No-IMG

شهید صالح جان

شهید صالح جان ژوند ته لنډه کتنه

صالح جان د وطندار زوی او دګلاب خان لمسی په ( 1337 ) کال د ننګرهار ولایت مومندری ولسوالی د هزارناو سوراغزو کلی په یوه دینداره متدینه او جهاد پاله کورنی کی زیږیدلی دی معلومه خبره ده د 1357 خونړی غمیزی ډیری هسکی ټیټی له ځان سره راوړی او هر افغان ددی شومی کودتا بدمرغیو څپو په نامعلومه لوری له ځان سره وړی او دژوند په برخلیک یی لوبی شوی. صالح جان له هغه ډلی کسانو څخه ګڼل کیږی چی زده کړی یی د همدی بدمرغی غمیزی قربانی او دکمونستانو دظلمونو له کبله یی کورنی له خپل پلرنی ټاټوبی څخه وتلو ته اړ او دکوزی پښتونخوا خیبر ناصر باغ سیمی ته مهاجر شوه. نوموړی د هجرت په جریان کی یی بی ساری تکلیفونه او زحمتونه وګالل د مجاهدینو د بریالیتوب سره سم خپل ګران هیواد ( پلرنی ټاټوبی افغانستان ) هزارناو ته راستون شو.

 خپل کلی کی د زمینداری په کارنو پیل وکړ چی له همدی لاری یی خپلو بچو ته حلاله روزی پیدا کوله بالاخره په 1398/3/5 د پنچشنبی په ورځ د (60) کالو په عمر سهار د اذانو پرمهال توره تیاره وه لمر خپلی وړانګی د غرنو په څوکو نه غوړولی چینارونه ګودرونه خاموش وو مرغانو اوزونه لا نه اوریدل کیدل په ګران هیواد افغانستان د صلیبی ګوډاګی اشرف غنی واکمنی وه په( 75) وسایطو کی راغلی کفری وحشی (صفر دوه) قطعی د صلیبی یر غلګرو په شمول د صالح جان په کور چاپه ووهله د نوموړی  په شمول دری زلمی زامن یی هر یو شاکرالله ؛ عزت الله؛ او سمیع الله یی د خواږه خوبه او ماشومانو سنگ نه را ویښ کړل د کور دیوال ته یی لاس تړلی ودرول دامریکایانو د شوټ غږ په ویلو سره سم د( 02 ) قطعی د ټوپک په ډزو د شهادت لوړ مقام ته ورسول.

یادونه : د کور په میځ کی یی بمی چاودنه وکړه او د ډمو رسنیو ته وویل چی یاد خلک د سخت مقاومت نه وروسته ووژل شو په یاده پیښه کی یو پلار دری زامن شهیدان شو څلور پتمنی افغانی خویندی کونډه تر 32 زیات ماشومان هلکان او انجونی د تل او تل لپاره د پلار د سیوری بی برخی شو.

انالله و اناالیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟