No-IMG

بنسټپالنه يو اصل دى اصل له منځه نه ځي

يو چا ليکلې ول چې (رب دې نه کوي) چې حکمتيار نن وفات شي بنسټپالنه ميراث ده، مايل بنسټپالان او بنسټ پالنه نه پيزني، د سيد جمال الدین افغان په وفات هم احمقانو همداسي فکر کاوه، د شهيد عبدالرحيم نيازي او مؤلؤي حبيب الرحمن په شهادت هم کمونستانو داسي فکر کاوه

بنسټپالنه يو طبعي، افغاني پښتني او اسلامي اصل دى له منځه نه ځي بلکه لا نوره منظمه کيږي هسي اپلتي مه واياست لومړى بنسټپالنه وپيژنئ بيا نظر ورکړئ

يو کجل وايي بنسټپالانو مشر د پاکستان خاص مريد دى ځکه مي نه دى خؤښ،

دا رکمه خلکو ته وايم، دا پوچ تبلغ دى ،په بنسټپالنه کي د پاکستان نقشه رسمي منل يو ډؤل شرک يا ارتداد منل کيږي، هغه ځکه چې دلته د ستر زرغون افغانستان جغرافيه مشروع وه او ده او وي به، مګر پر ځاى يي روس او انګلستان افغانستان مشروع جغرافيه تجزيه کړي او يوه غير مشروع نقشه چي اوس افغانستان لري دا بنسټپال رښتیا اصل نه مني ځکه د مسلمانانو تر منځ د کفر په لاس ويښ کؤل او منل بنسټپالان ستر شرک مني، لذا دا چټيات دروغ خرافات هم نور مه واياست

هو سمه ده چې د کمونېزم ضد جهاد کي موږ اړ ؤ خپله اخوا خاوره او خپل ملت له ځانسره کړو، ځکه بنسټپالنه کي د ډيورنډ اخوا تر کشمير او ګجرات پوري ملت ته پاکستاني ويل هم ستر جرم دى، دا افغانستان وه، دى او وي به،

يو وايي

د حکمتيار ستر خيانت د وخت له حکومتونو څخه بغاوت او پر ضد جهاد وه

مايل د وخت حکومتونه مو لکه غني غوندي غله جاهل اسلام دښمنه ول هيڅ بل اپشن نه وه لذا جهاد فرض دى د فرض ادا کونکى خاين نه متکي امين دى، جاهل خپله ئې.

يو نادان وايي 60 سلنه کومک د امریکا له حزب سره وه

داسي فکره جنابانو ته وايم

له جهاد سره بسپنه 80 سلنه د بنسټپالو مشرانو، ملت، هيوادونو، چارواکو وه او 20 سلنه د عربي نړۍ بسپنه وه چې نغدي پيسي به ئې امریکا ته ورکؤي امریکا بيا لکه پاکستان ځانته غلا او دؤثي پيل کړي وه زاړه توپک بي کاره اسلحه له مصر چين او خپلو ګدامونو را اخيسته او 3 برابره يي مجاهدينو ته حسابوله، د بنسټپالو د80 سلنه له سهميې جابرانه ظالمانه منافقانه امریکا سعودي پاکستان انګلستان 20 سلنه کمؤل او د حزب ضد تنظيمونو او پلانونو ته يي ورکؤل،

څومره ستر جاهل دى هغه کس چې تر ننه نه دى خبر چي پاکستان او امریکا د جهاد په نوم سياسي او اقتصادي بزنس کړى هيڅ مرسته يي نه ده کړۍ، هغه چي مرسته يي کړۍ له خپلو مجاهلي تنظيمونو سره ئې قصدا د حزب پر ضد کؤله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟