No-IMG

حتمي نه ده چې مونږ تل د نفرت په تصور کې ژوند وکړو

یوه له ستونزو دا هم ده چې مونږ ډېری مسلمانان ټوله نړۍ خپله دښمنه ګڼو، د دوی هر کار ته د شک په سترګه ګورو، فکر کوو چې دوی شپه او ورځ لګیا دي زمونږ د ختمولو په اړه فکر کوي او پلانونه جوړوي!

که دوی د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر هم ابتکارات او اختراعات کوي، مونږ یې له هغې زاویې ګورو چې د دښمنۍ دلایل په کې څرګند شي.

حال دا چې د تبین امر او په هر څه کې د شک نه کولو قراني حکم عام دی، خو مونږ له بده مرغه دا ډول احکام اصلا د اعتناء وړ نه بولو.

همدغه د شک او دښمنۍ فکر بیا د دې باعث کېږي چې مونږ د انتقام په جذبه کې د دعوت ژبه پرېږدو، د نرمۍ او عاطفې صفتونو ته اعتناء نه کوو، له همدې فکر پر اساس هر هغه مسلمان ته هم د دښمن په سترګه ګورو، په قران کریم کې یوازې د قتال او مقاطعې موارد لولو، مورد او ضرورت ته له کتلو پرته د ولاء او براء په دوربین او ذره بین کې د مسلمانانو ځینې وړې وړې  تېروتنې د ارتداد، نفاق، فسق او  فجور تر کچې غټوو.

دا کار ناسم او د واقعیت خلاف دی.

سمه ده چې د یهودو او نصاراو له ډلې یو شمېر له مونږ سره په دښمنۍ کې تر اخري حده ځي، خو قران کریم وایي، دوی ټول یو ډول نه دي، په دوی کې ځینې بد او ځینې ښه دي، ځینې یې خیانتکاران او ځینې یې د امانتدارۍ په معیار پوره دي، ځینې درسره په دښمنۍ کې سخت او ځینې درته په دوستۍ کې نېږدې دي، تاسو د اهل کتابو خوراک خوړی شئ او دوی ستاسې خوراک، حتی تاسې یې له ښځینه‌و سره ودونه کولی شئ، حال دا چې واده د نفرت او دښمنۍ خبره نه ده!

مطلب حتمي نه ده چې مونږ تل د نفرت په تصور کې ژوند وکړو.

مونږ

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟