No-IMG

فرض کلمه په قرآنکریم کې

د فرض او ورته کلمو ذکر په قرآنکریم کې شاوخوا په اتو(۸) آیتونو کې شوی.

قال الله عزوجل:الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ.(البقره:۱۹۷)

ژباړه: دحج څو معلومي میاشتي دي،نو چاچي په دې کي حج(په ځان) فرض کړ، نو بیا په حج کي نه له میرمنو سره نږدیوالی شته، نه فسق او ګناه او نه جدال او شخړي، او دخیر هر کار چي وکړئ الله ورباندي پوهیږي او توښه درسره واخلئ چې ښه والی د توخي ځان ساتل دي او له ما وویرېږئ اې د عقل خاوندانو.

(فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ: نو چاچي په دې که حج پرځان فرض کړ) دلته دفرض لپاره متعددې معنی ګانې غوره شوي.

په لنډ ډول: واجب او لازم ګرځول دي.

په ځان ئې دحج پریکړه وکړه یعنې احرام وتړي، دلته دحج معنی په پریکړې شوی.(عزیز التفاسیر)

له عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه دوه روایته نقل دي: دحج او عمرې احرام تړل دي،  له احرام نه وروسته لبیک ويئل دي، د یو شمیر نوروبزرګانو هم دا قول دی.

حضرت عطا فرمائې دلته له فرض نه مراد احرام تړل دي، دابراهیم او ضحاک هم دا قول دی.( تفسیر ابن کثیر)

قال الله عزوجل:لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ.(البقره:۲۳۶)

ژباړه:په دي کې هم پرتاسو کومه ګناه نشته چي ښځي له نږدیوالي یا دوی ته دمهرله ټاکلو وړاندي طلاقي کړئ، خو څه مال متاع ورکړئ، په توانمن د خپل توان  اندازه او په نیستمن د خپل وس په اندازه، مناسبه متاع په غوره توګه، دا یو حق دی په محسنينو.

فَرِيضَةً: دلته د  مهر معنی ایفاده کوي ) (

 قال الله عزوجل:وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ.(البقره:۲۳۷)

ژباړه:او که مو تر نږدیوالي وړاندي هغه وخت طلاقي کړې چي کوم مهر مو ورته ټاکلی وي نود دې مهر نیمائې دی، مګر داچې ښځي ترې تېري شي، او یا هغه کس تیر شي چې دنکاح غوټه ئې په لاس کي ده او که عفوه وکړئ، دا تقوی ته نږدې ده او په خپلوکي فضل او احسان مه هیروئ، بې شکه چي الله ستاسو د کړنو ښه لیدونکی دی.

(فَرِيضَةً: نه دلته مراد مهر دی)

قال الله عزوجل:سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ.(النور:۱)

ژباړه:یوه ځانګړې سوره چې موږ فرض کړې ده او په هغې  کي  مو څرګندونکې نښي نازلي کړې چې پند واخلئ.

 د دې سورې په احکامو عمل فرض ګرځول شوی او په قطعي توګه لازم، دلته د (وَفَرَضْنَاهَا: معنی دی فرض او لازم کړی شوی)

قال الله عزوجل:إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ.(القصص:۸۵)

ژباړه:يفیناً چاچي پرتا دا قرآن فرض کړی حتماً تر موعود مقامه ستا رسوونکی دی، ووایه! زما رب هغه څوک ښه پیژني  چي له لارښووني سره راغلی او هغه چې په څرګندې بې لارۍ کي دي.

دلته (فرض د فرض په معین معنی ایفاده شوی)

قال الله عزوجل: مَا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَقْدُورًا.(الاحزاب:۳۸)

ژباړه: پر پیغمبر په هغه څه کي هیڅ حرج نشته چي الله ورته ټاکلي، دالله هغه سنت چي تر دې وړاندي تیر شوی  او دالله آمر په ټاکلي توګه سرته رسیدونکی وي.

دې مبارک آیت کې (فَرَضَ: د ټاکلي په معنی ایفاده شوی)

قال الله عزوجل: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.(الاحزاب: ۵۰)

ژباړه:اې نبي! تاته مو ستا هغه میر منې روا کړي ديچې تا ئې مهر ورکړی، او ستا هغه وینځي چې الله درباندي پیرزو کړي دي، او ستا هغهاو ستا هغه ترلې ، دترندو لوڼي دي، د ماما لوڼيدي، د توړیو(خاله ګانو) لوڼي دي چي له تا سره ئې هجرت کړی دی او هغه مؤمنه میرمن چي غواړي خپل نفس پیغمبر ته وبخښي، خو که پیغمبر وغواړي هغه په نکاح کړي، دا خاض ستا لپاره دي، نه د(ټولو) مؤمنانو لپاره، موږ په یقین سره پوهیږو چي پر دوی مودخپلو میرمنو او وینځو په اړه څه فرض کړي، تر څو پر تا کومه تنګسه نه وي، او الله مهربان بخښونکی دی.

(مَا فَرَضْنَا : فرض کړي دي موږ، مقررات ټاکلي دي.)

قال الله عزوجل:قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ.(التحریم:۲)

ژباړه:یفیناً چي الله تاسو ته د قسمونو پرانیستل مقرر کړي دي،او الله ستاسو مولا دی،او هغه با حکمت پوه دی.

فَرَضَ اللَّهُ : دلته د  فرض د ټاکلو اوپرانیستلو په معنی ایفاده شوی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟