No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان مشر نن کابل ته راغلی او له روغتیایي بنسټونو پر ملاتړ، له مسوولو چارواکو سره خبرې کوي.

له دې سره د فرهنګي کمېسیون مرستیال وایي، چې د (ډبلیو ایچ او) مشر به د سرپرستې کابینې د وزیرانو مشر، مرستیال یې ملا برادر او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وویني.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان رییس او د یوناما مشرې د افغانستان د سرپرستې کابینې له مشر ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.

په دې مجلس کې، چې د کابینې مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم حضور در لود له افغانستان سره صحي او نورو برخو کې د مرستو په تړاو خبرې شوې دي.

: ‏د لوړو زدکړو وزارت د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم بيرته خپل پخواني نوم ته اړولی دی.

: ‏کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر د داخلي او نړیوالو سوداګریزو الوتنو لپاره رسما پرانیستل شو

دافغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې د الوتنې او ناستې لپاره چمتو دی.

: ‏د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار بیلابیلو سیمو کې د تنظیف چارې ګړندۍ شوې او ښاریان په دې برخه کې د مسوولینو د لا ډیرې پاملرنې غوښتنه کوي.

: ‏د افغانستان د کرکت بورډ اجرايوي مشر حامد شينواری له دندې ګوښه شوی او پر ځای يې نصيب ځدران د کرکټ بورډ نوی اجرايوي رييس ټاکل شوی دی.

: ‏د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پاکستان او یا هم بل هیڅ هېواد حق نه لري چې له دوی څخه د یو پراخ بنسټه دولت جوړولو غوښتنه وکړي. د ا.ا.ا یو وار مخکې هم له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې په رسنیو کې دې د دوی ویاندويي نه کوي.

: ‏ننګرهار کې د وروستیو چاودنو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی بل خوا ننګرهار کې د ا،ا،ا امنیتي مسوولینو ویلي چې د چاودنو په تور یې ګڼ کسان نیولي چې ژر به د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

: ‏پنجشیر کې خبریالانو له طالب قومندانانو او د سیمې له اوسیدونکو څخه دتر لاسه شویو کره معلوماتو په اساس ویلي چې،د پنجشیر په ټوله وروستۍ جګړه کې ددواړو ښکیلو لورو له خوا تر سلو تنوکم کسان وژل شوي،خبریالان وايي په وروستۍ جګړه کې دسلګونو کسانو د وژل کیدو ادعا بې اساسه او تش افواهات وو.

: ‏د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په بشپړه توګه د کورنیو  او نړیوالو الوتنو لپاره رسماً چمتو شوی دی.

: ‏د پکتیا مرکز ګردیز کې دوو کسانو د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې.

لومړۍ پېښه د ګردیز ښار څلورمې حوزې اړوند دولتزیو سیمه کې رامنځته شوې او د صدیق الله په نوم یو کس د اقتصادې ستونزو له امله ځان وژلی او دویم کس د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند باغکه سیمه کې ځان وژنه کړې ده.

‏د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي، د صدیق الله په نوم کس پخوا پولیسو کې دنده درلوده او په نشه یي توکو هم روږدی و.

: ‏د فراه خلک:له طالبانو غواړو د بخش اباد بند عملي چارې پيل کړي.

: ‏کورنيو چارو وزارت: مولوي محمد عالم ګل حقاني د پاسپورت ریاست سرپرست وټاکل شو.

: ‏مولوی عبدالطیف منصور به حیث وزیر انرژی و آب آغاز به کار کرد.

: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین در گفت‌وگو با خبرنگاران اعلام کرد که در حال آماده سازی برای میزبانی از رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در مسکو هستند.

پسکوف با بیان اینکه مقدمات سفر کاری اردوغان به روسیه در حال انجام است، افزود: این جامع‌ترین دستور کار از زمان شروع روابط دوجانبه خواهد بود. روابط دو کشور چند وجهی است و سران کشورها همیشه در این زمینه حرفی برای گفت‌وگو دارند.

به گفته وی سران دو کشور در این دیدار همچنین درباره سوریه و دیگر مسائل منطقه گفت‌وگو خواهند کرد.

: ‏سازمان ملل خواستار کمک فوری به اقتصاد یمن شد.

دفتر هماهنگی امور بشردوستانه سازمان ملل متحد در یمن (OCHA) با انتشار اطلاعیه‌ای اعلام کرد که جامعه جهانی به اقتصاد یمن باید کمک فوری کند.

: ‏د امریکا په ټیکزاس ایالت کې د پوځي روزنې یوه الوتکه رالوېدلې، چې له امله یې دوه پیلوټان ټپيان شوي او یو شمېر کورنه زیانمن شوي دي.

: ‏وانګ یو: چین به روغتیايي او مالي برخو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

: ‏د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو له راڅرګندېدو اندېښنه لرو.

: ‏افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي چې د پاکستان له لوري د بشري مرستو یوه بله جوپه هم نن د تورخم له لارې افغانستان ته ولیږل شوه.

: ‏په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی. امریکایي مخکښ سناتور او ددغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته پخواني نوماند برني سندریز په یوه تازه مرکه کې په کابل کې د امریکا وروستی هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

: ‏ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې له بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ځينو ولایتونو کې یې له کډوالو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

: ‏د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د غړو هېوادونو استازي نیویارک ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې د شاوخوا ۱۹۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا لوړپوړي چارواکي نیویارک ته رسېدلي چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په کابل کې د امریکا د وروستي برید اصلي عاملین جو بایډن او د امریکايي پوځ نالایقه جنرالان وو. دده په خبره بایډن امریکا د نړۍ په کچه ذلیله کړه چې په تاریخ کې هېڅ وخت دومره ذلیله او شرمېدلې نه وه.

: ‏د اروپايي پارلمان یو پخوانی غړی وایي ایران کې به تر افغانستان هم ستر ناورین رامنځ ته شي. د اروپايي ټولنې د پارلمان یوه پخواني غړي باس بلډر په تازه څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو اوسنی مبهم حالت د یوه ستر خطر زنګ دی.

: ‏د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په روسیه کې یو کس د ښوونځي په انګړ کې پر زده کوونکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې اته کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د روسیې د جرمونو د څارنې د کمیټې ویاند سوتلانا پترنکو ویلي چې دا پېښه د پرم په نامه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد یې اوسمهال د ۴.۵ میلیون کډوالو کوربه دی. اردوغان ویلي، چې دوی به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او دغه راز به په دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو خدمت ته هم ورسېږي خو په خبره یې، ترکیه د چا نوکره نه ده چې راغلي کډوال ورته وساتي.

:‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود ویلي چې هېواد یې تر اوسه پورې د ا.ا.ا له مؤقت حکومت سره اړیکې نه لري خو د دغې ډلې له لوري د جوړ شوي حکومت په رسمیت پېژندلو ته به منتظر پاتې شي.

: ‏له پاکستان څخه د امنیتي اندېښنو له امله د نیوزيلنډ کرکټ لوبډلې وتلو پاکستانیان اندېښمن کړي دي.

څیړونکي وایي د نیوزیلنډ کرکټ لوبغاړو دغې فیصلې پاکستان کې د کرکټ راتلونکی مړ کړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک