No-IMG

علامه سید جمال الدین افغان څوک و؟

زلمی زابلي

 

علامه سید جمال الدین افغان په (۱۲۱۷ش) د کونړ په اسعد آباد کې زېږېدلې دی، پلار یې سید صفدر او مور یې سکینه بېګم نومېده.

علامه سید جمال الدین په یو بیان کې داسې ویلي دي، انګلیسان مې روسی بولي، سنیان مې رافضي بولي، شعیه راته دښمن  وايي، نه مې کافران خپل بولي او نه هم مسلمان، له مسجد څخه وېستل شوی یم، حیران یم چې په چا پورې مربوط یم او له چا سره مبارزه وکړم؟

علامه په پنځه کلنې کې له خپل پلار او مور څخه د قران شریف زده کړه پیل کړه او د عربي ژبې لومړنۍ زده کړې یې د عمر په لومړیو کلونو کې وکړې.

د سید جمال الدین افغان د فقهي مذهب په اړه د علامه ځینې شاګردان چې د نوموړي سره د ډېر وخت لپاره پاتې شوي دي، علامه سید جمال الدین افغان حنفي مذهب بولي.

په دې برخه کې یې د شیخ محمد مخزومي هغه خبره ده چې د علامه سید جمال الدین افغان  د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د نوموړي د ژوند خاطرات په استانبول کې لیکلي دي او سید جمال الدین یې حنفي مذهب ښودلی دی.

دوهم دلیل د سید جمال الدین افغان خپله لیکنه ده، لکه څنګه چې یې د ضیاء الخافقین په درېيمه شمېره کې لیکلي دي چې د ۱۸۹۲م کال د اپریل په لومړۍ په لندن کې چاپ شوې او د سید جمال الدین عربي مقاله پکې نشر شوې ده.

په (۱۲۶۴ق) کال کې له خپل پلار سید صفدر سره د ایران تزوین ښار ته ولاړ او څلور کاله هلته پاتې شوی دی، په دغه ښار کې یې د عربي ادبیات، منطق، فقه او اصول زده کړل.

په (۱۲۶۶ق) کال کې له خپل پلار سره تهران ته ولاړ او هلته یې د وخت له مجتهد سید محمد صادق طباطبای همداني څخه زده کړې وکړې.

په (۱۲۶۶ق) کال په وروستیو کې نجف ته لاړ چې له درې میاشتو استوګنې وروسته عتابت ته لاړ او څلور کاله یې له شیخ انصاري زده کړې وکړې.

علامه په (۱۲۷۰هـ ق) کې د هندوستان ممبي ښار ته لاړ.

پر مصر د علامه سید جمال الدین افغان د اسلامي مفکورې اغېز:

د دیارلسمې هجري شمسي پېړۍ په سر کې د عثمانیانو نفوذ په مصر کې مخ په کمېدو شو او په خلاف یې د انګریزانو سلطه او تاثیرات په (۱۲۶۳هـ) کال کې د مصر په اداري او مالي چارو کې ټینګ شو او مصر یې خپله مستعمره وګرځوله.

په همدې حالاتو کې علامه سید جمال الدین افغان مصر ته ولاړ او د مصر مسلمان ځوانان یې د انګلیس د استعمار پر ضد راوپارول.

علامه سید جمال الدین افغان د سیاسي مبارزو په نړۍ کې لومړنی شخص دی چې په هغه وخت کې یې د استعماري سلطې پر ضد مسلمانان راپورته کړل.

علامه سید جمال الدین افغان له (۱۲۸۸ – ۱۲۹۶ هـ ق) کلونو پورې په مصر کې پاتې شوی دی.

علامه سید جمال الدین په مصر کې په علمي غونډو کې ګډون لاره  او همدا رنګه یې د شاګردانو تربیه او روزل پيل کړل تر ټولو ستر او د یادونې وړ شاګرد یې شیخ محمد عبدو و چې وروسته یې د علامه سید جمال الدین د اصلاحي نظریاتو په خپرولو کې ستره ونډه لرله..

علامه سید جمال الدین په مصر کې اشرافي ادبیات بدل کړل، د قلم په ژبه یې د بشریت حقونه او د استعمار پر ضد مبارزه پیل کړه.

په مصر کې یې یو سیاسي ګوند د ( حزب الوطن) په نامه یو ګوند تاسیس کړ چې ډېرې  لاس ته راوړنې یې لرلې.

د یوه انګلیسي مستشار لارډ کرومر په قول:

دغه حزب په مصر کې  د انګریزانو په کړنو کې تر ۴۵٪ کموالی راوست او ۳۵٪ پورې یې د انګریزانو په سوداګرۍ کې کموالی راوستی دی.

دغه راز په افریقا کې یې د مسیحي تبلیغ کچه شپاړس چنده کمه کړه، د لارډ کرومر په یوه راپور کې داسې کښل شوي دي:

که چېرې د حزب الوطن نهضت یو کال نور هم پر خپل ځای وي او سید جمال الدین افغان په مرکزي او غربي اسیا، شرقي افریقا، شمالي افریقا او مصر کې تبلیغات ولري سربېره پر دې چې د انګریزانو په سوداګرۍ او سیاست کې به د پام وړ بدلون رامنځ ته شي او د دې وېره هم شته چې ټوله اروپا به د علامه سید جمال الدین افغان تر اغیز لاندې راشي. نو باید دغه حزب له منځه یوړل شي.

د قاهرې یو نصارا مبلغ د علامه سید جمال الدین د حزب الوطن د ګوند له ډېر نفوذ څخه حیرانتیا ښودلې او داسې یې ویلي: ( ۷۰۰ مېلیونه د انجیل اولاد چې څلوېښت تنه د یو سید ملنګ افغان پیروان دي د قهر سبب ګرځېدلي دي،

په پای کې د حزب الوطن نهضت له نهو میاشتو فعالیت وروسته له فعالیت څخه بند سوو او په خپله سید جمال الدین افغان د رمضان ۱۷ (۱۲۹۶هـ ق) توقیف او سویس ته واستول سو چې وروسته له هغه ځای ایران ته لاړ شي.

:- په هند کې د علامه سید جمال الدین اقدامات:

علامه سید جمال الدین افغان د سویز کانال له بندر څخه د ایران پر ځای هندوستان ته لاړ، چې په دغه هېواد کې یې لاندې کړنې ترسره کړې.

د ځوانانو لپاره مختلفې سیاسي، مذهبي او د انګریزانو د استعمار ضد ویناوې.

له رسنیو سره همکاري، د العروة په نوم د یو سري او مخفي جمعیت تشکیل، د انګلیستان له استعمار او سلطې سره مخالفت.

سید جمال الدین افغان قوي حافظه لرله، فرانسوي ژبه یې له دریو میاشتو په لږه موده کې دومره زده کړه چې کولای یې شول چې په فرانسوي ژپه ژباړه وکړي او خپل مقصد بیان کړي د فرانسوي ژبې ترڅنګ یې، عربي، روسي، ترکي، انګلیسي او فارسي ژبو باندې هم برلاسی و.

مخکې له علامه سید جمال الدین افغان څخه په ټول اسلامي عالم کې له استعماري سلطې سره مسلمانانو اشنايي نه لرله. علامه سید جمال الدین افغان مسلمانان د اسلام د پیغمبر عصر ته دعوت کول.

شیخ محمد عبدو سعد زغلول، ابراهیم هبلاوی، فتح زغلول او ډېر نور لبناني، سوري او مصري لیکوالان د علامه سید جمال الدین افغان پر محور راټول شوي وو چې د خپلو مقالو په نشرولو سره یې د انګلیس د استمعار پر ضد اعتراضي غورځنګونه پيل کړل

علامه د واحد اسلامی خلافت غوښتونکی و، ځکه یی فلسفه د pan Islamism په نوم مشهوره ده

علامه ځکه په هر هیواد کی د وخت د استعماری حکومتونو لخوا شړل کیده چه د استعمار په خلاف یی په لږ وخت کی دمیزبان هیواد خلک رابیداره کول

څه وخت چه دایران د وخت پاچا لخوا دایران څخه په ډیر توهین سره اخراج سوو څو وخته وروسته د علامه د یوه ایرانی توکمه شاگرد لخوا دایران پاچا ووژل سوو

علامه داسلامی امت څخه غوښتنه درلوده چه د اسلام په واقعی شریعت  ځانونه خبر کړی اود خرافاتو  څخه لاس واخلی

دعلامه د تدفین او جنازی په مراسمو کی په ترکیه کی اتلس تنه د خلکو د ډیر والی په سبب تر پښو لاندی او مړه سول

روح دی ښادوی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟