No-IMG

ژوند په بریتانیا کې

په  بریتانیا کې د شمالي ایرلنډ ، سکاټلنډ ، او ویلز اختیار ورکړې ادارې شاملې دي چي له یو بل نه د صلاحیتونو ، مقرراتو او اجراتو له مخې مهم توپیرونه لري دا مهم توپیرونه په ګوته شوي خو په تفصیل ندي تشریح شوي. اختیار ورکړې ادارې کولاي شي چي د هغوي تر ذمه وارۍ لاندې ساحو کې دا ډول مواد ددې رسالې په وروستۍ برخه کې ورزیات کړي دا فرصت همدا رنګه ځینې محلي ادارو ته هم موقع ورکوي چي د محلي او ځانګړیو اړتیاؤ او فرصتونو په باره کې مواد پرې ور اضافه کړي.

سملاسي اړتیاوې:

په ټولنه کې د ننوتو لپاره د یو هیواد اصلي ژبه زده کول د کډوالو لپاره هر چیرې اصلي ترجیح ده او هغه د دې لپاره چي د یو هیواد د رواجونو په باره کې دومره پوهه ترلاسه کړي چي له ډیر کړاؤ پرته پکې ځاي شي . د کوربه هیواد په ژبه کې د یو چا د قابلیت ښه توب د غوره استخدام او په عامه توګه په ټولنه کې د ننوتو ښه لاره  او  ګودر ده څومره چي د یو چا په انګریزي ژبې تسلط ښه وي همدومره به د قانوني او فعالو اتباعو له حقوقو او دندو ښه خبر وي او په ښه توګه به ئې استعمالوي او عملي کوي.

د ژبې کورسونه په محلي مرکزونو او کالیجونو کې په بیلا بیلو سویو موجود دي او په تدریس کې ئې زیاتره مالومات شامل وي چي پدې هیواد ( بریتانیا) کې له ځاي پځاي کیدو سره تړاو لري چي په بل عبارت  کله کله ورته کلتوری خبرتیا ويل کیږي خو دا هم باید په ډاګه شي چي اوس د ژبو زیاتره کورسونه په پیسو دي مګر که په دې هیواد(بریتانیا) کې مو ژوند درې (۳) کلونو موده پوره کړې وي شاید د کورس شرایط اسانه او یا بې پیسو وي . د هیواد ځینو برخو کې کیداي شي چي کورسونو ته په لار موندلو کې ځنډ راشي که هغه وړیا وي او که په پیسو .

وړیا کورسونه کیداي شي راتلونکي کې د نویو راغلو ځینو کټګوریانو او یا هغو ته چي د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي مساعد شي په دې باره کې مالومات له محلي کالیجونو او مرکزونو او همدا رنګه د کورنیو چارو له وزارت څخه تر لاسه کیږي ځینې په کار ګومارونکي اوس له دا ډول ور زده کولو سره مرسته کوي ډیرئ ئې یا نشي کولاي او یا ئې نکوي خو واقیعتونه د بدلون په حال کې دي.

په ټولنه کې ننوتل او تابعیت:

په بریتانوي تبع کیدو کې ډیرې لوې ګټې دي د پاسپورټ درلودو او په ملي او د  اروپا د پارلیمان په انتخاباتو کې د رایۍ د ورکولو حق شامل دي . اوس دا نظر عام دی چي بریتانوي پاسپورټ ترځینو نورو  ډیر خوندي دی او هغه وګړي چي رایه ورکوي په ټولنه کې بشپړ نقش لوبوي او په ناچاره توګه ورته په جدي سترګه کتل کیږي ډیر پخواني کډوال او ماشومان ئې په ویاړ سره وايي (( زه اوس بریتانوی تبعه یم))

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟