چې په یاد سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب او اغیزمن شتون په اړه غړي هیوادونه غور کوي او ممکن له دې وروسته او هغه مهال چې افغانستان د شانګهای له غړو هیوادونو سره یو لړ توافقاتو ته ورسیږي، نور افغانستان د شانګهای په لیدلوري کې د ګواښوونکې او ماتوونکې سیمې په توګه نه بلکه د سیمې د نښلونکې او نيژدې کونکې سیمې په توګه مطرح شي.

اما دا په یوه ځواکمنه، تخصصي او هنرمنده دپلوماسۍ سره شوني کیږي او له هغه پرته هیڅ هم نه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟