No-IMG

د مصر اخوان المسلمين د يو شهيد او اسيرې کورنۍ د همت کيسه

مصرۍ روضه ایمن د خپلو وړو یتیمو خوېندو او ورور ساتنه کوي، د نوموړي نجلۍ پلار د أخوان د ملاتړ په جرم د رابعهٔ عدویه په ظالمانه عملیاتو کي په شهادت ورسول شو، د نوموړي پلار ایمن الزهیري په جنوبي سینا کي د اخوان مشر غړی وو، د نوموړې نجلۍ مور د جنرال سیسي په زندان کي شپې او ورځي تېروي، روضه د دغو ماشومانو لپاره د مور او پلار دواړو وظیفه اجراء کوي، ډوډۍ هم ورته پخوي او کالي ئې هم پرېولي، دباندي مزدوري هم کوي تر څو د دغو معصومو ماشومانو کفالت وکولی شي، د استخباراتو له ویري ئې څوک ښکاره مرسته هم نشي کولی، اخوانیان یو ځل بیا له سختو کړاوونو او امتحاناتو نه تیریږي، اقبال مرحوم ځکه فرمايي:

یہ شہادت گہہِ الفت میں قدم رکھنا ہے

لوگ آسان سمجھتے ہیں مسلماں ہونا

خلکو ته رښتیــــا هم مسلماني اسانه ښکاري، له کومو کړاوونو نه چي اخوانیان تېر شوي او یا تیریږي د هغه مثال د اسلام تر لومړني پېــر را وروسته په اسلامي تاریخ کي ډېر ندی تر سترګو شوی

یادونه: لطفاً له تکراري پوښتني ډډه وکړي چي: “دوی ولي مسلحانه جنګ نکوي؟!” که مو دا پوښتنه خوب ته نه پرېږدي مطالعه وکړئ! مننه

ژباړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟